تاند- د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر حسن قشقاوي نن وویل چې د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګري راکړې ورکړې اندازه په بې ساري ډول زیاته شوې ده.
د ایران د فارس نیوز خبري اژانس د راپور له مخې ښاغلي قشقاوي وویل د افغانستان او ایران سوداګري راکړه ورکړه د کال تر څلور ملیارد ډالرو اوښتې ده.
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر، چې د خپل هیواد په ختیځ کې د بروجرد ښار د پوهنتون له استادانو او رييسانو سره خبرې کولې، وویل:«د ترانزیتي مالونو او نفتي موادو په شمول د دوو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت د کال تر څلور ملیارد ډالرو اوړي.»
بروجرد ښار د افغانستان پولې ته څېرمه پروت دی.
ده همداراز وویل چې ایران د افغانستان په ګډون له ګاونډیو هیوادونو سره د دوه اړخیزو همکاریو د زیاتولو اراده لري.
ایران تېر کال ژمی افغانستان ته له عراق څخه د تېلو راتلونکي ټانکرونه ، چې د ایران له لارې یې افغانستان ته تېل رسول، ودرول او افغان سوداګرو ته یې څو ملیون ډالره زیان واړاوه.
خو له دې سره سره اوس افغانستان ته اکثره تجارتي مالونه د ایران له لارې واردېږي. د ایران ترانزیتي لارو ته وروسته له دې افغانانو زیاته مخه کړه چې پاکستان په خپله ترانزیتي لاره کې افغان سوداګرو ته ستونزې زیاتې کړې.