تاند- د پاکستان پوځ پرون شکایت وکړ چې په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پرضد په عملیاتو کې افغانستان ورسره همکاري نه کوي.
د پاکستان د پوځ ویندوی تورنجنرال عاصم باجوا وویل، د پاکستاني طالبانو د تحریک مشر ملا فضل الله د افغانستان له کونړ او نورستان ولایتونو څخه د پولې دې لور ته ازاد عملیات کوي.
پاکستان د جون په میاشت کې د افغانستان پولې ته څېرمه په شمالي وزیرستان کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړل خو باجوا وايي چې افغانستان د دوی له غوښتنې سره سره مرسته ورسره نه ده کړې.
باجوا په یوه خبري غونډه کې وویل:«موږ له افغانستانه هغسي همکاري نه ده ترلاسه کړې چې د ضرب مومن د عملیاتو تر پیلولو مخکې مو توقع لرله.»
«موږ له دوی څخه وغوښتل چې تروریستان وځپي، مخه یې ونیسي، ویې وژني یا یې موږ ته راوسپاري، خو دوی (افغانستان) همکارۍ ته حاضر شوی نه دی.»
افغانستان هم تل پاکستان د افغان طالبانو په ملاتړ، تمویل او په وسلو سمبالولو تورن کړی او وايي چې د افغان طالبانو مشران او د مشرتابه شورا غړي د پاکستان په خاوره کې دي خو پاکستان د افغانستان تورونه ردوي.
سلا مونه او در ناوی
ددی خبر په ویلو سره به یو افغان ماشوم لا وخاندی ، زه خو لا پریږ ده
هغه دوزی او پسه تر متل به تیر شو زموږ دری ژبی ورونه وایی ( بګیر که نه ګیرید) د پا کستان دا
ادعا دطنز تر حده د خندا وړ ده ددی خلګو سیا ست ډیر بی شر مانه او سپین سترګي سیاست دی الله دی مو
پخپل قدرت ددوی د دسیسو نه نور وژغوری .
آمین
ايي پنجابيانو تاسو خو داسلام داعوا کوی تاسی خو هيڅ مسلمان نياست ، ګوره تاسی دوه ګوناوی کوی يو دروغ وايي اوبل قتل کوی،دلته دوه خبری دی داچي طالبان زموږ په خاوره کی فعا ليت کوی دا يو څه حقيقت وايست ځکه دافغان د خاوری سرحد اټک دی نه تورخم ،اما تاسی حق نلری چي زموږ په خاوره تعرض او تيری وکړی ،تاسی حق نه لری چي داټک له اخوا غاړی نه طالبانواو تروريستیی ګروپونوته سلا اوجنګی وسايل راوليږی اوپه وسلو يي سمبال کړی ،اوستاسو په لمسون زموږ په خاوره کی دجګړی اور بل وساتی ،تاسی دپنجاب نظاميان به هيڅ کله بری تر لاسه نکړی ځکه ستاسو سياست په درواغو روان دی اوددرواغو مذل لنډ وی ، تاسی خوملی غيرته څه حتی اسلامی غيرت هم نلری زه خو تاسی هيڅکله په مسلمانانو کی نه حسابوم.تل دوی لوی افغانستان