دري دېرشم څپركى

ددوه ویشتم اكټوبر سهار په ساړه اوپاکه هوه پیل شو. اوموږخپل ځانونه دسهار مهال دسټاربکس کافي دڅوپیالوپه څښلو، داوبو په لگن کې د خاوروڅخه ډکواوبوپه واسطه د حمام کولواوما د تازه سيمه يېزې ډوډۍ سره د همپیلود کوچو په خوړلوباندې ځان بوخت کړ. ایډاوگریک دوشنبې ته د اکمالاتو د وړلوپلان درلود. او د غرونوڅخه د هوا حالاتوښه وړاندوینه شوې وه. دپاک اسمان په ټیټه ارتفاع کې بادونه راپورته شوي ؤ. دوی د وختي سفر لپاره په بېړه سره تیاری نیولو. دوی دهندوکش دغرونو هاخوا په فیض اباد کې هم باید درېدلي وای اودراگرځېدلوڅخه وړاندې په همغه ماسپشن باید یوځل په خواجه بهاودین کې هم باید درېدلي وای څوبراډ ښکته کړي اودجنرال بریالي خان سره اړیکه ونیسي. چورلکه به دبراډ د لېږدولو لپاره راتلونكې ورځ ورتلله. په فیض اباد کې دهغوی دنده  اېل 100 ډوله الوتکې لپاره د انجينر عارف لخوا وړاندیز شوى ممکنه هوایي ډگر سروې اوکتل ؤ. دترورېزم په وړاندې ریاست هره شونې لار لټوله څوشمالي افغانستان ته توكي واستوي اودهغه نظر چې ویل یې چې اېل100ډوله کولای شي چې د شمالي ټلوالې په منځ کې د ماموریت لپاره کارول کېږي، چل او غیرحقیقي ښكارېده. عارف وویل چې شمالي ټلوالې دفیض اباد دغه هوایي ډگر د ثابت وزرونو لرونكې لپاره کارولی دی.او هغه فکر کاوه چې اېل100ډوله الوتکه هم کولای شي چې هلته کښېني. زموږ پیلوټان لېواله نه وو. فیض اباد د هندوکش د غرونو په لیرې پرته سیمه کې موقیعت درلود او له دې امله بیا دهندوکش په ناباوره غرونوباندې دباروړلولپاره زموږ چورلکه اړېدله. د غرونوڅوکې دومره جگې وې چې هرڅومره توكي چې فیض اباد ته لېږل کېږي. هغه به تر راتلونكي پسرلي پورې هلته بند پاتې وي څو هوا بیا پاکه شي او د چورلکې د الوتنې لپاره لار خوندي شي. خو بیا هم موږ سروې باید ترسره کړې وای. ممتاز دفتر ته راغی اوله دې چې انجينر عارف غواړي له موږسره ماسپښین ته لیدنه وکړي. خبر راکړ. د ممتاز حرکتو ته په پام سره چې ارام اوله موسکا ډک ؤ زه هیله مند کړم چې راتلونكې لیدنه به د تېرې ورځې له لیدنې څخه چې مخکې او وروسته او منفي نظریات تبادله وه، ډېره زیاته مثبته وي ریک په ټاسک فورس ډاگر کې د ډگروال ملهولانډ ټليفون ته ځواب ورکړ او دوی د دویم اې گروپ او د او ډي اې/سي سي اي گروپونو د ممکنه ننوتنې لپاره پلانونه وڅېړل. په هغه وخت کې پلان دا ؤ چې دواړه گروپونه باید د پنجشیر درې ته راوړل شي او په راتلونكې ورځ د اې نوی گروپ شمال ته جنرال بریالي خان ته ورولېږل شي څو د تخار په لومړۍ کرښه باندې کار وکړي. دخواجه بهاودین په سیمه کې مودشپې ننوتنې لپاره د کوزېدلو ځاى نه ؤ ټاکلى نو د دې لپاره باید د اې گروپ یو اضافه گام اخیستی وای او د پنجشېر درې ته راغلي وای اوبیا دورځې په بهير کې زموږ دچورلکې په واسطه هلته تللي وای ملهولانډ وویل چې هغه غواړي چې دغه ماښام ننوتنه ترسره کړي ځکه چې دهوا د حالاتو رپوټ ښه وړاندوینه کوله. انجينر عارف د ماسپښن په درې بجې راغی او ډېر مثبت ښكارېده. دجنرال دوستم هغه پرېکړه چې دهغې له مخې یې له قومندان عطا سره وسله اومهمات شریکول، په مزارشریف کې کړكېچ پای ته رسولی ؤ. عارف وویل چې جنرال فهیم ددوستم له دغه حرکت څخه ډېر خوښ ؤاودعطا سره یې نیغ په نیغه خبرې وکړې. اوله هغه یې وغوښتل چې ددوستم سره پوره همکاري وکړي. د سي اى اې هغه پلان چې الفا گروپ باید نیمايې برخه باید له قومندان عطا سره وي هم پرته له کومې ستونزې لېږدول شوى و.

زه پوهېدم چې د درې څخه بهر دقومندانانوسره په مستقیم ډول دمعاملې کړلوموضوع به په راتلونكې موږبیا ښکار کړي. خوداوس دپاره اوبه ارامه بهېدلې. ریک دډگروال مل هولانډ سره سهار وختي خپله پرېکړه څېړلي وه

اوهغه ته یې زموږهغه غوښتنه چې د او ډي اې دوه اضافي گروپونه باید راولېږل شي. څویودجنرال بریالي خان سره دتخار په لومړی کرښه اوبل یې زموږسره دلته په بارک کلی کې مېشت شي څود او ډي اې گروپونه سره په لومړیوکرښوکې ؤاړیکه ولري. تشریح کړي وه. ریک هغه ته د او ډي اې/سي سي اي (دقوماندې اوكنټرول عناصر)ددندواودهغوی دموجودیت له امله دکابل اوتخار دلومړیو کرښوپه وړاندې دهوایي حملاتواجراکولولپاره دپېشنهادونوله زیاتوالي هم خبر راکړ. عارف ننوتنه تصدیق کړه اوویې ویل چې دغه زموږهڅوته دهر کلي وړزیاتوالی دی. هغه دکوچنی موسکا سره وویل چې هغه هیله مند دی چې د او ډي اې/ سي سي اي گروپ به دطالبانوپه وړاندې دبمونوپه غورځولوکې زیاتوالی راولي په ځانگړي ډول دکابل سره په لومړی کرښه باندې. موږدشلټرنوموسسې دزندنیانوپه باره کې دمالوماتودراټولودهڅودپرمختگ اودپرمختگ دنشتوالي په باره کې خبرې وکړې. دافغان زنداني پلار درې ته تراوسه دهغه پوښتنې لپاره چې کریس ورته دنده سپارلي وه، کوم ځواب نه ؤراوړی. عارف وویل چې دشمالي ټلوالې هغه افسرچې دطالبانوداستخباراتواوامنیتي اورگانونوله جگپوړوسره یې اړیکه درلوده، کابل ته تللی ؤڅودهغوی سره زموږدانعام تصدیق اوپه دغه هڅه کې دهغوی وفاداری اندازه واخلي خودهغه راگرځېدل هم ځنډیدلي ؤ. ماله عارف وغوښتل چې دزما اودجنرال بسم الله خان ترمنځ دلیدلو ترتیبات ونیسي. ما تراوسه دهغه سره نه ؤلیدلي خوما غوښتل چې هغه له نږدې وپېژنم. عارف وویل چې جنرال بسم الله دوه درځې وړاندې زما دلیدنې پوښتنه کړي وه. عارف وعده وکړه چې دفتر ته درسېدلو سره سم به جنرال ته ټليفون وکړي څوراتلونكې ورځې ته د لیدنې ترتیبات ونیسي. هغه وویل چې دتصدیق لپاره به ممتاز ته خبر ورکړي خوتر هغې زه بایددکابل سره لومړیو کرښوته د راتلونکې ورځې لپاره تیاری ونیسم. دتگ څخه مخکې عارف وویل چې دځانگړوځواکونو د دوه گروپونود لېږلود پرېکړې په پايله کې باید هغه سمدستي خبر کړای شي.

دعارف دتگ وروسته زموږچورلکه د دوه حیرانتیاووسره سم راورسېده. پیلوټان اوبک دکوزیدلود محل څخه په موټر کې دغټ زېري سره سم راورسېدل اوهغه کارتن کې چې یوکوچنی برقي تنور پکې ؤ. اویخچال دسرف موټر له شا څخه راوتلی ؤ. دگروپ دغړوڅخه یوې ډلې په داسې حال کې چې یقین یې نه راته دکلک بنډ کاغذ کارتن ودانۍ ته انتقال کړ. گریگ سمدستي د یخچال په خلاصولو پیل وکړ ا و جورج د موټرو د موټرو څخه دوه کرتنه روسي بالتیکه بیر چې په نیم لیتره بوتلو کې و، راوړه.

ایډ چې زما ترڅنک ولاړ و، وویل: مشره موږ له تا څخه د بیر د راوړلو ترمخه ونه پوښتل که چېرې ته موافق نه يې نو يوازې هو يا نه ووایه. ما د گروپ غړو ته چې ټول زما په خوا او شا ولاړ وو وکتل د دې دپاره چې ټول یې واوري په زوره سره وویل: که د اعتدال سره سم وي او زموږ د کوربه گانو احساساتو ته احترام وشي یانې د هغوی په مخ کې ونه څښل شي، او بوتلان یې په مځکه ونه غورځول شي نو بیا سمه ده.

له دې سره د ټولو په مخونو موسکا خپره شوه. وروسته کله چې ما او ریک په انگړ کې سره كېناستلو، ما ورته وویل چې زه يوازې په هغه وخت کې چې کوم یو زموږ امتیاز ته تاوان ورسوي، او یا زموږ افغان کوربه گانو سره ترې کومه موضوع جوړه کړي، دبیرو په شتون نیوکه کوم. ما له ځان سره وعده کړې وه چې تر کومه په افغانستان کې وم، زه به شراب نه څښم. ما ددغه گروپ رهبري کول جدي گڼل اوغوښتل مې چې باید په هروخت کې څک او بیدار وم. ما هیله نه درلوده چې ددې وعدې لپاره به زه ازمویل كېږم خو دا دی اوس له ازموينې سره مخامخ شوم. زه باید خپلې وعدې ته رښتینی وم، د صحت دوام دار خرابوالي او د سیپرو (یو ډول انتیبوتیک دارو. ژ) کارولو راسره ددې وعدې په ساتلو کې مرسته وکړه. اصلي خبر د همغه ماښام د ۰۶:۰۰ بجو په خوا وشا کې راورسېد. د او ډي اې  د گروپونو لېږل ځنډول شوي وو، په لوړه ارتفاع کې هوا نوره هم په خرابیدو وله، ډگروال ملهولنډ وویل چې تر سبا به انتظار وکړي.

راتلونكى سهار درويشتم اكټوبر هوا حتی د تېرې ورځې څخه هم ښه ؤه. نسبتاً گرمه هوا وه، پاک اسمان اوپاکې او سپینې ورېځې په هوا کې په کراره الوتلې. که څه هم چې تېره شپه دغرونوپه سر هوا خرابه وه، په دره کې هوا ښه وه. ډگروال مل هولنډ ښايي چې نن شپه د گروپونو په لیږلو وتوانیږي. د سهار د لسو بجو څخه لږ  وړاندې د کابل سره لومړۍ کرښې ته روان شوم. ممتاز هم زموږ سره بدرگه و او د موټر په مخکني سیټ کې كېناست. زه په خپل همېشني ځای، د وروستني سیټ په منځ کې كېناستلم.

 موږ خپل روسی جیپ کاروه او د پاکې هوا لپار ه مې کړكۍ خلاص کړل. د هوا د پاکوالي سیستم (ایر کنډیشن. ژ) یې نه درلود او یوازې بې سیکه او د دوړو ډکه هوا له دغه کوچنیو سوړو راننوتله. موټروان هو ټیپ ته کېسټ ورواچوله او موږ یې د یوه چنگن غږ په واسطه چې په ډاډ سره ایرانی سندرغاړى وه، خوشاله کړو. د ۱۹۹۴ کال څخه راپدیخوا په افغانستان کې نه وه ثبت شوې نو په دې اساس سندرغاړى باید ایرانی وي. ما خپل ځان ارام کړ او لنگي مې د سیټونو څنډوته وغزول او دواړه لاسونه مې د سیټ د سر څخه راتاو کړل څو ځان ټیگ کړم او د جمپونو سره مقاومت وکړم.

زه دغه لیدنې ته په انتظار وم. ماغوښتل چې د جنرال بسم الله سره وپېژنم ځکه چې هغه د دغه مهمې جگړې مهم لوبغاړی و، او هغه د او ډي اې او زما د گروپ کوربه هم و. زه دسټان له خوا خبرېدلم. چې د او ډي اې 555په راتگ سره، سره له دې چې دلایزر په واسطه دمهمو هدفونوپه نښه کولو وړتیا لري، دبمونوپه غورځولوکې کوم دپام وړ توپیر نه دی راغلی.

ما غوښتل چې له دوی هم واورم، چې ددښمن په وړاندې په بمبارۍ کې ولې زیاتوالی نشي راوستلای.

ستونزه خو دارزښتناکه موخونشتوالی نه ؤ. ما غوښتل چې د دغه حالت په اړه د جنرال بسم الله خان نظریات هم واخلم. د واشنگټن او سينټ کام سره دبمونودستراتیژۍ دبیا بحث لپاره به دغه غوره انرژي وي. یوڅه باید شوي وای، ما انجينر عارف ته ویلي ؤچې د او ډي اې د ځای په ځای کولوسره به دبمونوپه غورځولوکې زیاتوالى راشي. اوسمهال دوی په لومړيو کرښوکې ؤ. شپه اوورځ یې کار کاوه خودبمونوپه غورځونه کې کوم مهم بدلون نه ؤراغلی. دسينټ کام لخوا ورځنی پلان شوي هوایي بريدونه اوس هم د طالبانو د هدفونو په ډېره وروستۍ برخه باندې متمرکز كېدل لکه اکمالاتي اوپه ځانگړي ډول لوجستیكي برخې یې د لړليک په لومړی برخه کې وې.

 د درې لاندینی برخې ته هرسفر ډېردردناک ؤ. روسي جیپونه دلته اساسي مشینونه دي اوځواکمنې پرزې یې  ددې دپاره چې ډېره سزا وویني سختې جوړې شوې دي. (لیکوال دسړک دخرابوالی منظور دی. ژ) دپخواني شوروي اتحادپه واسطه په ۱۹۳۰کال کې جوړشوي موټرانو د افغانستان په سړکونوکې ډېرښه کارکاوه. د ارام لپاره په دغه جوړي شوي موټر کې هیڅ پرزه نه وه اېښودل شوي. په هوا ولاړ جوړښت یې سخت اوشخ ؤاوجمپ ته یې هیڅ غبرگون نه ښود(مراد یې د جمپینونو نشتوالی دی). دموټر د وروستنی سیټ څخه چې زما ځای ؤ، ما دومره نه شولیدلای چې په سړک کې راتلونكې سوړه او دسړک څخه راوتلي کاڼي ته تیاری ونیسم نوپه دې اساس په ما باندې ددغه خنډونوسره دلگېدلوله امله پوره اغېزه راغورځېدله.

زما چپ لورې ته دسیند ها غاړې ته په زړه پورې منظرو د لیدلوله امله به دجمپونوسره د لگېدلو توان په مشکله پورته کاوه. د درې دخولې پای ته رسېدلو سره سم مخکې له دې چې دشمالي اوارې سیمې ته ورننوزي د دې سیمې لیدلو ډېرخوندکاوه. دهغه پوخ سړک یوه ټوټه چې دبسم الله د دفتر تر دروازې غزېدلې وه، زموږلپاره یو بدلون اوخوند اخیستل ؤ. جنرال زموږ لپاره دخپلې قرارگاه د دروازې په مخکنۍ دروازه کې چې د غونډۍ په سر وه، انتظارؤ. جنرال دچوكۍ غاړې ته رامخکې شواوڅنگلې یې په خپلو زنگونونوکښېښودې اوپه پوځي حالت باندې یې چې يوازې د دفتر له کړكۍ بیدیا پیل كېده، تبصرې پیل کړې. ښاغلى گیرې له دې چې تاسې د شمالي ټلوالې سره همکاري کوی، موږ منندوی یو. او له هغه بودیجې چې تاسې جنرال فهیم ته ورکړې وه، ما ښه گټه پورته کړله اوله دې چې تاسې په مزار کې زموږقومندانانوته وسلې اومهمات وغورځول، زه مننه کوم، په ځانگړي ډول د اې گروپ ميوري اوسټان له شتون څخه هم منند وی یم.

هغه خبرې یوڅه وځنډولې، موسکا یې وکړه اوبیا یې خبرو ته دوام ورکړ، خوکه رښتیا ووایم که څه هم چې د اې گروپ دلته راغلی بیا هم دکابل په شا اوخوا کې په بمبارۍ کې ډېر لږ توپیر راغلی دی. هغه له چوكۍ پورته شو اوپه کوټه کې دلويې کړكۍ په لورى ورغی. ښاغلى گیري هلته وگوره په سلگونه د طالبانوموقیعتونه، دعربانوموقیعتونه هم په درجنونو دي اوټول په ډېره اسانۍ سره لیدل کېږي اوپه اسانۍ سره پېژندل کېږي. بیا هم ستاسې یوه یا دوه الوتکې په داسې حال کې چې په سويل کې دبمبارۍ څخه یو بم ورپاتې وي، دلته راځي. طالبان په داسې حال کې چې هرسهار خپلې کرښې گوري، خنداکوي اوبیا هم کوم تاوان نه دی وررسېدلی!ما هیڅ ونه ویلې دهغه تبصیرو ته مې غوږنیولی ؤ. زه د دغه کرښو څخه شاته یوه ښه روزل شوې قوه لرم اوزیاته برخه یې په پنجشېرکې ده. موږپه مناسبه توگه ښه مجهزاوکسان موځواکمن اوښه روزل شويدي. اودبريد په انتظار دي خوکه رښتیا ووایم زه دومره ځواکمن نه یم چې ددغه لوړونقطوڅخه ښکته لورې پرمختگ وکړم اودکابل په لورې لار خلاصه کړم. ستاسې دهوایي ځواک دمرستې په نشتوالي کې نه شم کولای چې داکار ترسره کړم. دوعدې سره سم دطالبانوکرښې ماتې کړه اود دوه یا دریو ورځو په بهير کې به کابل ونیسم. هغه په چوکۍ کې تكېه وکړه اوپه څیره یې دستونزې څپه تېره شوه. زه پوهېږم چې ددغه ځنډ لپاره دلایل موجود دي. په واشنگټن کې سیاسي بحثونه، پوښتنې اووېره او ډارشته خودغه ځنډ زما دسرتېرو په منځ کې سردردي رامنځ ته کوي. ژمى هم راروان دی اوژرترژره به دغه لوړې څوکې په واورو وپوښل شي. اوموږنه غواړوچې یوبل سوړژمى دلته په دغه سړوکې تېرکړو. خپل ځان یې راټول کړ او داسې ښکاره شول چې پر بدن یې د زور څپه راغله ویې ویل: ښاغلی گیري: نو ځکه درته وایم چې که څه هم چې د بم غورځونې کمپاین پرمختگ هم ونکړي، زه به بیا هم مخکې له دې چې ژمى راورسیږی، په کابل باندې برید وکړم.

زه ویره لرم چې برید د بریالی شي خو زه ترخپله وسه ټول ځواک او منابع کاروم.

ما د ده له لورينې او رښتينولۍ څخه مننه وکړه. ما ورته وویل چې زه به هم په مساوي ډول په رښتينولۍ سره خبرې وکړم. تاسې سم وايى، بمباري دلته هغه ډول چې ما فهیم ته ویلي و، نه ده. د کابل راتلونکى چې ددغه کړكۍ څخه بهر ستا او ستا د دښمن ترمنځ پرته ده، همدا اوس په واشنگټن کې د بحث لاندې ده.

زما په باور حالت روڼ او ښکاره دي، طالبان دلته، کندوز او مزار شریف په خوا وشا کې مات او د هغوی ځواکونه په شمال کې په لومه کې راښکېل او بیا به له منځه یوړل شي، په دغه کار سره به په سويل کې پښتنو ته د كاميابی دروازه پرانستل شي.

زه باور لرم چې ډېر ژر به هغه کسان چې اوس په واشنگټن کې بحث کوي، په دغه حقیقت پوه شي. زه دلته د دې دپاره چې ستاسې نظریات واخلم او حالات پخپله له نږدې وڅارم او له واشنگټن سره به د هغه مهماتو په واسطه چې له دغه ځایه یې ټول کړم، وجنگېږم.

 بسم الله خان موسکا وکړه او ولاړ شو ویې ویل: ډېر ښه، زه هم همدومره غواړم. راځی چې کار پیل کړو. هغه حرکت وکړ او ما او ممتاز  هم د دروازې په لورې د هغه پسې ولاړو.

 په ټویټا سرف ډوله جیپ موټر کې چې اسماني رنگ یې درلود، او په خړ نصواري رنگه دوړو باندې پوښل شوی و، سپاره شوو. موټر چلوونكى یو ځوان سرتېری و، او نوي خړ رنگه خاكي جامې یې په تن وې ، د جنرال او دغه امريكايي مېلمه د جگړې په کرښه په موټر کې د گرځولو څخه یې خوند اخیست.

بسم الله د موټر په مخکني سیټ کې او د لاسي مخابرې سره بوخت و. هغه په ښي لاس کې نیولې وه او د موټر د سیټ څخه یې دباندې نیولې وه، زما په باور د ښه انتن لپاره یې بهر نیولې وه.

کله چې موږ د هغه له دفتر څخه د لویدیځ په لورې په عمومي سړک باندې د جبل السراج څخه د چاریکارو په لورې و خوځېدلو، جنرال وویل:  موږ  د سرتېرو د بدرگې پرته په یوه موټر کې سفر کوو. هغه وویل چې زموږ مخامخ د هغه غونډۍ راوتلى سر د طالبانو لخوا ساتل كېږي او هغه د یوې غونډۍ تېره سر ته چې د شمال څخه سويل ته غزېده چې تقریباً د اوارو سیمو څخه یې ارتفاع تر دوه زره فوټه لوړیدله، اشاره وکړه. دوی هلته دروند توپچي لري او د بمبارۍ د پیل څخه راپدیخوا هغوی د هر جذاب هدف په وړاندې په بیړه سره ډزې کوي او یو موټر چې تیز حرکت کوي او تنها وي، کوم جذاب هدف نه دی.

 کله کله د دې لپاره چې د هدف د خطا كېدلو له امله خپله غصه له منځه یوسي، هغوی د توپ خوله کلي یا کوم بل ځای ته وربرابروي.

جنرال په هغه څه چې موږ لیدل، تبصره پیل کړه. د کورونو هغه کوچنی ډله چې د سړک دواړه غاړو ته پراته وو، په دوړو خړپړ، و نې یې راځوړند، پوټکې موښل شوي او وچې وې. بسم الله خپل سر وښوراوه او ویې ویل: د دریو کلونو درنې او دوام داره وچکالۍ نښه ده. ددغه ځای خلک ډېر زغمي او فصلونه یې وچ دي، حیوانات يې هم له تندې مري او څاگانې یې له ډېر ه وخته وچې دي. زه فکر کوم چې افغانستان خدای هم هېر کړی دی!

 زه په ۱۹۹۶کال زما کوربه ملگري مسعود خلیلي سره یو ځای په دغه سړک باندې تللی وم. په هغه وخت کې دغه سیمه ډېره شنه او زرغون باغونه یې درلودل، او دمني فصلونه یې ښه مست وو.

د جوارو فصلونه ځلیدل او هندواڼو د سرک ترغاړې کتارونه جوړ کړي وو. د جگړې له امله د سختې ویجاړتیا سره سره د فصلونو پریمانتیا او د منطقې طبیعي ښکلا سړي ته هیله او وعده ورکوله. دغه اوسنۍ صحنه چې مځکه یې وچه شوې او للمه فصلونه د لمر لاندې مړاوې وو، مایوسونکې منظره وه. موږ د سويل په لورې په خوځښت و، دغه سړک ته یې د کابل زوړ سړک ویلې. په ۱۹۸۰ کال کې شنو او زرغونه مځکې، گڼ شمېر کلیو او بانډو او د سړک تر غاړې رغړونکې عرضې د مجاهدینو لخوا د روسي ځواکونو په ضد چې د بگرام لویې اډې ته به له دغه لارې تلل او راتلل، کمينونه اجرا کول.

د ونو په لنډولو، د سړک ترغاړې د ودانيو په ورانولو سره بیا هم مجاهدینو بريدونه و نه درول نو روسانو د ختیځ په لورې څو میله وړاندې یو بل سړک جوړ کړ. د غه نوی سړک د پخواني سړک سره موازي غزیده خو په شنډه او ډبرینه مځکه کې تېرېده چې د مجاهدینو د بريدونو په وړاندې یې دفاع نسبتاً اسانه وه خو دغه سیمه د ویجاړتیا او زیان له امله بربنډه او ویروونکې ښكارېدله. مځکه د سويل په لورې مخ په ځوړ كېدله، او د چاریکارو ښار زموږ په وړاندې را نږدې او پراخیده. د موټر د غږ سره سم مو یو بې سیکه غږ  واورېده. دا یو تیز او څرخیدونكى غږ وو او زه پوهېدلم چې د توپ مرمۍ وه او زموږ په سر په اسمان کې په تیزی سره تېره شوله. په همدغه شېبه کې د ښار څخه خاورې راپورته او گڼ شمېر ټوټې شوي توكي د تورو وریځو د کړۍ څخه په هوا کې هاخوا دېخوا ولاړل. جنرال بسم الله د مخابرې له لارې کوښښ وکړ چې اړوند کس سره اړيکه ټنیگه کړي، موټر چلوونكى یې په مټ ټپاوه څو موټر گړندی کړي. د دوه نورو چاودنو دوړې او لوگي تقریبا په مسلسله توگه له همغه ځایه راوخوټیده. جنرال په مخابره کې خبرې خلاصې او زما په لورې راوگرځېد او ويې ویل: دغه حراميانو بازار د توپ د ډزو لاندې ونیوه او دغه سیمه د ماركېټ او گڼه گوڼې سیمه ده. دوی پوهېږي چې دوی دلته زیات شمېر ښځې او ماشومان وژلای شي. هغه دښمن ته په دري ژبه څه وویلې خو زه پرې پوه نه شوم. بیا یې وویل چې موږ باید د بازار په لورې خوځښت ته دوام ورکړو اوزه باید د هغوی سره مرسته وکړم، پوهیږې؟

ما سر وښوراوه او ومې ویل چې بلې، بلې راځی چې مرسته وکړو. ممتاز ته مې وروکتل، هغه هم څومره چې ما احساس کاوه، هومره ترینگلی ښكارېده.

موټراوسمهال ډېرگړندی روان ؤ. اوهغه فکر چې موټر به دموټركنټرول له لاسه ورکړي، فکرته راغی. هغه ژامې ټینگې کړې وې اوسټرېنگ یې دگوتوپه سرونونیولای ؤ. لږترلږه درې نورې چاودنې هم وشوې خودامهال موږ دبازارغاړې ته ورنږدې ؤاوصحنه موله سترگوپناه وه. موږکله چې ښار ته ورگډشووحرکت مو کرارکړاوبسم الله موټروان دچاودنې ځای ته وربرابرکړ. موږ وړاندې ولیدل چې لوگي پورته كېدل فکر کوم اورلگېدلی ؤ. موږدهغه ځایه چې دخلکوگڼه اوگوڼه راټوله وه، تقریبا نیم بلاک لیرې ودرېدلو!اوجنرال مخکې له دې چې زه له وروستنی سیټ څخه راپورته شي. له موټرښکته اوصحني ته یې ورمنډه کړه. وړاندې کوچنی څلورلارى وه اوهرې خواته یې دړې وړې شوي لرگي اوغرفې پرتې وې. دااوس دوژلوساحه وه. اوزموږوروسته دغرفې مخامخ دیوې ودانۍ څخه داورلمبې پورته كېدلې. هرډول کباړاوپاتې شونې، په کوڅه کې هرې خواته پراته ؤاوهرې خواته جسدونه په غیر منظم ډول پراته په خاوروککړشوي اوجامې ټولې تورې اوداغ داغ شوې وې. خلکومنډې وهلې څوخپلوملگرواودکورنۍ غړو ته لاس رسی وکړي. او د درد او دقهر اوازونه پورته كېدل. جنرال دگډوډۍ په منځ کې په مخابره خبرې کولې اوتقریبا دچا ورته پام هم نه ؤ. زه هم ددې دپاره چې په صحنه کې ورگډشوم دده وروسته ودرېدم. ماهم په یوڅه باندې پښه كېښوده اوښکته مې وکتل اودانسان په یوه لاس باندې چې گوتې یې پورته وې، درېدلی وم. گوتې هم طبیعي ډول ته ورته راټولې شوې وې خیټې مې غورهار وکړاونفس مې وویست اوپه احتیاط سره مې دلاس څخه پښه په داسې ډول لکه چې ما خوږکړی وي، راپورته کړله. جنرال دسرتېرو کوچنۍ ډلې ته لاس وښوراوه او د دوی په خوا ورغی هغوی ته یې امرونه کول اودزخميانوپه لورې یې ورته اشارې کولې. کله چې هغوی په کارپیل وکړ، هغه وویل. ښاغلی گیري دکلي خلک دزخميانوسره دمرستې په کولوپوهېږي. موږ دومره مرسته نه شوکولای. طالبان ښایي ددې په هیله چې راټول شوي خلک ووژني، یویا دوه نورفیرونه هم وکړي. لکه دده په خبروچې هغوی پوه شوي وي زموږڅخه تقریبا درې سوه فوټه لیرې یوه زوروره چاودنه وشوه. اودڅلورلاري لوېدیځ لورې ته ودانۍ پرې ولگېدې. ټکر یې دومره زورور ؤچې زه یې په مځکه راوغورځولم اودپراته لاس ترڅنگ ولویدم. جنرال زه له مړوندڅخه راونیولم اوپه پښویې ودرولم. هغه وویل گوره دوی په رښتیا هم شیطانان دي، راځه چې ځو. له چاریکاربازارڅخه راووتلواوتقریبا یومیل یا زیاته اندازه دسويل لورې ته ولاړو. جنرال موټروان ته اشاره وکړه چې دعمومي سړک څخه چپ لورې ته خام سړک چې وړاندې دونودیوه کتارپه لورې غبرگېده. وروگرځي. دونوپه یوه کتار کې یوه ډوب شوي سړک ته وروگرځېدلوچې د دواړو خواو څخه د ونوپه واسطه پوښل شوی ؤ د حرارت درجه هم ټیټه وه اوسړک نسبتا اوارؤ. ما جنرال ته د دغه هوښیارسړک جوړونکوله امله څخه حیرانتیا څرگنده کړله جنرال وویل چې دغه سړک نه دی. دا د اوبو یو پخوانی کانال (ویاله)دی چې تقریباً دوه کاله کېږي چې وچ دی اوموږ یې د دې دپاره چې د موټروگردونه ښکاره نه شي اوپه غونډی باندې دلعنتي طالبانودنظرڅخه پناه وو، کاروو. له دې چې ونوښه سیوره کوله، ډېر منندوی وم. جنرال وویل چې دبگرام هوایي اډې ته دشا له خوا لاره په کار وه. جنرال وخندل اوویې ویل چې دشمالي په اواروسیموکې دشلوکلونوڅخه دزیات وخت جگړې په کولوسره هغه ددغه عرضي مځکې اینچ اينچ سره اشنا دی.

دلومړیوکرښوپه پټوځایونوکې به درېږواودطالبانوموقیعتونه به له نږدې گورو. بیا به د اې گروپ ،ميوري اوسټان چې په اډه کې چې دكنټرول له برج څخه خپله وظیفه اجرا کوله. ووینوموږدکانال څخه ووتلواو اوسمهال دسويل په لورې نسبتا کرار روان ؤ. اوپه هغه تنگ سړک کې چې دروسي پوځ ورانې ودانۍوې په منځ کې کوږ وږ غزېدلی ؤ، روان ؤ. د ویجاړو ودانيو یوې ډلې ته په رسېدلوسره جنرال هغه ودانۍ چې ساختمان یې سړک ته راوتلی ؤاشاره وکړه اوویې ویل چې دا د روسانو د ټانک  د رغونې مرکز ؤ د موږ دښار څخه په کراره تېرشوواودوروستی ودانۍ دسپورې شاته ودرېدلو. کله چې له موټرښکته شوو ومې لیدل چې دسمڅو یوکتار دسړک له غاړې سره په موازي ډول زموږچپ لورې ته غزیدلی ؤ. زموږڅخه تقریباً شل متره په واټن کې دیوې سمڅې شاته یوڅه سرتېري ولاړؤ. جنرال وویل چې دازما ځواکونه دي اودغه سمڅې زموږلومړی کرښه ده. طالبان د درې سوه مترو په نږدې واټن کې همدې ته ورته دسمڅوپه کتار یې لومړی کرښه جوړه کړي ده. دلته باید موږمحتاط واوسېږو. له دې سره خلاصې سیمې ته دسمڅوپه لورې حرکت وکړ. له هغه سرتېرو سره چې جنرال ته انتطار ؤ روغبړ وکړ. جنرال دسمڅې په یوه کونج کې یوننوتي زینې لار ته اشاره وکړه هغه له ما وغوښتل چې دسمڅې افسر سره د دغه زینې له لارې ښکته لاړشم. او ویې ویل چې اوس به دښمن له نږدې وگوري. کوټې ته دیوې زینې رڼا دهمدغه دخول چې موږوکاروه. اوهغه دوه سمڅې چې دوسلې دپاره یې دسمڅې په مخکنۍ برخه کې جوړې کړې وې راتلله. دهغه لرگیومټوچې زما مخامخ ددرانده بام دحمایه کولولپاره لگېدلې وې، زما په مخ يې سيورى جوړ کړى و. جنرال هم راننوت اویوڅه غبرگ شوڅودکړكۍ څخه د دښمن لومړۍ کرښې وویني.

زه هم دسیمې دکتلو لپاره ورکوږشوم اوومې لیدل چې تقریبا درې سوه متره لیرې په شنوواښوکې پوښل شوي له خټوجوړه پوسته ښكارېدله. هغه کوټې چې گورې، هغه دطالبانودفاعي سمڅې دي. واښه یې دکوټوجوړښت پټوي خوستا چپ لورې ته د کوچنیو ونوڅنگ ته وگوره یوطالب دی او د دوربین په واسطه موڅاري. دجنرال د لارښوونې په بنسټ مې ولیدل چې یو طالب دکوچنیو ونوترڅنگ په خپوړو روان دی. بیا زما ښۍ خواته پړک شو. دسترگوداړولوپه وخت کې مې دماشین ټوپک د ډزو غږ واورېد. جنرال وویل. فکرکوم نن دوی ډارېږي. دوی زموږ په ضد ډزې کوي. زموږ ښۍ خواته درنۍ ‌ډزې ولگېدلې. وقفه وه بیا دوهم ټوپک هم دلومړي ټوپک سره یوځای او دا ځل مرمۍ زموږ په سمڅه باندې ولگېدله. هغه وویل ښاغلی گیري راځه چې ځو. کله چې ددروازې په لورې ځې کوښښ وکړه چې ددېوال ترڅنگ ووسې. په سیوره کې موترهغې چې ډزې یوڅه ودرېدلې. انتظاروکړاوبیا د خاورينې زینې له لارې رڼا ته په بیړه سره لاړو. دسمڅودېوالونه په پوره اندازه لوړؤچې موږیې د دښمن څخه پناکړي ؤ. ډزې په چټكې سره کمې شوې اوبیا ودرېدلې. کله چې دلمرلاندې ولاړواوخبرې موکولې، جنرال حالات په دغه برخه کې تشریح کړل. دواړوخواووزیات وخت په یوبل ډزې نه کوي. ځکه نه غواړي چې د اړتيا پرته مرگ او ژوبله وزغمي. دوی فکرکوم له دې چې په چاریکاروباندې یې دتوپ ډزې کړې وې. اندېښمن دي. دوی ښایي فکرکړی وي چې موږڅه پلان لرو. کله چې حالت یوڅه ارام شو. موږ دموټرپه لورې حرکت وکړ. بیادكنټرول برج دلیدلولپاره ولاړو. ختیځ لورې ته په حرکت ؤ او د شوروي اتحاد دهوایي اډې دستروکنډوالوڅخه تېرشوو. دلته اوهلته ویجاړې شوې الوتکې پرتې وې اوچېرته چې ویجاړې شوې وې. هلته پاتې شوي وې. حتی دوه ماشینه روسي الوتکې داسې لکه دلومړۍ نړيوالې جگړې الوتکې چې په فلمونوکې ښودل کېږي. ورانې اوغوڅې خو په منظم کتار باندې ولاړې وې. کله چې موږ د الوتکې دكېناستلو لیکې ته ورگډ شو موټروان دموټرپه اکسلټرباندې پښه ټینگه کړي اوگاډی یې گړندی کړجنرال زموږ په خوا راوگرځېد اوویې ویل. طالبان زموږچپ لورې ته هغه کلي په لاس کې لري. دوی کولای شي چې دالوتکې د پيکې په واسطه موږ د اور لاندې ونیسي. دوی هلته په ډېر ځواکمن ډول ځای په ځای اوله هغه ځایه د دوی لرې کول به د ډېروژوندنونوپه بيه ولوېږي. نود دې په خاطربایدموټرگړندی وچلوو. دكنټرول بورج يا ودانۍ هم یوه لویه حیرانتیا وه. ما دیوه ډېرلوی اولوړساحتمان هیله درلوده خوپه حقیقت کې دادوه كېسی لرونكې(دوه ودانۍ په یوه محوطه کې. ژباړن)ودانۍوې او د څارنې کوټه یې په سروه. موږ موټر نږدې ور ودراوه او دافغاني غالمغال کوونكي افسرانوله خوا هرکلی وشو ټول دجنرال سره دلاس ورکولولپاره خوښ ؤ. د ودانۍ دېوالونه د مرمېو او بمونو د ټوټو د لگېدلو له امله داغ داغ ؤ. دكنټرول کوټې ته دکنگریټ څخه جوړه شوې یوه تنگه زینه ورغلې وه. سټان اوميوري هلته دیوه کوچني مېز څخه راتاوېدل اوپه نقشه باندې یې کارکاوه. دکوټې سويلي اوختیځ دېوالونه سره جوخت د555 گروپ شپږغړي ؤڅودانې ټلسکوپونه چې دهغه ټلسکوپونوڅخه چې ښکاریان یې دنښه کولولپاره کاروي، لوی وو، موجودؤ. مخابرې توكي، نقشې، دوه یا درې ډوله دوربینونه اونورتوكي په کوټه کې خواره وو. دکړكۍ څخه بهرصحني ته ټول کسان متوجه وو. دبام له خوا چې دزینې په کومه سوړه موږراننوتلو، هغه دهوان مرمې دلگېدلو له امله سوری شوې وه. اودکانکرېټ ټوټې د چت او د زنگ وهلى گاډرڅخه راځوړندې وې. په هیڅ کړكۍ کې شیشه موجوده نه وه اودكنټرول کوټې داخلي دېوالونه اوچت دمرمېودلگېدلوله امله داغ داغ ؤ. په دغه ځای کې کار کول له ورایه څرگندېدل. جنرال بسم الله خان مخکې له دې خپلوافسرانوته ورشي. دسټان، ميوري، اود اې گروپ دڅوکسانوسره یې روغبړوکړ. سټان اوميوري د اې گروپ له خوادکارکولوڅخه ډېرمتاثره وو. اومسول خوردظابط ته یې وروپېژندلم. هغه دلومړۍ کرښې حالات په صادق ډول وڅېړل. دلومړۍ کرښې هغه سیمه چې دوی ورسره مخامخ ؤ، په زیاته اندازه ارزښتناکه هدفونه درلودل. هغه کړكۍ ته بوتلم اودطالبانویوموقیعت چې تقریبا یومیل لیرې ؤ او د دوربین پرته لیدل كېده. هغه وویل چې دگروپ لخوا دالوتکوغوښتنه ډېرځله له پامه غورځول کېږي ځکه چې دالوتکوبريد دهېوادنوروبرخوته پروگرام شوي دي. 555 گروپ غوښتنې ته په هغه وخت کې چې الوتکې ته په بل ځای کې دموظف شوي هدف څخه یوڅه مهمات ورپاتې وو، ځواب ورکوي. یوه یا دوه الوتکې به راتتلې اوزیات وخت به یې کمزوري بمونه راوړل نه دوه زره پاونډ لرونكې بمونه چې دسمڅودورانولولپاره په کارېدل. گروپ دشپې په مهال له دې ځایه هم ورنږدې كېدل حتى دطالبانودموقیعت سره ترټولونږدې ځای ته دکارلپاره ورمخکې كېدل. دوی په دوام دارډول خپل ژوندپه خطرکې اچول اودهیجاني طالبانوځواکونوله خوا چې دوی ورسره مخامخ كېدل، هره ورځ پرې ډزې كېدلې. دغه افسر واضحً زړه مات شوی ؤ. خوکوښښ یې کاوه چې مثبت واوسي. هغه له دې سره چې دسي سي اي (قوماندې اوكنټرول عناصر. ژ)گروپ په راتگ سره به د555 گروپ له خوا دبم اچونې غوښتنې ته پام واړول شي. ماله سټان سره دحالاتوپه باره کې ولیدل خوهغه هم دخور دظابط ټولې خبرې تایدکړې. دجگړې په ډگردپایلونشتوالي له امله زموږکوربه گان هم متاثره كېدل. دقطعې مسول ډگروال شمالي ټلوالې ته دامريكې دوعدونشتوالي له امله بې قدره کوونكې تبصرې وکړې. سټان وویل چې دتېروڅوورځوپه بهير کې دگروپ دژوند داوسېدلوحالات نسبتاً ښه شوي دي. دوی دلومړني ځای څخه چې دخټوجوړشوي چاردېوالي په منځ کې په دوه کوټوکې چې دتشناب سهولت یې نه درلودنسبتا یوه ارام ځای ته وړل شوي وو. خو دوی زیاتو بوتلي اوبوته اړتیا درلوده ځکه چې حتى د اوبو د  پاکولو تابلت (دارو)هم نه شوکولای چې دغه اوبه خوندورې کړي. ماله دې چې راتلونکى سهار به دوی ته اکمالات کوم، وعده ورکړي. اوله سټان مې وغوښتل چې د او ډي اې له گروپ سره د اړتیايي توکوپوره لړليک برابرکړي. دتگ وخت ؤاو ما هم په کورنۍ سره خدای پاماني وکړه. دا هغه ځای ؤچېرې چې عمل ترسره كېده او د دښمن په ضدجگړه ترې پیل كېدله. امريكايي سرتېري اود سي اى اې افسرانوخپل ژوندونونه په خطرکې اچول. فحر مې احساس کړخوپه عین وخت کې له دې زه هم باید ورسره وای یوڅه کستمني هم احساس کړه. خوددې سره سره  له دې امله چې هغوی ته مرسته اوملاتړنه رسېده یوڅه په قهرکړم. په واشنگټن کې کړنلاره جوړوونكې له دې چې شمالي ټلواله بایددکابل ښارونیسي او كنه، زړه نازړه كېدل. اوداهغه پوښتنه نه وه چې له واشنگټن موکړي وای. زما په فکر دحالاتوسره برابره اومناسبه پوښتنه خوداوه چې ایا موږغواړوچې طالبانو ته ژرماتې ورکړواو كنه؟که چېرې ځواب هو وای نوبیا دغه هدف ته درسېدلو لارپه شمالي کې دطالبانولومړی کرښې بمبارکول دشمالي ټلوالې لارخلاصول ؤ. په سويل کې دطالبانوپه وړاندې دپښتنودمنظم مقاومت دنشتوالي سره سره دکابل لوېدل دشمالي ټلوالې په لاسونوکې که ژر وای اوکه وروسته وای، یوحقیقت ؤ. په عین وخت کې دلومړی کرښوسره امرېكایان په خطرکې ؤ. اودبمونودغورځولوهیله مندؤ. دماښام په شپږبجې خپل کورته ستړی، په گردونوککړ، اوشخ راورسېدو او ممتازله دې چې افسر یې ترتیب کړی ؤ، مننه وکړه. سفر زړه ماتوونكى خوپه عمومي ډ‌ول گټورؤ. ریک دستړي مشي وروسته وویل چې د دوه اضافي  او ډي اې گروپونوراتگ نن شپه ټاکل شوی دی. ډگروال ملهولانډوروسته دهغې چې زه له کوره وتلی وم، ټليفون کړی ؤاونظریې ورکړی ؤچې دغه دوه گروپونه بایدددې په ځای چې دغرونوپه سرتېرشي بایدپه خراجه بهاودین کې ښکته شي. ځکه دهندوکش څخه هاخواپه لوړه ارتفاع کې دهوا حالاتووړاندوینه ښه نه وه. تېرې څو ورځې د هوا حالات ښه و خو د شپې به بیا ډېر خرابیدل. هغه ویلې و چې کولای شي نن شپه گروپونه په خواجه بهاوالدین کې ښکته کړي او د هوا د ښه كېدلو په صورت کې به راتلونکى ورځ د سي سي اي (د كنټرول او قوماندې غړي) گروپ به درې ته د هوا له لارې ولېږدوي.

براډ د جنرال بریالي خان سره د گروپ راتگ ته تیاري نیولى و. د گروپ چورلکې به د ښکته كېدلو هغه ځاى چې ایډ او گریگ خواجه بهاوالدین ته د سفر په مهال کارولی و، استعمال کړي.

ریک له براډ سره اړيکه نيولې وه او له هغه یې غوښتې و چې د پلان د بدلون له امله له جنرال بسم الله خان نه هوکړه واخلي او له هغه وغواړي چې نن ماښام د گروپ هرکلي ته تیاری ونیسي.

ډېر کارونه و چې باید ترسره شوي وای خو ریک وویل چې هر څه تیار دي. بسم الله سمدستي له جنرال فهیم سره اړیکه ونیوه او جنرال فهیم د تخار له لومړی کرښو څخه د لیدنې په سفر و، فهیم هم نوی پلان تصدیق کړ. ایډ او گریگ د ډگروال مل هولنډ د پیلوټانو سره د خوندي ټليفون له لارې اړیکه ونیوله څو هغوی ته د ښکته كېدلو د ځاى جغرافیاوي کوارډينات او نور اړوند مالومات ورکړي.

دوی خبر ورکړ چې د كېمياوي چراغونو په واسطه د مځکې په نښه کول به جنرال بسم الله ترسره کوي. ریک ډگروال مل هولنډ له پلان څخه خبر کړ او ټول د پلان له امله خوښ او راضي وو.

د شپې په اتو بجو او شل دقيقو د ټاسک فورس ډاگر قرارگاه خبر راکړ چې هغه چورلکې چې د او ډي اې دوه گروپونه لېږدوي، په الوتنه يې پیل وکړ او په خواجه بهاوالدين کې به په لسو بجو او دېرش دقيقو ښکته شي. موږ له ممتاز غوښتنه وکړه چې انجينر ته دغه خبر ورسوي او هغه به بیا جنرال بریالی خان خبر کړي.

ریک له براډ سره د مخابرې له لارې اړیکه ونیوه او هغه ته یې پیغام ورساوه. براډ خبر راکړ چې د جنرال بریالی خان او د هغه کسان د چورلکې راتگ ته تیار دي، موږ هم انتظار كېناستلو. د شپې په نهو بجو او شل دقيقوممتاز زموږ دفتر ته پداسې حال کې چې پر مخ یې ښکاره ویره لیدل كېدله، راغی. جنرال فهیم د جنرال بریالی خان سره د چورلکو د كېناستلو په ډگرکې یو ځای شوی و، او د اې گروپ د ښکته كېدلو ځای یې نه و منلى ځکه چې د هغه په باور دا ځای ډېر بربنډ او د خلکو لخوا په اسانۍ سره لیدل كېدای شو.  فهیم غوښتنه کړې وه چې د گروپونو راتگ دي وځنډول شي او چورلکې دې بېرته ازبکستان ته وگرځول شي. ما په هغه څه چې اورېدل مې، باور نه راته. د کوزېدلو ډگر بربنډ و او خلکو په اسانۍ سره لیدلای شو؟  موږ خو هغه ځای د خپلې چورلکې لپاره ډېر ځلې کارولی دی او هیچا هم خپل غږ اوچت نکړ.  ما هڅه وکړه څو ممتاز ته په غصه نشم ځکه هغه یوازې پیغام وړونكې و. ماورته وویل چې پلان ته دومره ناوخت بدلون ورکول خوناشوني دي. د دېرشو څخه زیات امريكايي سرتېري همدا اوس په چورلکه کې دي هغوی له خطر سره مخامخ دي او د دغه ډول احمقانه دلیل دپاره د پلان بدلول به یو بې ځایه غلطي وي.

 ما له ممتاز وغوښتل چې انجينر عارف خبر کړي څو له فهیم سره اړیکه ونیسي او له هغه وغواړي چې پریکړې ته بدلون ورکړي. ریک د براډ سره د مخابرې له لارې اړیکه ونیوه ، څو له ددغه موضوع په اړه وپوښتي.

 ما او ممتاز د ټاسک فورس ډاگر هوايي ډگر سره اړیکه ونیوه او هغوی وویل که څه هم چې ناڅاپي مخامخ بادونه(هغه بادونه چې د حرکت په وخت کې ورسره مخامخ كېږي. ژ) شته والی لري، الوتنه دوام کوي او د ښکته كېدلو تخميني وخت  لس بجې او پنځه دېرش دقيقې دی. ما ورته وویل چې د ښکته كېدلو د محل سره د ستونزو د راخوټیدلو له امله ښايي چې موږ د ماموریت ختمولو ته مجبور شو خو په راتلونکي لس یا پنځلس دقیقو کې به په ډاډي ډول پرې خبر شو.

د غه خبر له امله د مخابرې په هغه پای کې غبرگون خوشالونكې نه و. مخابره چې وویل چې هغه به له ډگروال مل هولنډ سره اړیکه ونیسي او زموږ د مخابرې ددوهم ځل اړیکې لپاره به یې د مخابرې سره انتظار کړي.

 کله چې ممتاز په نهو بجو او دېرش دقيقو راوگرځېد، د هغه مخ ته په کتلو سره پوه شوم چې هغه بد خبر لري.  جنرال فهیم بیا هم د ماموریت په پای ته رسولو تاكېد کړی و. د ممتاز سره د بحث او مباحثې کومه مانا نلرله. ما له ریک وغوښتل چې له ټاسک فورس ډاگر سره اړیکه ونیسي او ډگروال ملهولنډ له دغه حالت خبر او د هغه ته د ماموریت د پای ته رسولو سپارښتنه وکړي.

کله چې ریک د مخابرې کولو لپاره ولاړ، ما له ممتاز سره په ادبي ډول شخړه پیل کړه. ما ورته وویل چې زه په دې نه پوهېږم چې زموږ چورلکې هلته په رڼا ورځ د څو ورځو لپاره الوتنې کولې او د شپې لخوا د گړندي كېناستلو او بیا د سیمې څخه په بیړه د وتلو سره مخالفت وشو؟

 د چورلکې هره الوتنه خطر لري خو بیا د دښمن تر ولکې لاندې سیمه باندې اوږدمهاله الوتنه خو لا ډېره خطرناکه تماميږي او سربیره پر دې په وروستی دقیقه کې د الوتنې دبیرته گرځولو پرېكړه خو باید یوازې د رښتیني او جدي امنیتي ستونزو د شتون پرمهال ونیول شي. ما ورته وویل چې هیله مند یم چې دا د فهیم د بې سنجشه او بې باکه پریکړو له جملې څخه نه وې او د امريكې د ځانگړو ځواکونود کوربه کولو په وړاندې د شمالي ټلوالې د کړنلارې د بدلون اشاره خو بېخي باید نه وي. ریک په داسې حال کې چې ما خبرې پای ته رسولې را وگرځېد، او ویې ویل چې په غصه شوي ډگروال مل هولنډ قرارگاه ته د الوتنې د گرځولو سره هوکړه وکړه خو هغه د شمالي ټلوالې څخه په راتلونکي سهار ددغه پرېکړې د جوتونې او تشرېح غوښتنه وکړله.  ما له ممتاز سره خدای په اماني وکړ او هغه مې وغوښتل چې عارف ته زما پیغام او ډگروال مل هو لنډ غبرگون ورسوي. ما او ریک د فهیم دغه پرېكړې په اړه خبرې وکړې. زما باور دا و چې د فهیم د وروستی دقیقې پریکړې تر شا سیاسي دلایل شته. په خواجه بهاوالدین کې څه روان و چې فهیم یې د وروستی دقیقې دغه پریکړې ته چې باید امريكني پوځونه نن شپه هلته ښکته نشي، اړ کړ او په راتلونكې سهار پردغه موضوع د پوهېدلو هیله مې درلوده. د شپې خدای په اماني مو سره وکړه او خپل ځان مې د خوب ځای ته وروڅکاوه!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *