تاند- د نړیوالو بحرانونو ډلې له پاکستانه وغوښتل چې په خپل هیواد کې د ولسواکۍ د ټینګښت لپاره له افغانستان سره اړیکې ښې کړي.
د بحرانونو نړیوالې ډلې د پاکستان ولسواکي یا جمهوریت څپڅپانده او کمزوری وباله او له افغانستان سره د اړیکو پیاوړتیا د پاکستان او د د دغه هیواد د ولسواکۍ لپاره ګټوره وبلله.
دا ډله د کابل او اسلام اباد ترمنځ کړکېچ د نوازشریف د حکومت لپاره لوی خنډ ګڼي.
ویل کېږي چې د نوارشریف په شمول د پاکستان اکثره ملکي سیاستوال له افغانستان سره د ستونزو د حل کولو او له ټولو سخت دریځو سره د مبارزې غوښتونکي دي خو پوځ او استخبارات بیا باور لري چې سخت دریځي ډلې په هند او افغانستان کې د پاکستان د ګټو ساتدویې دي. د دوی په وینا د پاکستان بهرنۍ پالیسي، په تېره بیا د افغانستان او هند په ارتباط پوځ ټاکي.
د بحرانونو نړیوالې ډلې دا هم ویلي چې د پاکستان صدراعظم نوازشریف باید د بهرني سیاست کنټرول او د ملي امنیت پالیسي جوړونه د پوځ له ولکې وباسي.
د بحرانونو نړیوالې ډلې د پاکستان د اقتصادي وضعیت ښه کېدا هم له افغانستان سره د پاکستان له اړیکو سره تړلې او نوازشریف ته یې سپارښتنه کړې چې خپل خراب اقتصادي وضعیت له افغانستان سره د اړیکو د ښه کېدو له لارې ښه کړي.