يو ستر سرخوږی چې په دې وروستيو کې افغان ادارې ور سره لاس او ګريوان دي، له نېږدې اوو مياشتو راهيسې په دولتي ادارو کې کار په ټپه ولاړ دی، د وزګارتيا کچه مخ په لوړېدو ده، په بازارونو کې ګرانۍ خپل اوج نيولی دی. د رغونې او نورو عامه کارونو په برخه کې ګام نه پورته کېږي، دا ټول لومړی د ټاکنو تر پايلو پورې ځنډېلي وو او وروسته بيا د کابينې تر اعلان پورې.
د کابینې او والیانو نه ګمارنه لامل شوې، چې په دولتي ادارو کې د بې نظمۍ رامنځته کېدو ته لار اواره شي، د خلکو او مراجعينو په کارونو کې ځنډ را شي.
له دوو اونيو راپدېخوا د ولسمشر غني او اجرايه رييس عبدالله انتخاباتي لوريو لس کسیزه کمېټه ګومارلې، چې د کابينې پر سر بحثونه وکړي، څو هغه انتظار پای ته ورسوي، چې خلک ورسره مخ دي. دوی هر يو د خپلو کسانو د ځای پر ځای کولو لپاره هڅې کوي، خو په ښکاره بيا وايي، د هغه تفاهم لپاره لګيا دي، چې په لومړي سر کې د دغو انتخاباتي لوريو له خوا رامنځته شوی وو. دوی به دغه تفاهم ته عملي مکانزم جوړوي او بيا به يې ولسمشر ته د پلي کولو لپاره وړاندې کوي.
د دواړو ډلو ترمنځ د کابينې په برخه کې چنه بازۍ او ناندرۍ روانې دي، ولسمشر په کابينه کې تر ډېره په نويو کسانو او ځوانه نيرو تکيه کوي او وايي، ځوانان بايد د ادارو سرته راوستل شي، خو ځينې نور بيا د هغو کسانو په رامنخته کولو ټينګار کوي، چې د کمپاينونو پرمهال ورته سينه ډبول شوې وه او د لوړو څوکيو او پوستونو وعدې ورکړل شوې وې. دغه ډول کسان تر ډېره د کابينې پخواني غړي او يا هم په نورو لتاړونو ککړ کسان دي، چې ولس يې نور نشي زغملای.
په داسې حالاتو کې په کابينه او د ولاياتو په کچه د ولسمشر احمدزي د اصلاحاتو برنامه هغه ډول سل په سلو کې نه بلکې نيم په نيمه د تطبيق وړ بلل کېدای شي او شايد په داسې حالاتو کې ځينې ځان غوښتونکې ډلې او افراد د هغه پر وړاندې هم ودريږي او د اصلاحات راوستلو مخه ونيسي.
له بل لوري د يوشمېر هغو موازي ادارو د لغوه کولو او په نورو د ورګډولو خبرې هم ګرمې دي، چې له موجوديت سره يې ځينې خنډونه راپيدا شوي دي.
دا د ولسمشر خبره ده، چې موازي ادارې به مدغميږي، خو تر دې مهاله د هغو ادارو نومونه نه دي په ډاګه شوي، چې مدغم او يا هم له منځه وړل کېږي. به دې برخه کې هم ناندرۍ روانې دي.
په تېرو ديارلسو کلونو کې د داسې ادارو رامنځته کول، ددې ترڅنګ چې د لګښت له اړخه افغان حکومت ته ګران پرېوتل، د کاري تداخل او د مراجعينو لپاره لوی سرخوږی وو.
دا کار په تېره لسيزه کې ځکه وشو، چې د ځينو کسانو لپاره نوي پوستونه رامنځته شي، ترڅو هغوی پرې ځای پرځای او خولې يې پټې شي، ځکه چې د دولتي ادارو وېش همداسې ښه برابرېده، خو زيانونه يې تر ګټو ډېر وو.
معلومات په ډاګه کوي، چې ولسمشر له دولتي چارواکو، حزبونو، ډلو او مدني ټولنو سره په خبرو دی، چې له هغوی نه په دې برخه کې سلامشورې واخلي. ولسمشر له هغوی نه د اصلاحاتو راوستلو لپاره طرحې غواړي، تر څو د راتلونکي لپاره يوه په کار پوه اداره رامنځته کړي، خو دا کار هله ډېر ګټور پرېوتو، چې تر شخصي ګټو مخکې هېوادنۍ ګټې په پام کې نيول شوی وای، ځکه چې اوس په افغانستان کې نه ګوندونه په هغه روحيه رامنځته شوي، نه مدني ټولنې او بنسټونه، بلکې هر بنسټ د ځاني ګټو د تضمين لپاره لاس او پښې وهي او د پروژوې تر دوام پورې يې دوام وي، کله چې پروژه ختميږي، اداره هم ورسره خپله بستره ټولوي او افراد يې په خپله مخه رخصتوي.
اوس پکار ده، چې نور دغه کاري تشه له منځه يوړل شي، ولس له هغه سردرګومۍ وايستل شي، چې له تېرو اوو مياشتو راهيسې يې خپل ټول شته پکې له لاسه ورکړي او خپل هرڅه يې په اوبو لاهو کړي دي. په دې برخه کې ولسمشر بايد په زغرده ګام اوچت کړي، نه داچې ولس يوځل بيا د ټاکنو د پايلو په څېر يوه نامعلوم برخليک ته وسپاري او هغه څه پرې وتپي، چې د هېواد د دښمنانو غوښتنه وي.
په ریښتیا هم دومره بی تفاوتی زیاته شوی ده چی د چا په دولت او چارواکو خیال نه راځي راشی د وردګو ولایت د چک ولسوالی د شیخ یاسین د کلینک داکتر وګوری چی د هفتی څلور ورځی کور کی تیروی او کلینک یی نرس ته پرایښی وی په چا یی خیال هم نه راځي معاش هم په ډالر اخلی
د تاند مسولینو هیله کوم چی دا زما شکایت نشر کړی چی چارواکی زمونژ حال ته پاملرنه وکړی
دا خو په ریښتا هم چی لوی مشکل دی د داکتر دنده یو نرس په مخ بیایی ایا دا قانون شته زه خو وایم چی دا کلیوال ولی دومره بی احساسه دی باید یو کار وشی