افغانستان نیږدې له څلورو لسیزو راهیسي له بې ثباتۍ سره مخ دی او په دې وروستیو لسو کلونو کې سوله راوستلو، امنیت او بیا رغونې ته د پام وړ کار وشو خو بیا هم افغان حکومت ونه توانید چې سولې ته لاره پیدا کړي د افغانستان د قضیې د حل په اړه څو ځله ملي، سیمه ییزې او نړیوالې هڅې وشوې خو بیا هم افغانان خپلې موخې ته چې هغه د سولې او ثبات ټینګښت و تر لاسه نه شو کړای. پخواني ولسمشر حامد کرزي دا ادعا درلودله چې د افغانستان د سولې کیلي د پاکستان او امریکا په لاس کې ده دده په اند که دا دواړه هیوادونه د زړه له کومې افغان سولې راوستو ته کار وکړي نو افغانان به دایمي ثبات ته لاره پیدا کړي. په تیرو نیږدو ورځو کې ولسمشر اشرف غني له یوه پلاوي سره د عمرې مراسمو ادا کولو لپاره د سعودی عربستان هیواد ته تللی و او ترڅنګ یې د افغان سولې د ټینګښت لپاره له ځان سره یوه طرحه وړې وه، ولسمشر د سعودي عربستان له لوړ رتبه چارواکو سره وکتل او د سولې راوستلو ته یې د مرستې غوښتنه وکړه او هم د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا په خاطر د ستراتیژیکې ملګرتیا غوښتنه وشوه تر څو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ ملي ګټو ته د نښلولو زمینه برابره کړي.

تر دې څو ورځې وړاندې د ترکیې ولسمشر د افغانستان څخه لیدنه وکړه او د سولې په راوستلو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه بل لور ته تمه کیږي چې د روان زیږدیز کال د اکتوبر پر ۳۱ د چین په بیجنګ ښار کې د آسیا زړه هیوادونو د استانبول سیمه ییزه پروسه ترسره شي چې پکې به څوارلس اصلي غړي هیوادونه، شپاړلس ملاتړي هیوادونه او څو سیمه ییز او نړیوال سازمانونه به ګډون وکړي. ددغه غونډې عمده موخه په افغانستان کې د سولي ټینګښت او بیا رغونه ده او هم په سیمه کې د ثبات تامین دی او دا غونډه دری ځله ترسره شوې خو ډیره پر دستاورده نه ښکاري که څه هم چې د افغانستان  دیپلماسۍ ته یو ابتکار دی خو نه شي کیدای چې د بهرنیو چارو وزارت په دې ضعیفه او کم ظرفیته بشري پانګه ډیر څه وکړی شي. لازمه ده چې د کادرونو په روزلو او استخدام یې لاس پورې شي ترڅو وکولای شي د افغانستان بهرنی سیاست په ښه توګه عملي او استازیتوب وکړی شي. دا ځکه چې  د یو هیواد بریالي بهرنی سیاست او پراخې اړیکې د داخلي سیاست د تداوم او ثبات باعث کیږي. نو کله چې افغانستان په دغه ډګر کې ستراتیژیک متحدان ولري نو ثبات ته به ورسیدای شي.

اوس د پام وړ موضوع دا ده چې افغان حکومت هڅه کوي چې افغان سوله تامین شي په دې کې ترکیه، سعودي، پاکستان، ایران او امریکا محوري رول لري او اوس دا دی چې د اوونۍ تر پایه په بیجینګ کې په دې اړه پراخ سیمه ییز بحث وشي او چین هم د افغان سولې په راوستو کې بې تاثیره نه دی ځکه چې چین د پاکستان د پراخه او قوي ستراتیژیکو اړیکو متحد دی، بل خوا چین د ایران تجارتي توکو ته یو  ښه اقتصادي بازار دی او بل خوا د افغانستان ګاونډي دی او هم په افغانستان کې د پام وړ پانګونه لري او همدا رنګه چین هم علاقه لري چې په سیمه کې ثبات د سیمې هیوادونو په ګټه دی او چین د افغانستان د امنیت په تامین کې خپل اغیز لري ځکه دواړه هیوادونه د تروریزم له تهدید څخه اندیښمن دي.

هیله کیږي چې تر ډیره حده دا غونډه سولې راوستو ته کار وکړی شي. خو زه فکر کوم چې په دې برخه کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مشورو څخه کار واخیستل شي او هم د ملګرو ملتونو او د سیمو هیوادونو څخه د نه مداخلې توافق واخیستل شي  او د غونډې ګډون کوونکي هیوادونه باید وهڅول شي چې د افغانستان سوله او ثبات د سیمې ثبات دی. خو د چین تیر ته په کتو او په نړیوالو مسایلو کې څنګ ته پاتې کیدو ته که پام وکړو نو دا هیله نه شي کیدی چې چین پر پاکستان او افغان سوله کې څه وکړی شي خو ښه دا ده چې له چین هیواد سره ااقتصادي اړیکې ډیرې پراخې او پخې شي ځکه چین تر ډیره بریده د افغانستان په چارو کې نه مداخله کوونکی هیواد دی او هم عامه افکار ورته بد نظر نه لري او بل دا چې د اروپایي ټولنې د منځته راتګ ته په کتو هم ویلی شو چې د هیوادونو ترمنځ پراخې اقتصادي اړیکې د هیوادونو ترمنځ د سولې او ثبات ضمانت کوي دا ځکه چې د هیوادونو منافع سره نیږدې کیږي او د ګډ برخلیک څښتن کیږي.

افغانستانه! د بشریت د مینې او سولې مرکز شې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *