تاند- په داسي حال کې چې اشرف غني احمدزی د رسمي سفر لپاره په چین کې دی، د دغه هیواد مشهورې ورځپاڼې چاینا ډیلي د چینايي ماهرانو په قول وویل چې له افغانستانه د امریکا او بریتانیا د پوځونو له وتلو وروسته کېدای شي د قدرت د تشې له کبله کورنۍ جګړه ونښلي.

چاینا ډیلي د (بېجنګ نیوز) د ماهرانو په قول لیکلي، شمالي اتلانتیک تړون ناټو، د نړیوال ځواک په نوم یو کال پخوا په افغانستان کې د جګړې پای اعلان کړ. په حقیقت کې د ناټو د قوت اصلي ځواک د امریکايي پوځیانو دی. که یوازې امریکا خپل پوځیان وباسي د دوی جګړه پای ته رسېږي.

چاینا ډیلي وايي چې د افغانستان جګړه د امریکا لپاره خونړۍ جګړه نه وه.

امریکا به د افغان امنیتي ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکړي او د دغه هدف لپاره به تر ۱۰ زره زیات پوځیان پرېږدي.

خو د افغانستان ملي امنیتي ځواکونه کمزوري دي. هغوی د امریکايي او بریتانیايي پوځیانو له وتلو وروسته د ملي دفاع اړتیاوې نه شي پوره کولی، د افغانستان اوږد نړیوال جنګ کېدای شي پر یوې اوږدې کورنۍ جګړې بدل شي.

چاینا ډیلي د چینايي کارپوهانو په قول د عراق او سوریې جنګ له دې کبله بولي چې امریکا له عراقه خپل پوځیان مخکې تر دې وایستل چې د عراق پوځ په پښو ودرېږي.

د دوی په وینا د افغانستان حالات له عراق سره ډېر وروته والی لري. د افغانستان حکومت د هیواد په ګڼو سیمو کې اغېزمن کنټرول نه لري او طالبان او د اسلامي دولت سخت دریځي د امریکايي پوځیانو د وتلو په وجه له رامنځته شوې تشې څخه د ځان په ګټه کار اخیستلی شي.

چاینا ډیلي د اسلامي دولت یا داعش ډله هم یاده کړې خو عملاً تر اوسه پوري دا ډله په افغانستان کې ملموس حضور او فعالیت نه لري.

مګر داسي ویل کېږي چې داعش به په نژدې راتلونکي کې افغان او پاکستاني طالبان پسې واخلي او په سیمه کې به د جګړې مشري په خپل کنټرول کې ونیسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *