تاند- د کابل پولیسو نن /پنجشنبه/ د ښار دوکانونو ته ضرب الاجل وټاکه چې په درو ورځو کې ټول پوځي وسایل او یونیفورم وروسپاري.
د کابل د پولیسو له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې د جنايي فعالیتونو د مخنیوي لپاره به په ښار کې د پوځي وسایلو او یونیفورمونو د ټولولو لپاره عملیات پیل شي.
په خبرپاڼه کې وړاندې ویل شوي چې له دغو وسایلو او یونیفورمونو څخه په ځلونو د جنایتکارو ډلو او غلو له لوري د جنایتونو او د امنیت د خرابولو لپاره کار اخیستل شوی دی.
دوکاندارانو او مارکیټونو ته خبرداری ورکړای شوی چې د پوځي وسایلو او یونیفورمونو خرڅلاو او پېرودل په کلکه ودروي او دا ډول وسایل امنیتي ځواکونو ته وسپاري.
د کابل پولیسو همداراز ویلي چې په ټول ښار کې به د داسي وسایلو د ټولولو لپاره عملیات پیل کړي او که له چا سره وموندل شول وبه نیول شي او دوکان به یې بند کړای شي.
پر دې سربېره چې طالبان د ملي امنیتي ځواکونو له یونیفورمه په تروریستي بریدونو کې کار اخلي غله او نورې جنایتکارې ډلې هم د افغانستان د امنیتي ځواکونو وسایل او یونیفورم استعمالوي.
د پغمان په وروستي جنایت کې هم، چې پنځه تنه عاملان یې اعدام شول، جنایتکارانو د امنیتي ځواکونو یونیفورم اغوستی و.
که څه هم د کابل پولیسو دا اقدام به نه د تروریستي بریدونو مخه ونیسي او نه به د جنایتونو مخه بشپړه بنده کړي خو بې له شکه بې اغېزې به هم نه وي.
خلک له حکومته هیله لري چې د امنیتي ځواکونو د یونیفورم بندیز یوازې په دوکانونو پوري محدود نه کړي بلکې دا اعلان هم وکړي چې که د چا په کور کې دا ډول جامې یا وسایل وموندل شول، جرم ګڼل کېږي.
همداراز پکار ده چې خیاطان په خپل سر د امنیتي ځواکونو د یونیفورم له ګنډلو منع شي.
ډير پر ځای فيصله ده دداخله چارو وزارت دی د پوليسوهرنوی يونيفورم ته ځانګړی شفری نمبرونه ترتيب کړی چي دنظامی يونيفورم دتسليميدو په وخت دهغه پوری ثبت شی ،او يو پولس بيدون دخپل قوماندان يا امرڅخه حق نلری چي خپله دريشی دچا سره بدله کړی .
ډيره پر ځای فيصله ده دداخله چارو وزارت دی د پوليسوهرنوی يونيفورم ته ځانګړی شفری نمبرونه ترتيب کړی چي دنظامی يونيفورم دتسليميدو په وخت دهغه پوری ثبت شی ،او يو پولس بيدون دخپل قوماندان يا امرڅخه حق نلری چي خپله دريشی دچا سره بدله کړی .
زما په نظر که پوځی یونیفورم یواځی د رسمی دندی د اجرا په وخت کی واغوستل شی ښه به وی ، کله چی یو پوځی افسر له دندی رخصت شی او کور ته ځی باید په ملکی لباس کی وګرځی . یونیفورم باید په خپل دفتر کی پریږدی . د دولت مسوول مقامات به هم اصلی موظفیین وپیژنی او ملکیان به هم له نظامیانو نه ډیر نفرت نه کوی . له بلی خوا پولیس او نور نظامیان به په خپلو اصلی دندو کی ډیر بریالی وی . دوی به مجرمین په خپل وخت کی تشخیص او مسوولین به هغوی ژر بالفعل ونیولی شی.