تاند- نا پېژندویو وسله والو په پلازمېنه کابل کې یو سپورتي لوبغاړی وواژه، دا په درو اوونیو کې دوهم ورزشکار دی چې په پلازمېنه کې وژل کېږي.

د افغانستان د کورش لوبې د فدراسیون مسوولانو نن /شنبه/ وویل چې الیاس امینیار د کابل ښار په میرویس میدان کې ویشتل شوی دی.

۲۲ کلن امینیار، چې په څو کورنیو او بهرنیو مسابقو کې میډالونه ګټلي، څه باندې یوه میاشت د لومړني اولاد، چې زوی و، پلار شوی و.

تر دې مخکې څو اوونۍ مخکې په کابل کې یو بل لوبغاړی شبیر احمد عمري هم په ورته ډول ووژل شو خو تراوسه پوري یې قاتل نه دی نیول شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *