تاند- د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي، چې چین ته په څلور ورځني سفر تللی دی، د چهارشنبې په ورځ د دغه هیواد د پارلمان له رييس سره وکتل.

د چین د ملي- ولسي کانګریس رييس ژانګ دیجینګ یو بل ته درناوی او یو شان چلن چې دواړو هیوادونو د یو بل په وړاندې ښودلی دی، وستایه.

ده وویل، چین د افغانستان د سوله ییزې بیارغونې ملاتړ کوي او د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی.

ژانګ وویل، ملي ولسی کانګریس به، چې د چین تر ټولو لوړه مقننه جرګه ده، د افغانستان له ملي شورا سره ګډې هڅې وکړي څو د دوو هیوادونو ترمنځ د قانون جوړونې او خلکو ته د سوله ییزې بیارغونې د خدماتو په وړاندې کولو کې د تجربو شریکول زیات شي.

ژانګ همداراز له دوو هیوادونو وغوښتل چې د چین او افغانستان ترمنځ د همکاریو ستراتیژیک مشارکت لوړ حد ته ورسوي.

د چینايي رسنیو د راپور پر اساس د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي له افغانستان سره د چین د مرستو مننه وکړه.

ده وویل چې افغانستان له چین سره اوږدمهالې او غښتلې ستراتیژیکې همکارۍ ته ژمن دی. هیواد یې غواړي چې له چین سره دوه اړخیزې اړیکې او همکارۍ د امنیت، سوداګرۍ او کلتور په شان برخو کې پیاوړي کړي.

له دې مخکې د چین صدراعظم لي کیکیانګ هم نن د افغانستان له ولسمشر اشرف غني احمدزي سره ولیدل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *