تاند- د یوه تازه راپور له مخې د امریکا پوځ د افغانستان د حکومت د وسله والو مخالفانو له پلویانو سره د قراردادونو له کولو لاس نه اخلي.

په افغانستان کې د امریکا د بیارغونې د سرمفتش دفتر وویل چې د امریکا د پوځ دا کار غیرقانوني او د متحدو ایالتونو د ملي امنیتي ګټو لپاره خطرناک دی ځکه چې له دې لارې د یاغیانو لاس ته ډېرې پیسې په لاس ورځي.

د سرپلټونکي یا سیګار په راپور کې ویل شوي چې د امریکا پوځ له هغو افغانانو سره چې په دې پېژندل شوي چې د یاغیانو ملاتړ کوي د معاملو د بس کولو په باب ګڼې غوښتنې رد کړي دي.

د سرپلټونکي په راپور کې ویل شوي چې د دغو افغانانو په اړه پټه معلومات ترلاسه شوي دي.

د سیګار په راپور کې د قراردادونو د څرنګوالي او یا د کوم ځانګړي قرارداد یادونه نه ده شوې.

سیګار یا په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څارنې لپاره د سرپلټونکي دفتر تر دې مخکې په افغانستان کې د امریکا د ملیاردونو ډالرو د ضایع کېدو په اړه راپورونه خپاره کړي دي.

د دې ادارې په یوه وروستي راپور کې د مخدرو موادو پر ضد د امریکا د څه باندې ۷ ملیارد ډالرو د ضایع کېدو جزییات څرګند شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *