تاند- د افغانستان او پاکستان د کرکټ تر نولس کلونو کشر لوبډلې نن په یو ورځینۍ نړیواله سیالۍ کې مخامخ کېږي.

د افغانستان کرکټ بورډ پرون وویل چې د افغانستان او پاکستان د نولس کلنو ټیمونو د مسابقو په دې لړۍ کې درې یو ورځینۍ سیالۍ شاملې دي چې لومړۍ یې د اکتوبر په ۲۸ مه یعني نن پیلېږي.

د کرکټ بورډ د سرچینو پر اساس دا مسابقې د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې کېږي.

لومړنۍ مسابقه به د افغانستان په وخت د سهار په نهه بجې پیل شي. دوهمه سیالي د اکتوبر په نهه ویشتمه یعني د چهارشنبې په ورځ په پام کې نیول شوې ده او وروستۍ سیالي به د جمعې په ورځ (اکتوبر۳۱مه) وي.

تر دې مخکې د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ۱۹ کلونو لوبغاړو ترمنځ وروستۍ مسابقه هم سږ کال په لاهور کې شوې وه.

په تېرو سیالیو کې دوې پاکستان او یوه افغانستان ګټلې وه.

د افغانستان تر ملي ټیم د نولس کلنو ټیم ښه ځلېږي او تر نولس کلنو شپاړس کلن لا ښه برېښي. دا مسله د افغانستان د کرکټ راتلونکي ته هیلې لا زیاتې غوړوي.

د افغانستان د کرکټ د شپاړس کلنو ټیم، اوس په قطر کې دی او په روانو اسیايي سیالیو کې خپل سیالان یو په بل پسې ماتوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *