ښاغلي فاروق وردګ د سارک هیوادونو د پوهنې وزیر انو ته په افغانستان کې د زده کړې په برخه کې د شویو پرمختګونو، لاسته راوړنو او ننګونو په تړاو وینا وکړه اوپه هیواد کې د زده کړې د ودې او پرمختګ لپاره یې د خپلو راتلونکو پلانو نو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د پوهنې وزارت سرپرست وویل چې افغانستان په تیره یوه لسیزه کې د پوهنې په برخه کې بې ساری چټک پرمختګ کړی او له نجونو پرته د یو میلیون زده کونکو شمیر یې ۱۱،۵ میلیونو ته لوړ کړی چې ۴۲٪ کې یې نجونې دي .
هغه وویل: « له ۲۰۰۱ کال راهیسې زموږ ۱،۳ میلیونه نجونې او هلکان د افغانستان له ۱۲مو ټولګیو فارغ شوي او ډیرو یې لوړې زده کړې هم تر لاسه کړیدي» .
پوهنې وزیر وویل چې په تیرولسو کلونو کې یې په زرګونو ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړې ، په سلګونه میلیونه جلده نوي کتابونه یې چاپ او ویشلي او په لسګونو زره ښوونکو ته یې مسلکي روزنه ورکړې ده.
« موږ د خپل پلان ترمخه ډیره وده کړې او اوس موږ دزده کړې په دریم پنځه کلن ملي ستراتیژیک پلان کار کوو. د یوه منظم ستراتیژیک پلان پربنسټ د زده کړو دودې او ټولو ماشومانو او د جګړو د ناخوالو له کبله له ښوونځیو لیرې پاته ماشومانو ته پر ښوونځیو سر بیره په جوماتونو، د خلکو په کورونو او کلیوالي ټولګیو کې د زده کړې مرکزونه جوړ شویدي . پردې سربیره مود چټکو زده کړو او سواد زده کړو پروګرامونو ته وده ورکړې او ښې پایلې مو تر لاسه کړیدي ».
په افغانستان کې د پوهنیزنظام د ودې په تړاو نورو راغلو پرمختګونو ته په اشارې سره د پوهنې ښاغلي وزیر وویلې ،چې د ښوونځیو د چاپیریال د خونديتوب او د زده کړو د کیفیت پورته تللو په بهیر کې عام خلک را ښکلیل شویدي او ترنیمايي ډیرو ښوونځیو کې شوراګانې جوړې شوی دي . « دا کار ددې سبب شوی ، چې په ښوونځیو کې د زده کونکو د داخلیدو شمیره لوړه او د خلکو لیوالتیا له زده کړو سره زیاته شي .»
د افغانستان د پوهنې وزیرد سویلي اسیا دسیمه ییزو همکاریو سازمان( سارک ) د پوهنې وزیرانو په غونډه کې په افغانستان کې د پوهنې د ودې پر وړاندې شته ننګونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل ، چې لاهم د زده کړو د کیفیت لوړولو موخو ته د رسیدلو هڅې کوي او غواړي، چې ټول افغانان لیک لوست تر لاسه کړي. پردې سر بیره هغه د سویلي اسیا له هیوادونو وغوښتل چې په خپله سیمه کې دزده کړو په اړه له ۲۰۱۵ کال وروسته د سارک د پرمختیايي موخو د تنظیمیدو او عملي کیدو لپاره د یو ګډ نظر د رامنځ ته کولو په موخه د همکارۍ یو میکانیزم رامنځ ته کړي.
د سارک د پوهنې وزیرانو په غونډه کې د «زده کړه د ټولولپاره» د نړیوالو اهدافو په څرنګوالي ، د سارک د پرمختیايي موخو په تر لاسه کیدو، د ښوونځیو له لارې په زده کړې او سواد، د ځوانانو د مهارتونوپه لوړولو او مسلکیتوب ،د لوړوزده کړو او تخنیکي زده کړو په څرنګوالي بحثونه وشول.
په دغې ناسته کې پریکړه وشوه چې د سار ک د غړو هیوادونو د پوهنې د وضعیت په اړه به یو رپوټ د ملګرو ملتونو فرهنګي او کلتوري سازمان یو نیسکو ته واستوي اودا رپوټ به هغه راتلونکي لوی نړیوال کنفرانس ته هم وړاندې کوي، چې له ۲۰۱۵ کال وروسته د زده کړې د نړیوالې اجنډا ا و تګلارې په اړه جوړیږي .
د افغانستان د پوهنې وزارت غواړي چې له نړیوالو تجربو څخه د زده کړو د پرمختیا په برخه کې ګټه پورته کړي او په دې برخه کې خپلې تجربې له نورو سره شریکې کړي .
10 عقرب 1393