راپور: فرید احمد تسکین-

دغه غونډه چې د لوی افغانستان ولسي خوځښت لخوا رابلل شوې وه پکې لسګونه تنو مدني فعالينو،د ادب خاوندانو او دده د کورنۍ غړو او مينه والو ګډون کړی و.

د غونډې په لومړي سر کې د لوی افغانستان ولسي خوځښت په استازيتوب صفت ځواک ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د نصير مومند پر فکري مبارزې خبرې وکړې.

نوموړي وويل:((نصیر مومند يو ښه لیکوال،ژباړونکی د يوې ادارې د ښه مدير ترڅنګ د يو ښه ژمن او خواخوږي فکري انسان په توګه هم پر خلکو خپل ځان منلی و. موږ بايد دهغو ټولنو په قطار کې ځان وشمارو چې خپل مشران او د فکر سرلاري د خپل ژوند په دوران کې ولمانځي نه چې له مرګ وروسته يې يوازې په يادونو او خاطرو يادونه تازه کړو بلکې د دوئ فکري رڼا خپل راتلونکي نسل ته ولېږدوو.))

1استاد محمد اصف صميم چې د ارواښاد نصير مومند نږدې ملګری پاتې شوی د غونډې دوييم ويناوال و.

استاد صميم ارواښاد نصير مومند يو لوی خادم ياد کړ او زياته يې کړه چې نصير مومند لوی ارمان درلود او د ستر شخصيت خاوند هم شو.

د ده په اند نصير مومند هر فکري کار ته د لوړتيا فکر کاوه او هغه به يې د خپلو کارونو په لومړيتوبونو کې ځای کاوه.

نوموړي زياته کړه:(( څنګه چې رسنۍ د ټولنې د ويښتيا ستره وسيله ده دغسې د کتاب خپريدل هم د ټولنې د ويښتيا ستره سرچينه ده. هر هغه څوک چې د ژوند سره مينه لري هغه دې د قوم د ژوند لپاره مړ شي.))

استاد صميم د قلم پر خاوندانو غږ وکړ چې پراخه مطالعه وکړي او د ټولنې د اړتياوو په پوره کيدو کې هر اړخيزه ونډه واخلي.

مدني فعال ډاکتر فيض محمد ځلاند د ارواښاد نصير موند خاطرې له ګډونوالو سره شريکې کړې او دهغه د ژباړې د مرکز يادونه يې وکړه.

د سرچينې د مالوماتو له مخې نصير مومند د ليکوالود چاپ کړو کتابونو سربېره يې ليکوالان د نورو ژبو نه پښتو ژبې ته د ژباړې لپاره هڅول.

د غونډې پرمهال د ارواښاد نصير مومند يو بل نږدې ملګری عطا الله خان حيران د ده پر ژوند اند خبرې کولې او له سترګو يې اوښکې روانې وې چې د غونډې ګډونوالو د ژړا ترڅنګ څو شېبې خاموشي اختيار کړه.

د غونډې په پای کې د ارواښاد نصير مومند مشر ورور ډاکتر شاکر مومند خپلې خبرې وکړې.

ښاغلي شاکرمومند د ارواښاد نصير مومند له مينه والو،ملګرو او د لوی افغانستان ولسي خوځښت له مسوولينو مننه وکړه چې د ورور نصير مومند پر فکري رڼا يې خبرې وکړې.

نوموړي ژمنه وکړه چې د خپل ورور پاتې ارمانونه چې د ولس د ويښتيا لپاره يې ګور ته يوړل سرته رسوي.

د يادولو وړ ده دغونډې پرمهال په هندوستان کې مېشت د لوی افغانستان ولسي خوځښت مشر ايمل څړوال، د قبايلو چارو وزارت، پوهنې وزارت، د افغانستان د هنر او کلتوري ودې ټولنې،پکتياميشتي فرهنګیانو او علمي خپرندويه ټولنې پيغامونه هم ولوستل شول.

ارواښاد نصیر مومند د عبدالمجید مومند زوی د رحیم ګل مومند لمسی له آره حلیمزی مومند په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې زېږېدلی و او د سرطان له څوارلس میاشتني رنځ وروسته د ۳۴ کلو په عمر د هندوستان په مکس روغتون کې ساه ورکړه او د ۱۳۹۳ لمریز کال د غویي پر اتمه د جلال آباد ښار په مقام خان هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *