تاند- په بریتانیا کې دېره خیریه موسسې اکسفام په یوه خپور کړي راپور کې وویل، پر بیلیونرانو، چې شمېر یې مخ پر زیاتېدو دی، لږ څه مالیه به په نړۍ کې د هر ماشوم د تعلیم لپاره کافي پیسې برابرې کړي.

له راپور سره سم، چې پرون خپور شو، په نړۍ کې ۸۵ تنه تر ټولو شتمن کسان لکه د ټولې نړۍ نیمايي بېوزلان چې یې لري.

د اکسفام د راپور یوې لیکوالې ایما سیري نن په لندن کې خبریالانو ته وویل:

«موږ فکر کوو د مالیې سیستم له کنټروله وتلی، دا نور مناسب نه دی. دا هم مناسبه نه ده چې له نیکاراګوا رانیولې تر هسپانیا پوري هیوادونو کې ځیني تر ټولو شتمن خلک د عادي خلکو په پرتله د هغه څه چې دوی یې لري خورا لږ مالیه ورکوي.»

د اکسفام په راپور کې ویل شوي چې په تېرو پنځو کلونو کې له اقتصادي بحرانه را په دې خوا په نړۍ کې د بیلیونرانو شمېر دوه برابره شوی او اوس یې شمېر یو زرو ۶۴۵ تنو ته رسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *