د عامه نظم پولیسو دوهمې لوا پرسونل د ننګرهار په خوګياڼو ولسوالۍ کې یوتن د وسله والو مخالفینو له منګولو څخه ازاد کړ.

نږدې یوه میاشت وړاندې د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند چمتلې سیمې څخه وسله والو مخالفینو د احمد په نوم یوتن تښتولی و، چې نن ورځ د عامه نظم پولیسو دوهمې لوا دریم کنډک پرسونل په مرسته ازاد او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

احمد وايي، چې د لوي اختر څخه لس ورځې وړاندې وسله والو مخالفینو تښتولی و، او له ځانه سره یې ساتلی و.

هغه زیاته کړه، د پلار څخه یې ورله ۳۰ لکه افغانۍ د نوموړي ماشوم د خلاصولو په موخه غوښتې وې، خو دوی یې په ورکولو کې پاتې راغلي و.

تښتول شوي تن وویل، د وسله والو مخالفینو له لورې دې ته هڅول شوی و، چې ګاونډي هېواد پاکستان ته یې واړوي او له هغه ځایه یې په ځانمرګي برید واسکټ سمبال افغانستان ته راوړي او ترورسیتي عمل پر ترسره کړي.

نوموړی وايي، پلار یې پخوا په دفاع وزارت کې دنده درلوده او اوس په سروبي ولسوالۍ کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کوي.

د عامه امن او نظم دوهمې لوا قوماندان ښاغلي الحاج نصیر احمد صافي وویل، پولیس شپه او ورځ د ولسونو په خدمت کې دي.

هغه زیاته کړه، دغه تن یې پولیسو نن ورځ د وسله والو مخالفینو له منګولو څخه را خوشې کړی او نن ورځ یې خپلې کورنۍ ته وسپاره.

د راخوشې شوي ماشوم کاکا د عامه امن او نظم پولیسو مننه وکړه، چې همیش یې د خپل سر په قیمت ولسونو د امنیت خوندیتوب لپاره کار کړی.

غلام الله حبیبي

د عامه نظم د دوهمې لوا مطبوعاتي مسئول

One thought on “د ننګرهار عامه پولیسو د برمته ګرو له منګولو یو ماشوم خوشي کړ”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *