ما له ډېرو مشرانو، استادانو، اديبانو، شاعرانو او آن څېړونكو څخه دا پوښتنه كړې، چې ادبيات په دقيقه معنا څنګه پېژندلاى شو؟ او څنګه يې بايد تعريف كړو؟ خو ډېرى او همغږي ځوابونه كابو ټول همدا ول: هره هغه خبره چې هنري ارزښت ولري هغه ادبيات دي؟.

ښايي هغه څوك چې سرو كار يې له ادبياتو سره نه وي او يوازې له ځينو ادبي مسايلو او كه ساده يې ووايم ادبي ژانرونو او صنفونو څخه خوند اخلي له دې خبرې سره همغږى وي؛ خو هغه څوك چې ادب يې مسلك دى او په همدې برخه كې په څېړنو بوخت وي، نو د دې خبرې منل ورته يو څه د تامل خبره ده، ځكه هغوى لاسوند وړاندې كوي او وايي كه چېرې د ادبياتو قيد په هنري ارزښت کې وي، نو بيا خو له ادبي ژانرونو او صنفونو پرته نور علوم له اره له ادبياتو خبر هم نه دي او نه يې منظم په ادبياتو چمتو متون بللاى شو، يعنې تاريخ، جغرافيه، ټولنپوهنه، منطق او… اصلاً د ادبياتو مالګه هم نه لري او نه يې ژبه ادبي او معياري ده، ځكه كله چې متونو ته ادبيات او يا ادبي چوكاټونه داخل نه شي موږ څنګه كولاى شو هغه متن منظم او ادبي وګڼو؟

خو يو شمېر نور ادبيان، چې بيا پر دغو نزاكتونو باندې پوه دي هغوى ادبيات هغه وينا بولي، چې خيال په كې وي، يعنې هره مخيله وينا ادبيات بولي، چې دا خبره هم له خپلو ستونزو څخه خالي نه ده؛ ځكه يو شمېر كسان چې شعر پوهان دي هغوى بيا دا خبره د شعر په برخه كې كوي او وايي، هره وينا چې مخيله وي هغه شعر دى، ښايي يو نيم په كې د نظم ګړنه هم وكاروي، خو په ټوله كې دا كلام د شعر لپاره ډېر په كارېږي؛ نو د دغه پېژند له مخې بيا هم د ادبياتو په تعريف كې ستونزه پيدا كېږي او بيا هم ادبيات يو څه ستونزمن كېږي، چې ډېر ځير څېړونكي يې منښتې ته نه چمتو كېږي؛ خو يو شمېر څېړونكي او ځيرمن اديبان، چې دغو ټولو باريكيو ته ځير دي هغوى بيا ادب مقصدي كلام بولي. په دې معنا هر كلام يا خبره چې مقصدي وي او ليكوال يې ورباندې د خلكو پوهول او پاملرنه غواړي، هغه ته ادبيات وايي، چې نوى كول يا پښت دغې خبرې ته تر نورو پېژندونو زيات ارزښت وركوي او د منښتې وړ يې دى؛ خو كه دې خبرې ته لږ څه ځير شو؛ نو دا خبره هم خپلې ستونزې لري، په دې معنا ښايي يو شمېر كسان پرې نيوكه وكړي، چې دا نورې خبرې يا علوم بې مقصده دي او هغه د چا خبره هسې بابولالې دي كه څنګه؟

نو كه بې پرې خبره وكړو د دوى خبره هم د منلو وړ ده او د ذهن په دريڅه كې يو څه ځاى لري، ځكه هر علم د يو مقصد او موخې لپاره رامنځته شوى او چې مقصد نه وي؛ نو اړتيا هم نه محسوسېږي او چې مقصد او اړتيا نه وي ښكاره خبره ده، چې د بشريت بېړۍ ولاړه ده، نو د دې لپاره، چې دې ټولو پوښتنو ته مو د ځينو اديبانو په وينا نسبي ځواب موندلاى وي اړينه ده، چې لږ څه لانجمن او ناسم درك شوي ګړنې ته ځيرنه وكړو، هغه دا چې له پخوا څخه تر اوسه پورې زموږ په ذهن كې د دې خبرې انګازې دي، چې ادب د ادب لپاره او ادب د ژوند لپاره.

پخوانيو ليكوالو به دا خبره داسې سپړله، چې ادب د ادب لپاره كابو سېمبوليكه ژبه ده، چې له زوبده اديبانو پرته هر څوك پرې نه پوهېږي او نه يې څوك د پوهېدا هڅه كوي، ځكه مسلكي خبرې دي؛ خو ادب د ژوند لپاره دا معنا چې هر څه د ژوند لپاره وپنځول شي او انسان »مهم نه دى، چې د كومې خاورې« ترې ګټنه وكړي، چې په دې كې بيا دوى لنډه كيسه، ناول، ډرامه او داسې نور ادبي ژانرونه دخيل ګڼل او د ادب د ژوند لپاره اصطلاح يې د همدغو صنفونو پنځونې ته ويله، په داسې حال كې چې نننى اديب يا ځوان اديب له دې خبرې سره همغږى نه دى او هغه په دې دواړو اصطلاحګانو كې خپلې كتنې لري. په دې معنا دوى وايي، چې ادب د ادب لپاره دا معنا چې يوازې ادبي ژانرونه يا صنفونه پر چوكاټي بڼه باندې خلك زده كړي او يا كه ساده يې ووايم د ادبي نثري او نظمي ژانرونو او صنفونو د جوړښت په اساسي توكو زده كړې ته وايي، چې د ادبياتو له ليكوال او مينه وال پرته نور ډېرى ولس يې مينه وال نه دى او ادب د ژوند لپاره دا معنا، چې ادب يو چوكاټ يا قالب دى، چې د هرې برخې علوم ځان كې رانغاړلاى شي او هر علم لپاره ځان جوړوي، يعنې د فزيك لپاره يوه بڼه، د جغرافيې لپاره بله بڼه او د ټولنپوهنې لپاره بله بڼه غوره كوي او هره پوهه چوكاټي او يا ادبي كوي، خو معنا يې دا نه ده، چې په ټولنپوهنه كې ادب؛ بلكې معنا يې دا ده، چې د ټولنې پوهنې الفاظ ادبي كوي، چې ولس ترې ګټنه وكړاى شي او پوهېدنه يې عامه شي. د ځوانو اديبانو په وينا لكه څنګه چې په دغه پېژند كې بدلون راغلى داسې د ادبياتو په لسګونو نورو نثري او نظمي ژانرونو كې هم بدلون راغلى، چې په ننني پير كې يې بېلونه او پرې د ولس پوهېدنه اړينه خبره ده او مشرانو ليكوالو ته بويه، چې له ځوان نسل سره په دې برخه كې همفكري او همغږي وكړي، چې ولس بيا هم د تېر په څېر په زړو او ناسمو سوليدلو خبرو شخوند ونه وهي.

دا چې د مشرانو او كشرانو ليكوالو او څېړونكو دا ډول خبرې او نيوكې څومره د منښتې وړ دي او څومره اسانتياوې او ستونزې به وزېږوي دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې په پاخه ګومان د لومړي ځل لپاره د زېري جريدې مطرح كړې او په كار ده، چې په اړه يې د اكاډمۍ له درنو اديبانو او څېړونكو څخه نيولې تر ازادو ليكوالو پورې ټول يو داسې منطقي ځواب ومومي، چې ټولمنلى او هر لوري ته د منښتې وړ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *