په وروستۍ لسیزه کي په پښتو ژبه ډېری علمي، تحقیقي او ادبي کتابونه، رسالي او مقالي نشر او چاپ سوی او ټولني ته وړاندي سویدی همدارنګه په سلګونو زده کړیالانو او د ماسټرۍ د دورې فارغانو منوګرافونه او تېزسونه لیکلي او ځینو يې چاپ کړي هم دي، خو له بده مرغه هغه عناصر او برخي، چي د علمي او تحقیقي اثر جوړښت بشپړوي نه دي مراعت کړي، دلته په لنډ ـ لنډ دول د یوه علمي او تحقیقي اثر بشپړوني عناصر ذکر وم.
یو علمي او تحقیقي اثر باید د لاندي برخو درلودونکی وي:
۱ـ د اثر نوم :
۲ـ د کتاب یا اثر پېژندنه
کتاب نوم
لیکوال
د چاپ کال
د چاپ شمېر
د لیکوال یا لیکوالانو د اړيکو شمېرې
بسم الله الرحمن الرحیم
لړلیک
۳ـ د موضوع لنډيز(نچوړ)
۴ـ کلیدي اصطلاحات
۵ـ سریزه (مقدمه)
۶ـ د موضوع شالید
۷ـ د څېړني روش (مېتود)
۸ـ د څېړني لاسته راوړني( د اثر منځپانګه)
۹ـ پایله
۱۰ـ وړاندیزونه
۱۱ـ ماخذونه
لومړی: د کتاب نوم
د تحقیقي او علمي اثر لپاره لومړی برخه او قدم د نوم ټاکنه ده، د علمی اثر نوم باید جذاب، ښکلي او زړه راکښونکی وي او په ډېر منظم او ښکلي ډول يې کلمه ايز، لغوي یا جمله ایز جوړښت سوی وي.
د نوم د غوراوي لپاره لاندي ټکي باید په نظر کي ونیسو:
الف: د یوعلمي او تحقیقي اثر نوم او په اثر کي دننه د موضوعاتو فرعي عناوين باید څرګند، واضیح او لنډ وي، له ګنګتیا او اختصاري الفاظو څخه باید لیري ساتل سوی وي.
ب: د یوه علمي اثر نوم باید داسي یوه ښکلې کلمه، لغات یا جمله وي، چي د اثر ټولي منځپانګي استازیتوب وګړي یا یې تر ډېره حده په خپله غيږه کي را ونغاړي.
دوهم: د تحقیقي او علمي اثر پېژندنه
په دې برخه کي د اثر او لیکوال په اړه لنډ معلومات ذکر کیږي دا هم څرګندیږي، چي دا اثر لیکل سویدی، ژباړل سویدی او که راټول سوی، د کتاب د چاپ شمېر، چاپ کال د لیکوال پته (مبائیل شمېره یا برېښنالیک) او خپرندویه ټولنه راځي.
دریمه : د څېړني لنډیز(نچوړ)
په اوسنیو او معاصرو علمي او تحقیقي اثارو کي د څېړنيزي موضوع لنډ نچوړ راخستل کیږي، په دې برخه کي د ټول اثر له سریزي پیل د تحقیق موخي، د تحقیق روش، منځپانګي او تر پایلي پرټولو لنډ لنډ بحث کیږي او ټول تحقیقي اثر را پېژندل کیږي، که له چا سره د ټول اثر د لوستلو توان او طاقت نه وي یا وخت ونه لري، په هغه شرایطو کي دا برخه ډېره مهمه ده ځکه د ټول تحقیقي اثر لنډ نچوړ پکښې رانغښتل سویدی. ددې برخي کلمې له ۱۵۰ څخه بیا تر ۲۵۰ پوري وي.
څلورمه برخه: کلیدي اصطلاحات
د یوه علمي او تحقیقي اثر یو لړ مهم او ډېر کارول سوي اصطلاحات په دې برخه کي ل��کل کيږي، چي دا اصطلاحات تر ډېره ددې اثر په محتوايي برخه کي معنوي او علمي ارزښت ولري او د اثر په محتوا کي په بیا بیا ځلي کارول سوي وي ددې اصطلاحاتو شمېر ۵ ـ ۶ پوري وي.
پنځمه برخه: سریزه(مقدمه)
سریزه د کتاب، مقالې او علمی اثر کیلي بلل کیږي او د منځپانګي استازیتوب هم کولای سي، په دې برخه کي منځپانګه څپرکی په څپرکی لنډه ـ لنډه پېژندل کیږي ددې برخي په لوستلو سړی د اثر په ارزښت او موخي ښه پوهيدالی سي او دا برخه باید روان او ساده متن ولري او تر دوه پاڼو دي زیاته نه وي…
شپږم: د موضوع شالید
په یوه تحقیقي او علمي اثر کي په دې برخه کي د موضوع تعارف، مفهوم او تاریخچه په علمي ډول تشریح کیږي، د څېړني څېړونکی باید پر دې برخه ډېر حاکم وي د موضوع تېره تاریخچه په ښه او علمي انداز بیان او ذکر کړي. دا برخه باید کمه وي، خو په لنډښت کي له قوي مفهوم او افهام سره ولیکل سي.
اوم: د څېړني روش (مېتود)
د علمي اثر په دې برخه کي کارول سوی میتود یا مېتودونه تشریح کیږي، چي مواد څنګه، چیري او په څه ډول تحلیل، تجزیه او ځای پر ځای سوه؟
اتم: منځپانګه( د څېړني لاسته راغلي)
په دې برخه کي له ټول تحقیق څخه راغلي پايلي ذکر کیږي، دا برخه باید په علمي، روانه او ساده ژبه سره ولیکل سي، د یو محقق د زیار او زحمت پایله همدا برخه ده دا برخه باید په علمي بېلابېلو طریقو او روشنو سره ځای پر ځای سي له ګراف، جدولونو، شمېرو او انځورونو څخه ګټه واخستل سي، چي لوستونکي ته په زړه پوري او اخستنه يې اسانه سی.
نهم: پایله
په دې برخه کي د تحقیقي او علمي اثر محتوايي پایله ذکر کیږي او ځيني وخت ځیني لیکول په دې برخه کي د نور تحقیقاتو د ښه تحقیق په موخه وړاندیزونه هم ذکر کوي. مګر په اوسني روش کي وړاندیزونه تر پایلي وروسته تر ځانګړي عنوان لاندي راځي.
لسم: وړاندیزونه
د تحقیقی اثر د لا ښه څېړني په موخه وړاندیزونه کیږي یا ځيني غوښتني په دې برخه کی ځایوي..
یوولسم: ماخذونه:
په دې برخه کي ټول کارول سوي ماخذونه په علمي او معیاري ډول ذکري کيږي.
یادونه: که چیري اثر د تحصیلي ډګریو اخستلو په موخه لیکل کیدی نو تر پایلي ورسته د مناقشې عنوان هم راوړل کیږي
مناقشه:
په دې برخه کي د موضوع لنډ اما جامع معرفی راځي، چي د اثر پایله هم بیان کړای سي. د اثر شکلي خوا، سبک او د موضوع د ټولني روش بیانیږي دا هغه برخه ده، چي محصل دفاع کوي او استادان ترې پوښتني کوي او به دې برخه کي ډېر بحث کیږي څو چي موضوع به سم ډول سره دفاع او دی د نوی ډګرۍ خاوند سی.
————————
ښاغلی نوراحمد ایمل د هلمند پوهنتون استاد دی.