کابل ادبي بنډار

لیکوال:فضل الربي امیري –

کابل ادبي بنډار د۱۳۹۳لمریز کال د لړم د میاشتې په ۲مه نېټه قرغې په لمن کې د غازي محمد جان خان په منځني ښوونځي کې خپله ۳۸مه غونډه چې د خورشید فطرت پرېزنتېشن ته ځانګړې شوې وه وکړه.

غونډه د ښاغلي مجیب الرحمن محمودي له خوا د سپڅلي قرآن په آیتونو پیل شوه.

وروسته ملي سرود دخوږو ماشومانو لخوا د دوی په ښکلو غږونو کې زمزمه شوو.

د ۳۸ مې غونډې مشري ښاغلي اورنګ مختار چې د وردکو ولایت دکلتور رئیس دی کوله او میلمه یې ښاغلی شهاب اشرف وو.

د غونډې په لمړي سر کې د فضل الربي امیري له خوا د ۳۷ مې غونډې راپور وړاندې شو.

راپور دغونډې د ګډونوالو له خوا وستایل شو خو ګډونوالو یوې نقطې ته اشاره وکړه چې راپور ښکلی وو صرف طرز د وړادې کولو لږ ستونزه درلوده.

وروسته خورشید فطرت ګډونوالوته خپل پرېزنتېشن چې د اړیکو په اړه وو وړاندې کړ.

نوموړي د اړیکو په اړه خبرې وکړې او اړیکې یې په ژوند کې ډېرې مهمې وبللې د اړیکو د ډولونو په اړه یې هم معلومات وړاندې کړ وویل چې اړیکې ډېر ډولونه لري لکه انفرادي ،عامې ،ولسي ،ټولنیزې ،اشاره وي،ژبنی ،مستقیمې او غیرې مستقیمې.

دغونډې ګډونوال حبیب وقار د اړیکو په اړه هم خپل نظر ورکړ او وویل چې اړیکې د ژوند ډېرې مهمې او اساسی اصل دي او د اړیکو د پراخه کولو لپاره باید ډېرې ژبې زده کړو .

ټاکل شوې وه چې په تېره ۳۷ مه غونډه کې د کال دوو غوره لیکوالو (ګل آغا احمدي او حبیب وقار )ته اېوارډونه ورکړ شي خو دا چې ګل آغا احمدي د بیت الله شریف په زیارت بوخت و نو یوازې په تېره غونډه کې حبیب وقار ته اېوارډ ور کړ شو.

په د غه ( ۳۸)مه غونډه کې ښاغلي ګل آغا احمدي ته د شهاب اشرف له خوا د غازي محمد جان خان مډال د کال دغو ره لیکوال په توګه ورکړل شو .

د اېوارډ تر اخیستو ورسته ګل آغا احمدي دریځ ته را وغوښتل شو نوموړي د کابل ادبي بنډار له ټولو ګډونوالو په ځانګړي ډول له ښاغلي شهاب اشرف څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې اشرف تل شاعران او لیکوالان نازولي او الله (ج) د نور هم توفیق ورکړي.

وروسته احمدي د خپل ژوند او لیکوالی په اړه خبرې وکړې

ویې ویل دلیکنې ډګر ته یې دلومړي ځل لپاره په ۱۳۷۱ ل کال هغه مهال سر ورښکاره کړ چې دافغا نستان مسلمان ولس په هیواد کې روس پلوی رژیم نسکور کړ او تر اوسه پورې یې د پښتو شعر پنځه ټولګې برابرې کړې چې لومړی ټولګه یې د ارمنجن په نامه په پښور کې د دانش د خپرندویې موسسې له خوا دده په شخصی لګښت چاپ شوې او د ټولو لیکل شویو او ژباړل شوو کتابونوشمېر یې ۱۵ ټوکو ته رسېږي چې لنډې کیسې،تاریخي ،سیاسي ،او ټولنیز موضوعات پکې رانغښتل شوي او دچاپ انتظار باسي

د غونډې په درېمه برخه کې مشاعره پیل شوه ګډونوالو ښکلي شعرونه وړاندې کړل او خوږو ماشومانو هم پکې ګډون کړي وو چې مشاعرې ته یې لا ښکلا ورکړه د غونډې په پای کې ښاغلي اورنګ مختار چې د۳۸ مې غونډې مشريې کوله خبرې وکړې احمدي ته یې دمډال مبارکي ووایه او نور یې هم وهڅاوا چې خپلو لیکنو ته دوام ورکړي       او غونډه یې ښه وارزوله ویې ویل دغونډې درې واړه برخې ښکلې او په زړه پورې وې هیله مند یم چې د کابل ادبي بنډار نورو غونډوته دوام ورکړی او ټول ځوانان وهځوي.غونډه د لنډې دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده راتلونکې غونډه چې دوه اونی وروسته په همدې ځای کې جوړېږي ښاغلی ګل آغا احمدي به دغازي محمد جان خان په اړه پرېزنتېشن وړاندې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *