د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې د (( اوه لکه شپيته زره يورو )) په ارزښت سره ورزشي  لوبغالۍ جوړ او پرانستل شو.

عاشق الله اخلاص يار / پکتيا

دلوبغالي په همدې مراسمو کې پکتيا والي ډګرجنرال جمعه خان همدرد وويل چې دغه لوبغالی ددوه کالونو په موده کې دالمان هيواد په مالي مرسته د اوه لکه شپيته زره يورو په لګښت سره جوړ شو .

ده وويل چې دغه ستر ورزشی لوبغالۍ په نړیوالو معیارونو جوړشوی چې په یو وخت ۹۰۰۰ کسان پکې ځایېدلی شي او سر بیره پر لوبغالي اداري خونې ، صالون او نور اړین ملحقات له ځانه سره لري .

پکتيا والي همدرد د پرانیستې پر مهال د المان هیواد له همکاری مننه وکړه او دا پروژه یې د افغانستان او المان هیوادونو د ملګرتیا نښه وبلله .

پکتیا والی د پکتیا ځوانانو لپاره ددی میدان جوړول ښه فرصت وباله او له دوی یې وغوښتل چې دمخدره توکو لاس واخلي  ووایې او ورزش ته مخه وکړي .

همدرد د هیواد ورزشکاران د سولې سفیران وبلل او دکرکټ په برخه کې دوروستيو لاسته راوړنو وروستۍ بریا یې ټولو ته مبارکې وویله .

په همدې مراسمو کې په ولسي جرګه کې دپکتيا استازو ډاکټر مجيب الرحمن څمکني او محمد ابراهيم غښتلي ، سناتورې فوزيه سادات ، دولايتي شورا ريس ښايسته جان احدي ، دپکتيا يوشمير مشرانو پخپلو خبرو کې ددولت له دې لورونې مننه وکړه چې ديادې سيمې دځوانانو ستونزې يې په نظر کې ونيولې او يو مجهز لوبغالی يې ورته جوړ کړ .

مشرانو پخپلو خبرو کې وويل چې پدې ورزشي سټوډيوم کې دخيبر پښتونخوا ځوانان هم لوبې کولی شي چې پدې سره به دسيمې دخلکو ترمينځ همغږي او يوالی رامينځته شي دوی وويل چې دې سيمې اوسيدونکي ديادې سيمې دخلکو سره اوس هم پوره همغږي لري چې په دې چاره به لاپسې ډيره شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *