تاند- د افغانستان د کرکټ تر نولس کالو کشرو لوبغاړو د پاکستان د کرکټ تر ۱۹ کالو کشرو لوبغاړو ته سخته ماتې ورکړه.
افغان لوبغاړو په لسو ویکټونو او ۳۸ توپونو پاکستاني لوبغاړي مات کړل.
لوبه یا بیټنګ پاکستان پیل کړه. د باران له کبله اورونه ۲۱ ته را کم شول. پاکستاني لوبغاړو په ۳۲ اورونو او ۲ توپونو د ټولو لوبغاړو د سوځېدو په بدل کې ۱۳۱ منډې جوړې کړې.
افغان لوبغاړو په ډېره اسانه هدف پوره کړ.
په دې مسابقه کې، چې د لاهور په قذافي لوبغالي کې وشوه، د افغانستان لپاره حضرت الله ځاځي او شاهد الله حیرانوونکې لوبه وکړه. دوی نورو افغان لوبغاړو ته د لوبې زحمت ورنه کړ. ځاځي (66) او شاهد الله (33) منډې وکړې.
ضیا الرحمن ۳، او مسلم موسي، جاوید، رشید خان او جمعه ګل یو – یو پاکستاني لوبغاړي وسوځول.
ټاکل شوې ده چې افغانستان له پاکستان سره درې مسابقې وکړي.
دوهمه سیالي د اکتوبر په نهه ویشتمه یعني سبا په پام کې نیول شوې ده او وروستۍ سیالي به د جمعې په ورځ (اکتوبر۳۱مه) وي.
تر دې مخکې د افغانستان او پاکستان د کرکټ د ۱۹ کلونو لوبغاړو ترمنځ وروستۍ مسابقه هم سږ کال په لاهور کې شوې وه.
په تېرو سیالیو کې دوې پاکستان او یوه افغانستان ګټلې وه.
د افغانستان تر ملي ټیم د نولس کلنو ټیم ښه ځلېږي او تر نولس کلنو شپاړس کلن لا ښه برېښي. دا مسله د افغانستان د کرکټ راتلونکي ته هیلې لا زیاتې غوړوي.
د افغانستان د کرکټ د شپاړس کلنو ټیم، اوس په قطر کې دی او په روانو اسیايي سیالیو کې خپل سیالان یو په بل پسې ماتوي.