تاند- د چک جمهوریت پارلمان نن په افغانستان کې لږترلږه تر دوو نورو کلونو پوری د دغه هیواد د پوځیانو د ساتلو په اړه د حکومت پلان تصویب کړ.
د چک د حکومت په غوښتنه او د دغه هیواد د پارلمان د ولسي جرګې په تایید به په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو تر ۳۵۰ چک پوځیان په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي.
چک جمهوریت همداراز په بالکان، افریقا او سینای ټاپو وزم کې د خپلو پوځیانو د ساتلو ژمنه کړې ده.
چک پوځیان د افغانستان په لوګر ولایت کې مېشت ول خو وروسته یې له دغه ولایته د ولایتي بیارغونې ټیم او نور پوځیان وایستل.