دوه دېرشم څپركى
راتلونكې سهاردکافی څښلوپه مهال دتېرې شپې راغلو لیکونوته کتنه وکړه. دالفا(هغه گروپ چې ددوستم سره په مزار شریف کې یوځای شوی ؤ.)لخوا یولنډ لیک راغلی ؤاوپکې لیکلي یې ؤچې دوسلې اومهماتوغورځونه تېر ماښام دمهال وېش سره سمه تر سره شوه. په لیک کې ددغه اکمالاتودغورځونې له امله دعطا غبر گون په اړه څه نه ؤلیکل شوي،. ریک دخوندي مخابرې له لارې الفا گروپ سره اړیکه ونیوه. دهغوی دمخابرې افسر تصدیق کړه چې غورځونه ښه ترسره شوه اوټول نبډل ترلاسه شوی دی اوحالات ارام دي. آر جې او دالفا گروپ نور غړي ددوستم سره دلیدنې لپاره تللي ؤ. ریک له هغه وغوښتل چې آر جې موږ سره هر څومره ژر چې وخت پیداکړي موږسره اړیکه ونیسي. داچې دعطا لخواسمدستی کوم غبرگون نه ؤ، د ستايلو وړ وه. خودورځې په بهير کې به څه پېښ شي، داهغه څه ؤ چې موږیې اندیښمن کړي ؤ. دترورېزم په وړاندې له مرکز څخه یوپه زړه پورې لیک راغی چې ددوستم اوعطا ترمنځ په کې د حالاتو څېړنه شوې وه. په تلگراف کې لیکل شوي ؤچې د دغه ستونزې دحل ځواب یو دا ؤ چې باید دعطا سره دیوځای كېدلو لپاره دسي اى اې بل جلا گروپ ولېږل شي. دعطا دجنگیالو شمېر د دوستم سره برابر ؤاو دمزار شریف په سیمه کې دجگړیزوعملیاتودپیل سره سم دشمالي ټلوالې ددواړولویوقومندانانوسره سم د سي اى اې د گروپ شتوالی مهم ؤ. سي ټي سي (دترورېزم په وړاندې د مبارزې مرکز)نظر ورکړی ؤچې دالفا گروپ په منځ نیم شي اودگروپ نیمه یې برخه دعطاسره یوځای شي. دغه سمون به دلنډ وخت لپاره وي ځکه چې دواړه گروپونه به دکارمندانودکموالي سره مخ شي خوسي ټي سي د اضافه کارمندانو د لېږلولپاره بېړنۍ هڅې روانې کړې وې. زموږ لپاره چې دلته د مېز چار چاپېره ناست ؤو، داښه نظرڅرگند شوخوزموږلپاره ددغه پرېکړې په اړه دالفا گروپ دنظرڅرنگوالی په زړه پورې ؤ. دقرارگاه څخه وروستنی لیک کې لیکل شوي ؤچې سنټ کام غواړي چې دپنجشېر درې ته دویم اې گروپ راولیږي. سينټ کام او ټاسک فورس ډاگر مخکې له مخکې دلوجستیکوترتیباتونیول پیل کړي ؤ. ددې څخه پرته، ددې لپاره چې دلته دفعالیتونودانسجام اوددواړو او ډي اې گروپونولپاره دیوه امر دموجودیت په خاطرد او ډي اې اړوند سي سي اي (دقومندې اوكنټرول کسان)دگروپ پنجشېر ته رالېږلو په سر هم بحث روان ؤ. ریک وویل چې په عنعنوي ډول دځانگړوځواکونویوگروپ دیوه تورن یا د لوړپوړي ساتندویه افسر (هغه افسرچې دگروپ دغړواوتوكودساتنې شول وي. ژ)لخوا قومنده کېږي. ددې لپاره د او ډي اې (دځانگړوگروپونوبل نوم. ژ)څوگروپونه ساحې ته لیږل کېږي. ددغه گروپونولخوا به دهوا له لارې دهدفونه په نښه کولوپه سيالۍ غوښتنې کېږي اود او ډي اې قومندان دپوځي خوړو له کمښت سره هم مخامخ ؤاودمنابعولېږلوته په حق اولیه ورکولوکې به داکمښت ستونزه رامنځته کړي. په هرځل دځانگړوځواکونود او ډي اې / سي سي اي د دویم بریدمن لخوا قومنده کېږي اود هغه رتبه دااجازه ورکوي چې دهوایي مرستې لپاره سياليزې غوښتنې انسجام او د هوایي دارایى (شتو)ویش وکړي. زه له دې سره لېواله شوم. موږ نظر دا ؤچې له هغوی وغواړوچې د او ډي اې دویم گروپ خواجه بها والدین ته ولېږل شي څودجنرال بریالي خان سره د تخار په لومړۍ کرښه باندې کار وکړي، او د او ډي اې/ سي سي اي (قومندې اوكنټرول کسان)گروپ زموږ تر څنگ په هغه ودانۍ کې چې د او ډي اې لخوا خالي شوي وه، ځای په ځای کړای شي. ریک وویل چې هغه به له ټاسک فورس ډاگر سره اړیکه ونیسي څو له هغو د دغه اضافه لیږنې په اړه وپوښتي.
دسهار په اووه بجو او لس دقیقو ممتاز راغی او د انجينر عارف لخوا یې یو پیغام چې غواړي هغه له موږ سره وڅېړي راوړ. موږ د لیدنو او کتنوکوټې ته چې دغه ودانۍ ته مخامخ وه. سره د کافي ولاړو. ممتاز خپه ښكارېده اودا ښکاره وه چې مخکې له دې چې هغه دعارف پیغام راواوروي، بدخبر ؤ. هغه وویل چې دشمالي ټلوالې دمشرانوگروپ تېره شپه د دوستم اوعطا ترمنځ د حالاتو دڅېړلولپاره غونډه درلوده. ممتاز په شرمندوكي ډول سره وویل چې د دوی غونډه په دې سره هوکړې ته ورسېده چې د الفا (Alfa)گروپ حتماً باید د دوستم څخه راووځي. جنرال فهیم اودشمالي ټلوالې مشرانود سي اى اې هغه پرېکړه چې د دوستم سره باید یو گروپ یوځای شي، یوه جدي تېروتنه ده. دا هغه ځواب نه ؤ چې ما یې هیله درلوده. زه پوهېدم چې په هیڅ وجه به سي اى اې شمالي ټلوالې ته اجازه ورنکړي چې زموږ د ساحوي گروپونو د چېرته او چا سره د لېږلو پرېکړه په زور سره بدله کړي. الفا گروپ مخکې له مخکې موجود ؤاو باید پاتې وای اولږ تر لږه درې گروپونه د راتلونكو دوه اوونیو په بهير کې د رالېږلولپاره تیارېدل. ما ممتاز ته وویل چې زه پوهېږم چې په دره کې دشمالي ټلوالې مشران له دې چې موږ د هېواد په لویدیځ کې دشمالي ټلوالې قومندانانوته په خپلواک ډول گروپونه ولېږل، خپه دي. سره له دې زموږپلان داؤچې د سي اى اې او د ځانگړوځواکونوگروپونه د هېوادپه سطحه داغېزمنو قومندانانوسره یوځای کړو څو د طالبانوپه وړاندې جگړه په ښه ډول په مخ یوسي. دغه ستراتیژي داسې پرېكړه نه وه چې دشمالي ټلوالې ځواک ته په پټه زیان ورسوي. موږ د عطا هغه اندیښنې چې د دوستم سره د سي اى اې اړیکې به هغه له ډگره غاړې ته وباسي، پوهېدو خو دا په حقیقت کې داسې نه وه. موږدعطا سره د سي اى اې د پرسونل د یوځای پلان باندې مخکې له مخکې بحث درلود او ښایي راتلونكو یوه یا دوه ورځوکې تر سره شي. ما له ممتاز وغوښتل چې دغه پیغام انجينر عارف ته ورسوي. زه پوهېدم چې زما له دغه ځواب سره هغه خوښ نه ؤخوهغه هوکړه وکړه چې هغه به هر څومره ژر چې وکولای شي له انجينر عارف سره لیدنه وکړي. څوزما خبرې هغه ته ورسوي. ممتاز په اته بجو بېرته راوگرځېد. عارف هم واضحاً چېرته نږدې کارکاوه او ممتاز له اول ځل څخه هم ډېرخپه ښكارېده. انجينر عارف هغه څه ته چې ما د دوستم او عطا د حالت په اړه ویلي ؤ، توجه سره غوږ نیولی ؤخو د شمالي ټلوالې پرېکړه بدله نه شوه. د الفا گروپ باید د دوستم څخه راووځي. ما په چوكۍ کې تكېه وکړه سرمې وښوراوه او په ادبانه ډول مې ورته ورته وویل ممتاز د امريكې د دولت تر ټولو لوړپوړوچارواکو دا پرېکړه کړې چې د سي اى اې گروپونه به د ټولواغېزمنو قومندانانو سره چې دطالبانوپه وړاندې په مخالفت کې درېږي پرته له دې چې د هغوی مذهبي، نژادي او قومې سابقه په پام کې ونیول شي. د هغوی سره دندو لپاره یوځای کړي. موږ دوهم گروپ د دوستم سره د امنیتي او اداري دلایلواوهمدارنگه ځکه چې هغه یواغېزناکه قومندان دی، ولېږه. موږ به یوگروپ عطا ته هرڅومره ژرچې ترتیبات ونیول شي، ورولېږو. موږ د الفا گروپ د دوستم څخه راونه باسو. لطفاً عارف ته ووایه چې دا پرېکړه د امريكې د دولت پرېکړه ده. زه په خوښی سره کولای شم چې دغه موضوع دعارف او یا د شمالي ټلوالې له نورو مشرانوسره، هر ډول چې دوی غواړي، وڅېړم. کله چې دروازې ته د تگ په حال کې وم، ممتاز ته مې موسکا وکړه، اوپه شا مې وټپاوه. هغه يوازې یو پیغام وړونكى ؤ. هغه ته ځان ډېر ښکته ښکاره شو ما هم پرې زړه وخوږېده. زه باید دا ومنم چې ماته هم ځان ډېر ټیټ ښکاره شو. دغه حالات ښه روان نه ؤ. موږ د دوستم اودعطا دحالت په باره کې ښه هیله مندؤ. هغه ډول خبرچې دغه جنجال له منځه یوسي اوعطا دهمکاری کولوته وهڅوي. کله چې زه او ریک دفتر ته راورسېدو، کریس موسکا وکړه. هغه د الفا گروپ څخه راغلی تلگراف په لاس کې و. داهغه ښه خبر ؤ، چې موږ ورته اړتیا درلوده. آر جې لیکلي ؤچې دوستم تېره شپه دعطا له استازو سره په داسې حال کې چې آر جې او د الفا گروپ څو نور غړي په کوټه کې موجود ؤ، لیدلی ؤ. دوستم د گروپ غړوته ویلي ؤچې د هغه لپاره به دا وړ وي چې د سي اى اې ټوله مرسته یوازې دی ترلاسه کړي ځکه چې امريكایان افغانستان ته د شمالي ټلوالې سره طالبانو ته په ماتې ورکولوکې د مرستې کولولپاره راغلی دي. امريكایان غواړي چې دغه یوه گډه هڅه شي اوهغه اکمالات چې په همغه ماښام موترلاسه کړي دي دعطا سره په مساوي ډول شریک کړل شي. دوستم خپلوخبرو ته دوام ورکړاو ویې ویل چې دعطا استازي او د هغو ټول قوماندان چې د اکمالاتوراغورځېدلو ځاى ته بدرگه کړي. او وڅاري. بيا به دغه توكي زموږ كېمپ ته راوړل شي اوهلته به په مساوي توگه وویشل شي. قومندان عطا چې هرکله تیارشو. کولای شي خپله برخه یوسي. دوستم وویل چې د سي اى اې لخواپه راتلونكې کې ټول راغورځېدونكي اکمالات به په مساوی ډول وویشل شی.
آر جې وویل چې په غونډه کې د دوستم د دښمن په لورې د دغه له سخاوت ډک غبرگون ته ټول هک پک ؤ. د دوستم دغه پرېکړه د هغه د خصوصیاتو څخه بهر وه. او د دوستم دغه یو ناڅاپي پرېکړه دعطا قومندانان دومره حیران کړل چې نور یې هیڅ ونه ویل خو له هغه یې مننه وکړه.
الفا گروپ ددوستم له قرارگاه څخه لیدنه وکړه څودعطا قومندانانوته د وسلې اومهماتو لېږدول چې هغوی دهایلوکس پیک اپ موټر په کاروان کې خپله برخه وړله، له نږدې وکتله. آر جې وویل چې د الفا گروپ د نیمایي کولو نظر سره موافق دی. هغه په همغه سهار دغه د دوستم سره شریک کړ او دوستم هم له دغه حرکت سره هوکړه کړې وه. دعطا سره هم په همغه ماسپښن د لیدنې لپاره وحت ټاکل شوی څو آر جې له عطا سره دغه نظر گډ کړي.
دا یوفوق العاده خبر ؤ. زه پوهېدم چې جنرال دوستم یوهوښیارساحوي قومندان دی او زه هر وخت په دې عقیده وم چې هغه زیات دعمل سړی ؤ نه یوسیاسي ټگ برگ اوغولوونكى سړی. د سي اى اې د اکمالاتو د شریک کولوعمل یې یوځیرک عمل ؤ. د سي اى اې گروپ نیمایي کول او عطا ته نیمایي برخه گروپ ورلېږلوسره د هغه هوکړه هم ځیرکتیااو له لیدو، دوستم اوس په لوړځای ولاړؤ. اوعطا ته یې د دوستم سره د همکاری کولوڅخه بل انتخاب نه و ایښی او په داسې نه کولوسره به عطا هغه ته کوچنی او ټیټ سړی پېژندل كېده څوک چې طالبانوته په ماتې ورکولوکې نه بلکې په خپل شهرت ،کبر او لویي ته تږى دی. که چېرې عطا دوستم سره همغږۍ ته تيار شي. دا به دجنرال فهیم دپښوڅخه قالینه راوباسي. د دې لپاره چې دوستم اوعطا په خپل منځ کې همکاري ولري او اکمالات سره وویشي. د الفا گروپ د مخې لېرې کولو لپاره کوم دلیل شتون نه لري. که چېرې دا کارهغه ډول چې ما فکر کاوه، ترسره شي نوجنرال دوستم ته دیوې پگړۍ د کولو پوروړی کېږم. انجينرعارف په همغه ماسپښن زموږکورته تقریبا درې نیمې بجې راغی اوموږ نوي دقيقې غونډه درلوده څو دغه موضوع حل کړو. د دوستم دغه ښه حرمت چې دقومندان عطا سره یې دهرڅه شریک کول ؤ، هغه بحثونه چې عارف د لیدنې په مهال رامنځته کړل له منځه یوړلې. د مزارشریف په سیمه کې دیوبل سره پرېکړه اومرسته کوي او د ماموریت په بشپړولوکې چې د طالبانود ځواکونوماتول ؤ، مرسته کوله. دغه حالت په پنجشېر کې دشمالي ټلوالې دمشرانو د لاس څخه وتلی ؤ. الفا گروپ دوه برخې كېده چې یوه برخه یې براو (BRAVO) نومول كېده، له عطا سره یوځای كېدله موږهرڅومره ژر چې كېدله. دواړه گروپونه تقویه کول اوپه ځانگړو او ډي اې گروپونوباندې فشار راوړ څو له دواړو قومندانانوسره د دندې لپاره گروپونه یوځای کړو.
ما هغه ته د سي اى اې هغه پرېکړه واضحه کړه چې په شمالي افغانستان کې د امکان په صورت کې د هرڅومره اغېزمنوقومندانانوسره د گروپونو یوځای کولو موضوع کې د بحث لپاره هیڅ ځای شتون نه لري.
انجينر عارف اوپه دره کې دشمالي ټلوالې نور څه نه شوکولای خودغه حقیقت حتمي پېښېدلو له امله غاړه اېښودلوته اړ ؤ.