فردوس مومند

له بده مرغه په افغانی ټولنه کی او حتی په مطبوعاتی او ټولنیزو شبکو کی د تکنوکرات ويي چی د کارپوهانو د واکمنۍ د پلویانو په مانا ده تر ډیره بریده په ناسمه توګه تعبیریږی او کارول کیږی. تکنوکراسۍ ته هم د دموکراسۍ په څیرد لویدیځ څخه راټوکیدلی ښکارندي (پدیدی) په سترګه کتل کیږی او د ځینو لخوا د افغانی ټولني سیاسی، دینی او ټولنیز جوړښت ته خطر ګڼل کیږی.

دا رښتیا ده چی د تکنوکراسۍ اصطلاح د لویدیځی نړۍ زیږنده ده او لویدیځو پوهانو پری لیکنی او ازرونی کړی دی خو د تکنوکراسۍ پلویان هیڅ ډول سیاسی انددود (آیډیالوژی) پوری تړلی نه دی، بلکه په دی عقیده دی چی د حکومت د چارو واګی باید کارپوهانو او مسلکی کارکوونکو ته وسپارل شی نو ځکه له تکنوکراتانو څخه ویره په کار نه ده. د تکنوکراسی اصطلاح کله کله د مریتوکراسۍ (Meritocracy)یا د غوریزو د واکمنۍ سره يوځای کارول کیږی خو په دی لیکنه کی یواځی د تکنوکراسۍ په تعریف او په افغانستان کی تکنوکراسۍ ته د اړتیا په ارزونه بسيا کوم.

د تکنوکراسۍ لنډ تعریف

تکنوکراسي (Technocracy)– د کارپوهانو واکمنی – د نولسمي پیړۍ په لومړۍ نیمایی کی د امریکل په متحده ایلاتو کښی پیل شوي یوه نظریه او حرکت دی چی موخه يي د علمی او مسلکی لاس ته راوړنو پر بنسټ د مالی بنسټوتو جوړښت، د صنعتی زیرمو څخه ملاتړ او ټولنیز نظام سمښت دی او یا هم هغه ټولنیز نظام ته ویل کیږی چی د پورتنی اصولو په نظر کی لرلو سره دولت د کارپوهانو، حقوقپوهانو، ډاکټرانو او انجینیرانو او نورو پوهانو په وسیله اداره کیږی.

په افغانستان کی تکنوکراسۍ ته ولی اړتیا لرو؟

په تیرو کابو څلورو لسیزو کی د افغانستان ټولنیز، سیاسی او اقتصادی بنسټونه او اډانی مو له یوه مخه ویجاړی شوی. اداری جوړښتونه او حکومتی جوړښتونه مو له میځه تللی وؤ. علمی او مسلکی کدرونه مو یا د کورني جکړو قربانی شول او یا هم د هیواد څخه کوچیدلو ته اړ ایستل شول. که څه هم د کرزی دولت یو شمیر هیلی راوپارولی خو بیا هم د هیواد په بنسټیزو ادارو کی نیمګړتیاؤ په لویه کچه شتون درلود. په افغانستان کی د سیاست جوړوونکو او سیاستوالو غیر مسلکی پریکړو دی هیواد ته د سیاست او اقتصاد له اړخه تر دی کچه نورو هیواد پوری تړلی بڼه ورکړه چی په کورنی او بهرنی سیاستونو مو حتی نسبی خپلواکی نه درلوده.

طبیعی ده چی یو جنګ ځپلی هیواد د عمومی خوندیتوب نه وروسته بیا رغوني او هوسایني ته اړتیا لری. البته د بیا رغوني څخه مراد یواځی فزیکی بیارغونه نه، بلکه اداری، فکری او ټولنیزه بیارغونه ده. افغانستان غوندی یو ناروغه هیواد چی په وجود کی یي د هر ډول ناروغۍ علایم او اثار له ورایه تر سترګو کیږی، یو جادوګر، پاړوګر یا مداری ته نه بلکه مسلکی او کارپوه ډاکټرانو او رنځورپالو ته اړتیا لری. که یو نیورولوجسټ یا د اعصابو ډاکټر د پوښتورګو په عملیاتو پیل وکړی نو د ناروغ د حالت تصور تاسو په خپله وکړی.

افغانستان بنسټیز بدلون ټه اړتیا لری، په دی موضوع ټول سره موافق یو خو د بنسټیربدلون لپاره د تکنوکراتانو او کارپوهانو واکمنۍ ته اړتیا لرو. اړینه ده چی سیاست مو د سیاستپوهانو په وسیله طرح او تثبیت، ودانۍ مو د مجربو او پخو انجینیرانو په وسیله آبادی، قوانین مو د قانونپوهانو په وسیله تصویب او اقتصادی سیاستونه مو د اقتصادپوهانو په وسیله طرح او تطبیق شی.

د زده کړو په برخه کی په پوهنتونونو کی باید څیړنیر او علمی مرکزونه تأسیس شی تر څو وکولای شو چی مسلکی کدرونه وروزو. دټولنپوهنی په برخه کښی ټولنپوهانو ته اړتیا لرو ځکه چی د ټولنیزو څیړنو کمښت شتون لری. ډیر کم شمیر څیړنی شته چی هغه هم له علمی او مسلکی پلوه ډیر ناغښتلی دی. ځوان کهول باید مسلکی کیدلو ته خپل پام راواړوی. په هره څانګه کی چی زده کړی کوی، که طب دی یا سیاسی علوم، اقتصاد که ټولنپوهنه خپلو زده کړو ته باید علمی بڼه ورکړی ځکه چی افغانستان انشآلله په هر مسلک کی مجربو کارپوهانو ته اړتیا لری. يواځی حکومت د هیڅ ډول بدلون د راوړلو ځواک نلری او په لنډه موده کی د بدلون تمه لرل هم نا معقوله بریښی. د یو هیواد عمر د انسان د عمر په پرتله خورا ډیر توپیر لری. د مؤثره بدلون لپاره صبر او حوصلی ته اړتیا ده.

د سوکاله آباد افغانستان په هیله!

محمد فردوس مومند

۳۱/۱‍۰/۲۰۱۴

بوادپست، هنګری

One thought on “په افغانستان کی د تکنوکراتانو واکمنۍ ته اړتیا/ مومند”
  1. مومنده وروره سلام
    لیکنه دی د ستاینی وړ او دی به پرخه
    امریکا د بن به کنفرانس د مجربو کار بوهانو بر حای به جګړه ما رو او و هواد ته بی وبا دلو پاندی تکیه وکړه. ګوندی او سنی حکو مت به سمه ولاړ سی ږ
    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *