تاند- وسله والو طالبانو نن /دوشنبه/ په کندوز ولایت کې پر یوې محکمې برید وکړ او د څارنوالانو په شمول یې ۷ تنه ووژل.

د کندوز د امنیه قومندانۍ ویندوی سید سرور حسیني خبریالانو ته وویل، څلور تنو، چې د ملي اردو یونیفورم یې اغوستی و، د کندوز ولایت پر استیناف محکمې حمله وکړه. د حسیني په وینا دې برید څلور ساعته دوام وکړ.

ده وویل چې لومړی یوه تن د محکمې په دروازه کې په موټر کې ايښي چاودېدونکي مواد والوزول، ورپسې نور حمله کوونکي د محکمې ودانۍ ته ننوتل.

د امنیه قومندانۍ د ویاند په وینا، په دې برید کې چې په ښار کې دننه د استیناف پر محکمې وشوه، حمله کوونکو د استیناف محکمې ۶ کارکوونکي او یو پولیس ووژل، او اته نور یې ټپیان کړل.

حسیني وویل چې حمله کوونکي هم د امنیتي ځواکونو په ډزو ووژل شول.

د کندوز څارنوال امرالدین امین وویل چې وسله وال طالبان په محکمې کې کوټه په کوټه ګرځېدل او هر څوک یې له لنډې فاصلې ویشت.

طالبانو د دې حملې مسوولیت په غاړه اخیستی او ویلي یې دي چې ګڼ شمېر قاضیان او څارنوالان یې وژلي دي.

طالبانو د دې حملې د هدف په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان پر محکمو ځیني کسان په تېره بیا امنیتي چارواکي اعتراض کوي چې د دولت وسله والو مخالفانو ته سختې سزاوې نه ټاکي او ډېر ځلي یې د پیسو په بدل کې او یا د بېرې په وجه خوشي کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *