په بایسکل پورې د نښلول شوي مقناطیسي بم د چاودنې له امله ۱۰ تنه ملکیانو ته ژوبله اوښتې.

نن سهار د لسو بجو په شاو خوا کې د لغمان ولایت د مرکز اړوند په عصمت څلور لاري کې په یو بایسکل پورې د نښلول شوي مقناطیسي بم د چاودنې له امله ۱۰ تنه ��لکي وګړیو ته ژوبله اوښتې.

ټپیان ټول دا مهال د لغمان د عامې روغتیا روغتون د درملنې په موخه استول شوي چې د دوه تنو روغتیايي حالت په کې نازک دی.

د لغمان سرپرست والي ډاکتر فضل الله مجددي د سولې او وطن د دښمنانو دغه ناوړه او غیر اسلامي عمل په کلکه غندي، د پیښې قربانیانو ته د ژر تر ژره روغتیا هیله لري او ټولو امنیتي او کشفي ارګانونو ته سپارښتنه کوي تر څو دغه پیښه په جدي توګه وڅیړي او په راتلونکي کې د داسې پیښو مخنیوی وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *