د سه‌شنبې په ورځ امنیتي چارواکو مشرانو جرګې ته وویل، چې ګاونډي هېوادونه د افغانستان ناامنه کولو په لټه کې دي. افغان امنیتي چارواکو ویلي، چې پاکستان د افغان جګړې چټکتیا په موخه د وسله‌والو مخالفینو روزن‌ځایونه څو برابره زیات کړي دي. د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو او ملي امنیت ریاست چارواکي، چې د مشرانو جرګې غونډې ته رابلل شوي وو؛  د افغانستان روانه ناامني یې د سیمې هیوادونو استخباراتي جګړه وبلله او د دغه وضعیت د ختمولو په موخه یې د دولت د درې‌ګونو قواوو ترمنځ د یوې بېړنۍ غونډې غوښتنه وکړه .

افغان امنیتي چارواکي پداسې حال کې د هېواد ناامنه کولو په برخه کې د ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي توګه د پاکستان هڅو په اړه څرګندونې کوي، چې د تېرو یولسو کلونو په اوږدو کې  ایران او پاکستان له وسله‌والو مخالفینو څخه په کلکه ملاتړ کړی دی. دغه ملاتړ اوس‌مهال نوي پړاو ته دننه شوی. ایران او پاکستان دواړه په خپل ټول شدت له وسله‌والو مخالفینو سره مرستې کوي.

پاکستان لدې امله، چې د وسله‌والو مخالفینو په لیکو کې افغان جنګیالي کم شوي، خپل جنګیالي یې د افغان دولت او بهرنیو ځواکونو پر وړاندې جګړې په موخه دلته استوي. په ورته وخت کې ایران وروسته له هغه وسله‌والو مخالفینو ته خپلې مرستې زیاتې کړې، چې طالب استازي د ایراني چارواکو په بلنه تهران ته بلل شوي وو.

جالبه دا ده، چې افغان چارواکي د دولت پر وړاندې د ګاونډیو هېوادونو هڅو په اړه په وار وار څرګندونې کړې؛ خو د دغو هڅو شنډولو په موخه یې کوټلي ګامونه ندي پورته کړي، چې له همدې اوس هم د دغو هېوادونو شومې هڅې دوام لري.

د ننګرهار امنیه قوماندان ویلي، چې پاکستان په ننګرهار ولایت کې په مستقیم او نامستقیمه توګه وسلې وېشي او خلک د خکومت پر وړاندې پاروي. ایران هم په ودرک او غزني ولایتونو کې وسله‌والو مخالفینو ته وسلې وېشلي دي.

د تېرو دولسو کلونو په اوږدو کې افغان دولت د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنو پر وړاندې او د دغو لاسوهنو مخنیوي په موخه کوټلي ګامونه ندي پورته کړي. د افغان دولت دغې چارې اصلي لامل د دولت کمزورتیا په ګوته کېږي؛ خو د کمزورتیا ترڅنګ ځینې نور لاملونه هم شته، چې ندی توانېدلی د ګاونډیو په ګډون د بهرنیو هېوادونو له لاسوهنو څخه مخنیوی وکړي.

ګاونډي هېوادونه په افغان دولت کې پراخ نفوذ لري، چې دغه هېوادونه له خپل نفوذ څخه په ګټنې نه پرېږدي، څو د دوی د خوښې خلاف کار تر سره شي. د دغه نفوذ تر ټولو ښه بېلګه ولسمشرۍ ماڼۍ ته د ایران له لوري د پیسو ورکړه ده. د ګاونډیو هېوادونو نفوذ یوازې په ولسمشرۍ ماڼۍ پورې خلاصه کېدای شي نشي؛ بلکې امنیتي اورګانونه ته هم غځېدلی، چې د تېرو کلونو په اوږدو کې د لاسوهونکو هېوادونو پر وړاندې د افغان امنیتي چارواکو له دريځ څخه په ښه توګه څرګندېدای شي. د افغان چارواکو په وینا ایران له وسله‌والو مخالفینو سره مرسته کوي، چې د افغان امنیتي ځواکونو سربېره بهرنیو ځواکونو هم د افغانستان په خاوره کې هغه وسلې نیولي، چې د ایران نښې پرې ټومبل شوې دي. البته دغه وسلې په وار وار نیول شوي دي؛ خو په ۱۳۸۹ لمریز کال کې کابل ته د ایران د کورنیو چارو وزیر مصطفی نجار سفر په ترڅ کې د ده افغان سیال پر دغو وسلو سترګې پټې کړې او په ډاګه یې کړه، چې تر دې‌مهاله ایرانۍ وسلې ندي نیول شوي. همداراز د ډېورنډ کرښې په اوږدو کې د افغان پوله‌ساتو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د جګړې په ترڅ کې د ملي دفاع وزیر افغان پوځیانو ته اجازه ورنه کړه، څو پوله‌ساتو ځواکونو سره مرسته وکړي.

د ایران او پاکستان نفوذ ملي شورا ته هم پراخ شوی، چې په وروستیو کې د ملي ارزښتونو او ملي ګټو خلاف د یو شمېر له استازو له دريځ څخه په ښه توګه څرګندېدای شي.

د ګاونډیو هېوادونو په وړاندې د افغان دولت تر ټولو لویه کمزورتیا په ایران او پاکستان کې د مېلیونونو افغان کډوالو شتون دی. دواړه هېوادونه پر افغان دولت د فشار راوړلو او د خپلو غوښتنو پوره کېدو په موخه وخت ناوخت له افغان کډوالو څخه ابزاري ګټه پورته کوي. په خواشینۍ سره، چې افغان دولت د تېرو کلونو په اوږدو کې ندی توانېدلی داسې یو میکانیزم جوړ کړي، چې له مخې یې وشي کولای دغه کډوال هېواد ته ستانه کړي.

افغانستان یو واردتي هېواد دی او بیا هم د تېرو کلونو په اوږدو کې پر همدې بڼه پاتې شو. د افغانستان ډېری واردات د د وو ګاونډویو هېوادونو؛ ایران او پاکستان له لارې تر سره کېږي. دغه دوه هېوادونه هر کله، چې غوښتي وي کولای شي د افغان سوداګر مالونه په بندرونو کې بند کړي. که څه هم په وروستیو کې افغان دولت د ایران او پاکستان لارو سربېره د توکو واردولو په موخه د نویو لارو په لټه کې دی؛ خو تر دې مهاله ندی توانېدلی، چې د یادو دوو هېوادونو بدیل لارې ومومي.

امنیتي چارواکو د شته امنیتي ناخوالو حل په موخه د درې‌ګونو قواوو بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې، دغه غونډه به هغه مهال مثبتې پایلې له ځانه سره ولري، چې افغان دولت په ځانګړي توګه ولسمشر حامد کرزی په لومړي سر کې په دولت کې د ګاونډیو هېوادونو نفوذ کموالي په موخه هڅې وکړي. همداراز افغان دولت کولای شي، چې د کډوالو بېرته راستنېدو په موخه پر یوه کارنده میکانیزم کار وکړي، چې له مخې به یې نه یوازې افغان کډوال هېواد ته ستانه شي؛ بلکې د ګاونډیو هېوادونو فشارونه به هم کم کړی شي. بل لور ته په اقتصادي ډګر کې باید افغان دولت د یادو دوو هېوادونو پر ځای نور بدیلونه ومومي. کنه خو د تېرو غونډو په څېر دغه غونډه به هم نه یوازې دا، چې مثبته پایله و نه لري؛ بلکې د وقت ضیاع به وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *