تاند- د ولسمشر اشرف غني احمدزي او د هغه د چینايي ساري جین پینګ له  کتنې وروسته چین له افغانستان سره د ۳۲۷ ملیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

چین په تېرو ۱۳ کلونو کې هیڅوخت له افغانستان سره دومره مرسته نه وه کړې.

د طالبانو د واکمتنۍ له پرزېدو وروسته چین له افغانستان سره ټولټال ۲۵۰ ملیون ډالره مرسته کړې چې د نورو مرستندویو هیوادونو د مرستو په پرتله خورا لږه ده.

چین د ۳۲۷ ملیون ډالرو مرسته په داسي وخت کې اعلان کړه چې له افغانستانه د امریکا په مشرۍ نړیوال ځواکونه په وتلو دي.

چین به دا مرسته افغانستان ته په تدریجي ډول تر ۲۰۱۷ کال پوري ورکړي.

د چین ولسمشر پرون /سې شنبه/ همداراز ژمنه وکړه چې د منځګړتوب له لارې به د کابل او اسلام اباد د اړیکو د ښه کولو هڅه وکړي.

ښاغلي جین پینګ همداراز وویل چې د شانګهای د همکاریو د ټولنې له غړیو به هم وغواړي چې د افغانستان له حکومت سره همکاریو ته پام وکړي.

ده وویل، چین هیله لري چې په افغانستان کې ژر تر ژره سوله او ثبات راشي.

چین په سیمه کې د اغېزمن رول د لرلو له کبله په ارامه د افغانستان په راتلونکي کې د ستراتیژیک رول لوبولو ته تیاري نیسي.

چین له افغانستان سره د عینک د مسو درې ملیارد ډالري موافقه او د امودریا حوزې د تېلو د ایستلو۷ سوه ملیون ډالري قرارداد کړی دی.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزی هڅه کوي چې چینايي پانګوال په افغانستان کې زیاتې پانګونې ته وهڅوي.

د چین د اقتصاد له ښه کېدو سره د دغه هیواد ځیني پانګوالو د ارزانه کارګرو او اومو موادو په خاطر ګاونډیو هیوادونو ته پانګې لېږدولي دي.

په تېرو دوو کلونو کې د چین د نساجي صنعت پانګوالو اندونیزیا او بنګله دېش ته مخه کړې ده.

په افغانستان کې د پانګونې لومړی لوی مشکل جګړه ده. له جګړې او طالبانو وروسته د زېربنا لکه د اورګاډي د پټلۍ، لویو سړکونو او برېښنا نشتوالی د پانګونې د لارې بل خنډ دی.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که جګړه نه وي ممکن بهرني پانګوونکي د افغانستان پر طبیعي سرچینو د پانګونې لپاره بنیادي پروژې په خپل لګښت جوړې کړي.

چین د لوګر د عینک د مسو د کان د استخراجولو لپاره ژمنه کړې وه چې د اورګاډي پټلۍ او برېښنا کوټ به جوړوي خو وروسته چینايي کمپنۍ له خپلې دې ژمنې په شا شوه.

ځواب دلته پرېږدئ