د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز
ولسمشر اشرف غني احمدزي، سعودي عربستان ته په سفر کې د عمرې له ادا کولو وروسته، د سفر په دويمه ورځ (د اکتوبر په 26مه) د هغه هېواد له وليعهد او دفاع وزير، شهزاده سلمان بن عبدالعزیز آل سعود سره په رياض کې وکتل.
د سعودي له دفاع وزير شهزاده سلمان سره په کتنه کې، تر ډېره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژيکو همکاریو د هوکړه ليک، په اسلامي نړۍ کې د روانو ستونزو او کړکېچونو، په افغانستان کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د سعودي د رول، اقتصادي مسايلو او همدا راز په سعودي کې د افغان سوداګرو او حاجیانو پر ستونزو خبرې اترې وشوې. د دې ترڅنګ دا پرېکړه هم وشوه، چې د دغو موضوعاتو د څرنګوالي لپاره دې دواړه لوري د لا ډېرو تفصیلي خبرو اترو لپاره پلاوي وټاکي.
له يوې خوا دا سفر د ولسمشر غني لومړنی بهرنی سفر و او له بلې خوا، د سعودي له دفاع وزير سره د نوموړي کتنه، د دغه سفر د اهميت څرګندوی دي.
د افغانستان او سعودي اړيکو ته کتنه
د افغانستان او سعودي د ملتونو ترمنځ له پخوا څخه سياسي او کلتوري اړيکې موجودې وې؛ خو دغه هېواد افغانستان ته د شورويانو له راتګ وروسته د افغانستان د سياست ډګر ته راداخل شو او کله چې سردار محمد داوود خان د خپلې واکمنۍ پر مهال شوروي محوره بهرنۍ اړيکې بدلې کړې او د لوېدیځ او اسلامي نړۍ په لور ولاړ، له هماغه مهاله د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ سیاسي اړیکې پراخې شوې.
دا اړیکې هغه مهال د سعودي عربستان لپاره ارزښتناکې شوې، چې شورویانو پر افغانستان یرغل وکړ او تر ډېره بریده يې د عربستان امنیت او خلیج هم له ګواښ سره مخ کړ. سعودي هم له همدې ویرې د افغانستان له مجاهدینو ملاتړ وکړ او د مرستو په ډګر کې تر ټولو مخکښ و.
د افغانستان د جهاد له دوران راوروسته، سعوديانو د ایران په مقابل کې د ستراتېژيک عمق د ترلاسه کولو لپاره، له افغان مجاهدینو او زیاتره له سلفیانو او طالبانو ملاتړ کاوه، چې د دوی او نورو ګاونډیانو دغه کار په هېواد کې نيابتي جګړه، نه یوازې دا چې پر ملت وتپله، بلکې تراوسه یې اغیزې هم په هر ډګر کې څرګندې دي.
د لومړني بهرني سفر لپاره د سعودي انتخاب
ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د خپل سياست اصلي ټکي روښانه کړل او په بهرنيو چارو کې يې پېنځه کړۍ يادې کړې، چې لومړۍ يې ګاونډي هېوادونه، دويمه يې اسلامي هېوادونه، دريمه يې د امريکا په څېر غربي هېوادونه، د ناټو غړي هېوادونه او چاپان وو، څلورمه يې اسيايي هېوادونه او پېنځمه يې هم د ملګرو ملتونو د سازمان او نړيوال بانک په څېر نړيوال سازمانونه وو. په لومړۍ درجه کې د ګاونډيو هېوادونو يادول، د افغانستان په بهرني سياست کې د هغوی اهميت په ډاګه کوي.
دا چې ولسمشر ولې خپل بهرني سفرونه له دويمې کړۍ پيل کړل، د پوښتنې وړ ده. دا چې ولسمشر د ټاکنيزو مبارزو پر مهال ويلي وو، چې د بريا پر مهال به يې لومړی سفر سعودي عربستان ته وي، يوازې د دې ژمنې پوره کول وو او که څه نور اهداف يې هم ترشا درلودل؟ که څه هم ولسمشر غني، سعودي ته د سفر ژمنه ښايي د عامه ذهنيت د راجلبولو لپاره ورکړې وي، ځکه اشرف غني احمدزي ډېر عمر په غرب کې تېر کړی او هڅه يې کوله چې کومې تشې ته يې چې خلک متوجه وو، هغه ډکه کړي؛ مګر د دې ترڅنګ د نوموړي په بهرني سياست کې د سعودي د اهميت ښکارندويي هم کوي.
د سولې په بهير کې د سعودي رول
سعودي عربستان ته د اشرف غني احمدزي دغه سفر ته له دوو زاويو د اهميت په سترګه کتل کېږي؛ لومړی دا چې د ښاغلي غني په مشرۍ د نوي حکومت د جګپوړو چارواکو دا سفر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ښو کولو کې مثبت رول ولوبوي او دویم دا چې ښايي د افغانستان د سولې په بهير او له طالبانو سره په خبرو اترو کې د سعودي د رول راجلبولو پيلامه وي. سعودي عربستان که له يوې خوا د اسلامي نړۍ د مقدساتو ټاټوبی دی، له بلې خوا له پاکستان سره هم نژدې ستراتېژيکې اړيکې او پر دغه هېواد خورا زيات نفوذ لري؛ نو ځکه داسې انګېرل کېږي چې دا سفر د بين الافغاني سولې بهير ته، له دې لارې د رسېدو د هلو ځلو پيل دی.
د افغان چارواکو په وينا، ولسمشر اشرف غني د سولې په برخه کې د سعودي عربستان د مرستې راجلبولو لپاره يو منظم پلان ترتيب او له ځان سره وړی و. ډېری شنونکي د پاکستان له لارې د سولې په برخه کې د سعودي د رول ترڅنګ، پر افغان طالبانو د مخامخ اغېز له امله هم د دغه هېواد رول مهم ګڼي، چې ګويا سعودي کولی شي له طالب چارواکو سره نېغ په نېغه هم تفاهم وکړي؛ ځکه سعودي له هغو هېوادونو څخه دی، چې د طالبانو حکومت يې په رسميت پېژندلی و او له هغوی سره يې ښې اړيکې درلودې.
په ټوليز ډول داسې برېښي، چې دا سفر به په لومړي ګام کې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو ښه کولو او غځولو پیلامه شي او ترڅنګ به یې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د سعودي د رول په اړه هم، دوه اړخيزې خبرې اترې پيل شي. د افغانستان د سولې په بهير کې د رول لوبولو په تړاو، د ولسمشر غني د غوښتنې په ځواب کې د سعودي دفاع وزیر ژمنه وکړه، چې هېواد به يې تر خپله وسه په دې برخه کې همکاري ونه سپموي.
له سعودي، چين او ترکيې سره د اړيکو ارزښت
داسې ښکاري، چې ولسمشر غني له چين، ترکيې، سعودي او په بل اړخ کې له هند او د امريکا په مشرۍ لوېديزې نړۍ سره د اړيکو د ښه کولو او پراختيا په هڅه کې دی. دا هغه هېوادونه دي، چې نه یوازې د افغانستان د سولې په بهير کې مهم رول لوبولی شي، بلکې د هېواد په اقتصادي پياوړتيا کې هم مثبته ونډه اخېستلی شي.
دا چې سعودي، ترکيه او چين د پاکستان ستراتېژيک ملګري هېوادونه دي؛ اشرف غني احمدزی غواړي چې د دغو دريو هېوادونو له لارې پر پاکستان فشار راوړي، ترڅو د افغان سولې او له طالبانو سره د مخامخ خبرو په تړاو رښتينی رول ولوبوي.
چين او سعودي به هم د اوسنۍ نړۍ او يادو شوو هېوادونو جيو-پوليټيک ماحول ته په کتو سره پر پاکستان فشار راوړلو او په دې اړه رول لوبولو ته زړه ښه کړي؛ ځکه دا دواړه هېوادونه په اوسني وخت کې له توندلارو وېره لري، چې ښه بېلګه يې هم په دې وروستيو کې د چين پر خلاف د القاعدې شبکې د جګړې اعلان دی او سعودي هم په منځني ختيځ کې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد له امريکا سره په نوي جوړ شوي اېتلاف کې ملګری دی او همدا راز هڅه لري، چې د سيمې په ستراتېژيکو هېوادونو کې خپل رول له مذهبي او سياسي پلوه پياوړی کړي.