څو مشورې
د اندلس د ستر شاعر ابو عمر احمد بن محمد بن عبدربه (۲۴۶- ۳۲۸ ق) تالیف د تاریخ، روایاتو او اخبارو یوه پراخه مجموعه ده چې له قرآن کریم، تورات، انجیل، د عربو، فارسیانو او هندیانو له ادبیاتو او نورو سرچینو څخه یې خوندور مطالب راخیستي دي. دا کتاب چې په زرګونه مخه کېږي، د عربي ادب له پاره د ریفرنس کتاب حیثیت لري.
الحاج مولوي زین الله منلي د عقدالفرید ځینې کیسې پښتو کړې دي. هڅه به وکړو چې په تدریج یې ترتاسې درورسوو.
مشوره
رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: ما ندم من استشار و لا خاب من استخار
الله تعالی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته امر کړی و چې له هغو څخه سلا وغواړي چې له ده څخه په رای او عزم کې ټیټ دي، نو ورته یې وویل: وشاورهم فی الامر، فاذ عزمت فتوکل علی الله. (په چارو کې له دوی سره سلا کوه او چې عزم او هوډ دې وکړ، نو الله تعالی ته ځان وسپاره)
راز ساتل
پوهانو ویلي: خپل زړه دې د راز ساتلو له پاره د نورو له زړونو څخه ښه دی.
دا یې هم ویلي: هغه څه چې له دښمن څخه یې پټول غواړي، پرهغه دوست مه خبروه.
مامون الرشید، د رازساتلو په باره کې ویلي: پاچاهان هرڅه زغملای شي، خودرې څېزه نه شي زغملای، خپل عیب نه مني، د رازښکاره کول نه مني اوپرخپل حرم تېری نه مني.
ریباري
خالد بن صفوان یوې ښځې ته وویل: ماته یوه ښځه پیداکړه، چې واده ورسره وکړم.
هغې ورته وویل: ووایه څرنګه ښځه درته پیداکړم؟
هغه ورته وویل: داسي ښځه راته پیداکړه، چې که سره یوځای یو،نو د دنیا خلک یو اوکه سره وړاندې یو، نو د اخرت خلک یو.
هغې ورته وویل: درته پیدامې کړه.
خالد صفوان ورته وویل چېرته ده؟
هغې ښځې ورته وویل داسي مېرمن په جنت کې ده، نېکي اوښه کوه، در وبه رسېږي.
ملګري
داؤد علیه السلام سلیمان علیه سلام ته وویل: ای زویکه یو دښمن لږ اوکم مه ګڼه، ډېر ملګري اودوستان هم ډېرمه ګڼه اوپخوانی ملګری، چې ترڅو پورې سم وي، په نوي ملګري مه بدلوه.
چغلي
مامؤن روی ته نصیحت کاوه ورته یې وویل: د چغلګر خبره مه اوره!
واده
عکاف بن وداعه هلالې وایي: رسول الله صلی علیه وسلم، ماته وویل: مېرمن لرې؟ ما ورته وویل: نه.
هغه راته وویل: چې داسي ده، نود شیطان وروریې، نوکه د نصاراوو، له راهبانوڅخه یې ورځه ورشه، له هغوی سره یوځای شه اوکه له موږ څخه یې نو واده وکړه، ځکه واده زموږ له سنتو څخه دی.
ګوزاره
رسول الله صلی الله علیه وسلم، ویلي: «اوصیتکم بالنساء فا نهن عندکم عوان»، (زه تاسوته له مېرمنو سره دښې ګوزاري وصیت کوم ځکه، دوی له تاسو سره بندیانې دي).
ښه استاد
ابن شهاب زهري وایې: زه د مدینې له څوکسانو سره، عبدالملک بن مروان ته ورغلم، هغه زه په عمر کوچنی ولیدم، نوراته یې وویل: ته څوک یې؟ ماځان ورمعرفي کړ. هغه راته وویل: پلار اوتره دې د ابن اشعث په فتنه کې شریک ول. ما ورته وویل: ای امیرالمؤمنینه! ستا په مثل څوک چې عفو وکړي، هغه بیا نه یادوي ا وچې د چا له ګناه څخه تېر شي، نو بیا ورته ګواښ نه کوي.
د امیرالمؤمنین زما خبره خوښه شوه اوراته یې وویل: چېرته لوی شوی یې؟ ماورته وویل: په مدینه کې لوی شوی یم، بیایې راته وویل: له چاسره دې زده کړه کړې ده؟ ماورته وویل: له سعید بن شیب، له سلیمان بن لسارا اوله قبیضه بن ذؤءیب سره مې زده کړه کړي ده.
بیا یې راته وویل: چې له عروه بن زبیرڅخه دې ولې زده کړه نه کوله؟ ځکه عروه داسي سمندر دی چې په سلواغه یې اوبه نه خړېږي.
نو چې له عبدالملک څخه بېرته مدینې ته راغلم بیا ترمرګه پوري له عروه څخه بېل نه شوم.