تاند- د افغانستان او چین ولسمشرانو نن په بیجنګ کې په خپله کتنه کې د دوو هیوادونو ترمنځ د اوږدمهالو ستارتیژیکو همکاریو ژمنه وکړه.
اشرف غني احمدزی تېره شپه له کابله د چین په لور روان شو او نن یې د دغه هیواد له ولسمشر جینګ جینګ پینګ ولیدل.
دا له واک ته رسېدا وروسته د افغان ولسمشر لومړنی بهرنی رسمي سفر دی.
ولسمشر غني د بېجنګ د خلکو په لوی سالون کې د چین ولسمشر ښاغلي پینګ ته وویل:«موږ چین ته په لنډ مهال، منځمهال او اوږدمهال کې د خپل ستراتیژیک شریک په سترګه ګورو.»
ښاغلی احمدزی به د چین ولسي جمهوریت ته د خپل دې څلور ورځني رسمي سفر په لړ کې د افغان او چینایي پانګوالو او سوداګرو په یوه ګډه غونډه کې ګډون وکړي او د دغه هېواد ستر صنعتي تاسیسات او بنسټونه به هم له نژدې وویني.
ډاکټر محمد اشرف غني احمدزی به همدا راز د بیجینګ ښار په شینهوا پوهنتون کې وینا وکړي او په یوه ګردي میزکې به له یو شمېر کارپوهانو سره د چین او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په باب خبرې وکړي.
د افغانستان له له ولسمشر محمد اشرف غني احمدزي سره په دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، د حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال حاجي محمد محقق، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ضرار احمد عثماني، د ملي اقتصاد په چاروکې د ولسمشر سلاکار او د مالیې وزارت سرپرست حضرت عمر زاخیلوال، د ملي دفاع وزارت سرپرست سترجنرال بسم الله محمدي، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست محمد شاکر کارګر، د چارو د ادرې لوی رئیس او د جمهوري ریاست د عالي مقام د دفتر رئیس عبدالسلام رحیمي، د ولسمشر ویاند نظیف الله سالارزی، د ملي شورا ځيني غړي او یو شمېر ملي سوداګر ملګرتیا کوي.