د کار او ټولنيزو چارو وزارت په هېواد کې د ناقانونه بهرنيو کاريګرانو موجوديت د افغانستان د امنيت لپاره جدي ګواښ ګڼي.
د کارګرانو د ټولنې د معلوماتو له مخې، يوازې په روان کال کې هېواد ته تر ۱۰۰زرو پورې ناقانونه بهرني کارګران راغلي، دوی کاري جوازونه ندي اخستي او هم يې د افغان کارګرانو ډېر کاري فرصتونه ضايع کړي دي.
دامهال د کار او ټولنيزو چارو له وزارت سره د کارګرانو په توګه ۶۵۰۰ بهرني اتباع ثبت دي. د دوی ګڼ شمېر پاکستانيان، ايرانيان او هنديان دي، چې په خدماتي برخو کې کار کوي.
د افغانستان د کار او ټولنيزو چارو وزارت مسوولين وايي، د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د بهرنيو راجستر شويو کارکوونکو، شمېر يونيم برابر راټيټ شوی دی، خو اندېښنه ښيي، هغه بهرني کارګران، چې په ناقانونه توګه افغانستان ته راځي، د جدي امنيتي ستونزو لامل ګرځېدلای شي.
مسوولين وايي، ډېری بهرنيان په ځانګړې توګه د کاونډيو هېوادونو اتباع په سياحتي پاسپورټونو افغانستان ته راځي او بيا کار کوي.
د کار، ټولنيزو چارو شهدا او معلولينو وزارت وياند علي افتخاري محور ته وويل، تېرکال د راجستر شويو بهرنيو کارکوونکو شمېر ۱۵۰۰۰ وو، خو سږکال ۶۵۰۰ ته راټيټ شوی دی. دی وايي، په دې ډله کې سلاکاران، متخصصين او عادي کاراګران شامل دي، چې د نړۍ له مختلفو هېوادونو څخه راغلي دي: ((په دې ډله کې ډېره برخه پاکستانيان، ايرانيان او هنديان دي.))
زيات شمېر بهرنيو سلاکارانو او متخصصينو ته په دولت کې د اړوند پروژو او ډونرانو له لوري معاشونه ورکول کېږي او د هغوی په خوښه ګومارل کېږي، خو په خصوصي سکتور کې بيا د خدماتو په برخه کې ګومارل شوي دي.
د کارګرانو د اتحاديې مسوولين وايي، يوازې په روان کال کې هېواد ته تر ۱۰۰زرو پورې ناقانونه بهرني کارګران راغلي، چې ډېری کورني کاري فرصتونه يې هم ضايعې کړي دي.
د يادې ټولنې د رییس معروف قادري په وينا، هغه ډول کسان چې په ناقانونه توګه افغانستان ته راځي، يوشمېر يې د ناامنيو لامل هم ګرځي او د خپلو مغرزانه اهدافو لپاره کار کوي: (( هغه متخصصين چې له کار او ټولنيزو چارو وزارت څخه کاري جواز تر لاسه کوي، هغوی ته بايد د وزارت له لوري، پروګرام جوړ شي، چې تر شپږ مياشتو زيات په افغانستان کې پاتې نشي او په دغه موده کې بايد افغانان هم وروزي، تر څو په کور د ننه د وزګارتيا کچه راټيټه شي.))
معلومات په ډاګه کوي، په افغانستان کې عادي بهرني کاريګر له افغان کاريګرو کم مزد اخلي، خو بهرني متخصصين بيا تر ۱۵زرو امريکايي ډالرو او يا هم تر دې زيات معاشونه اخلي.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وياند نجيب الله دانش وايي، بهرني کارګران تر ډېره د امنيتي ارګانونو له لوري تر څار لاندې دي، که پرې شکمن شي، نو پر وړاندې يې ګام پورته کوي. دی وايي، په روان کال کې د ځينو پېښو په تړاو بهرنيان نيول شوي، خو د پېښو د نوعيت، وخت او ځای په اړه يې معلومات ورنکړل. ښاغلی دانش وايي، عادي کاريګر او مزدور کارانو په برخه کې له پاکستان سره په کرښه ستونزې شته، خو افغان پوليس يې د مخنيوي هڅې کوي.