د میدان وردګو ولایتي شورا درېمې دورې ته د بریالیو شویو غړو د لوړې او پخوانیو غړو ته د مخه ښې ځانګړې مراسم نن (شنبه ) د دعه ولایت په ولایتي شورا کې ترسره شول.

په دغه مراسمو کې،د شورا د نویو او پخوانیو غړو سربیره د میدان وردګو والي،د بېلابېلو ادارو مسؤلینو،قومي مشرانو،ځوانانو او لسګونو نورو برخه اخیستې وه،

د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیانی د ولایتي شورا نویو غړو ته د مبارکې ویلو ترڅنګ د پخوانیو غړو د کار او فعالیت ستاینه وکړه.

هغه زیاته کړه،د یادې شورا غړو هر مهال د ولایت مقام،د مشرانو او ولسي جرګي غړو سره یو ځای د دې ولایت لپاره د پرمختیایي پروژو د ترلاسه کولو په موخه د بېلابېلو وزارتونو او نورو ادارو ته تللي .

نوموړی وویل د شورا پخوانیو غړو هر مهال د ولسونو ستونزې له دوی سره شریکې کړي او تر بشپړ تعقیب وروسته د حل لارو ته یې ځانونه رسولي.

د میدان وردګو والي له نویو غړو هم غوښتنه وکړه،چې په جدي ډول دې د قومي،مذهبي او ژبني تعصب څخه ډډه وکړي او د دغه ولایت هرې ستونزې ته دې د حل لارو چارو لټولو کې له اړونده ارګانونو سره همغږي وکړي.

د ولایتي شورا پخواني مرستیال حاجي محمد حضرت جانان د پخوانۍ شورا په استازیتوب خبري وکړی او د خپلو لاسته راوړنو په اړه یې د مراسمو ګډونوالو ته معلومات ورکړل .

ده وویل هغه مهال چې دوی دنده پیل کړه،ولایتي شورا ودانۍ نه درلوده،چې د دغه شورا په هلو ځلو ودانۍ جوړه شوه،همدا راز یې د ستونزو د حل په موخه بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه کړي .

د هغه په وینا د ولسونو د ستونزو د حل په موخه یې د ولایت مقام سربیره د بېلابېلو ادارو ته تللي او د خپلو مؤکلینو ستونزې یې د حل په موخه له اړونده مسؤلینو سره شریکې کړي .

ولایتي شورا ته د نویو بریالیو غړو به استازیتوب انجینرحسیب الله کلیمزي د دغه ولایت له ټولو هغه کسانو څخه مننه وکړه،چې دوی ته یې رایې ورکړي .

ده ژمنه وکړه،چې پخپل توان سره به د دغه ولایت ستونزو ته د ولایتي ادارې په همکارۍ د حل لارې چارې لټوو.

د یادو مراسمو په پای کې د ولایت مقام له لورې د ولایتي شورا پخوانیو غړو ته د دوی د ښوو کارونو له امله ستاینلیکونه او برابرې شوې ډالۍ ورکړې .

عطاالله خوږیاڼی

د میدان وردګو ولایت ویاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *