تاند- د افغانستان د کرکټ د نولس کلونو ټیم نن (پنجشنبه) د پاکستان له نولس کلونو ټیم سره په وروستۍ مسابقه کې مخامخ کېږي.
د افغانستان تر نولس کلونو کشر کرکټ لوبغاړي له خپلو پاکستاني سیالانو سره د درو مسابقو لپاره پاکستان ته تللي دي.
د سې شنبې په ورځ لومړۍ مسابقه افغان لوبغاړو په لسو ویکټونو وګټله خو د چهارشنبې په ورځ په دوهمه مسابقه کې پاکستاني لوبغاړو په اوو ویکټونو افغان لوبغاړي مات کړل.
نننۍ مسابقه د دواړو لپاره مهمه ده ځکه چې ګټونکی یې د دې سریز یا لړۍ ګټونکی پېژندل کېږي.