د کانونو وزارت يوه سرچينه وايي، د ولسي جرګې ۴۰ وکيلان د کانونو په قراردادونو کې په مستقيم او غير مستقيم ډول ښکېل دي، دوی یا خپله کاني شرکتونه لري او یا یې نورو شرکتونو ته دلالي کړې ده.
د معلوماتو له مخې، د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې د کرومايټ ډبرو د کان قرارداد د ولسي‌ جرګې د یو وکیل په غوښتنه د هغه یو خپلوان ته ورکړل شوی، اوس دغه شرکت د فني‌ کسانو په نوم د پاکستانیانو یوه ډله راوستلې او د پروتوکول خلاف په نورو ساحو کې کیندنې کوي.

معلومات وايي، د ایستل کیدونکو کرومایټو یوه لارۍ په کراچۍ کې په ۳۵ زره امریکايي ډالرو پلورل کيږي او په ساحه کې غیرفني سپړنې د اندېښنې وړ دي.

د کانونو وزارت يوه سرچينه وايي، د ولسي جرګې تر ۴۰ پورې وکيلان د کانونو په قراردادونو کې ښکېل دي، چې له ډلې يې ۱۵ په مستقيمه توګه او نورو بيا د خپلو خپلوانو په مټ شرکتونه جوړ کړي او يا يې دلالي ورته کړې ده.

د کانونو متخصصين اندېښنه لري، که د کانونو په قراردادونو کې د ولسي جرګې غړي، دولتي چارواکي او زورواکي ښکېل پاتې شي، حکومت ته به له دې درکه هېڅ هم لاسته ورنشي.

دا مسئله وروسته له هغه راپورته شوه، چې د ننګرهار په ګوشته ولسوالۍ کې د کرومايټ ډبرو د کان قرارداد د ولسي‌ جرګې د یو وکیل په غوښتنه د هغه یو خپلوان ته ورکړل شوی، اوس دغه شرکت د فني‌ کسانو په نوم د پاکستانیانو یوه ډله راوستلې او د پروتوکول خلاف په نورو ساحو کې کیندنې کوي. دوی هغه نقطې کان کېندونکو ته ور په نښه کوي، چې د کرومايټو فيصدي پکې لوړه وي.

د کرومايټ ډبرو دغه کان د ګوشتې ولسوالۍ په هغه برخه کې موقعيت لري، چې په تېرو کلونو کې پاکستان په څوځله د يادې سيمې د ورخپلولو لپاره هڅه کړې دي، خو بريالي شوی نه دی.

له وړاندې په ياده سيمه کې د کرومايټ ډبرو پر کانونو د سيمې د زورواکو له لوري چور تالان روان وو، چې تېر کال د کانونو وزارت يوه پلاوي له کان کېندونکو وغوښتل، چې خپل کارونه بايد قانوني کړي او دوی ژومنه ورکړه، چې ټول امکانات به ور برابروي او په اسانه شرايطو به قرارداد ورکوي.

د کانونو متخصصين وايي، د دغه قراردادونو له مخې افغان حکومت ته د يوې لارۍ پر سر له ۸۰۰ تر زرو ډالرو حق المتياز ورکول کېږي، خو د پاکستان په کراچۍ کې بيا يوه لارۍ کرومايټ په ۳۵ زره ډالره پلورل کېږي: (( تر هغه ځايه چې ټول لګښتونه وسنجول شي، نو تر ۵۰۰۰ ډالرو نه لوړيږي، خو له افغان حکومت نه دغه قېمتي کاني مواد د ايرو په بيه وړل کېږي، چې ډېری وخت بيا ځينې لارۍ په پټه هم ايستل کېږي.))

د ولسي جرګې يوشمېر غړي وايي، هغه وخت چې د کانونو قانون ولسي جرګې ته د تصويب لپاره وړاندې شو، ډېریو هغو وکيلانو چې په قراردادونو کې ښکېل وو، د ځان په ګټه يې د قانون د برابرولو هڅه کوله او غوښتل يې چې د دوی لاسونه پکې ونه تړل شي.

د يادې جرګې غړی صالح محمد صالح وايي، د کانونو د قراردادونو په ګډون هېڅ لوی او وړ قرارداد نشته، چې د ولسي جرګې وکيلان او يا هم دولتي لوړپوړي چارواکي دې پکې په مستقيم او يا هم غير مستقيم ډول نه وي ښکېل. دی وايي، په تېرو ۱۳ کلونو کې چارواکي د دومره شتو خاوندان شول، چې درک يې نه لګېږي، خو بې وزله نور هم تر پښو لاندې شول: ((دغه ډول ټول قراردادونه هېڅ راز شفافيت نلري او تر څنګ يې دوی ته په ټيټ نرخ ورکول کېږي، ځکه څوک نشته چې پوښتنه يې وکړي او ويې ارزوي.))

خو د کانونو وزارت وياند رفېع صديقي وايي، د ګوشتې د کان په تړاو ورته نه چا شکايت کړی او نه هم تر اوسه پورې د قرارداد د ارزولو کوم ګام پورته شوی دی، ځکه دا ګټل شوی قرارداد دی او کومه ستونزه پکې نشته.

د ښاغلي صديقي په خبره، تر اوسه پورې چې د کانونو په برخه کې کوم قراردادونه شوي، د ولسي جرګې په کوم وکيل پورې اړه نلري او د ټولو قرادادي کمپنيو نوملړ له جوازونو سره يو ځای د کانونو وزارت په وېبپاڼه خپاره شوي دي.

4 thoughts on “محور ورځپاڼه: د ولسي جرګې۴۰ وکيلان د کانونو په قراردادونو کې ښکېل دي”
  1. په خپل اوږد تاريخ کې افغانستان د خپل غوره موقعيت، روايت پرستي، خپلو مشرانو د جنايت، خرڅولو، سيمه ييز او نړيوال زبېښاک د ناوړه تګلارو او موخو لپاره هيڅ معاصر ژوند نه دی تر سره کړی. افغانستان د ثورد اوومې مترقي خوځښت او اوښتون په تاريخ کې په لومړي ځل د خپلو توليداتو د پيدا کولو خاوند کړ، چې تر ۱۹۸۰پورې يې د کال تاريخي ۳۰۰ ميليونه ډالر صادرات لرل، ګاز يې توليداوه، لاسي صنعت يې وده وکړه، برېښنايي توليد يې مخ په زياتېدو و، کورنی صنعت وده پيل کړي وه، د فابريکو د رامنځته کولو پلانونه،چې سرداردواد خان هم په نظر کې درلوده، عملي شول، د افغانستان په تاريخ کې په لومړۍ ځل له توهماتو او اساطيرالاولين څخه پاک نصاب کار پيل شو.
    خو له بده مرغه د دغو صادراتود ګټې ۹۰ سلنه د روس د جنګ او قرضونو ښکار کېدې. البته وروسته د مجاهدينو په سپېڅلي جنګ کې سل په سله کې له منځه ولاړې او نن د تاسف وړ خبره ده، چې موږ خپل دومره توليدات بهر ته صادروو، چې زموږ د بوديجې ۳.۵ سلنه برخه جوړوي، چې په دې کې ۹۵ سلنه د خصوصي سيکټور له خوا بهر ته د شخصي ګټي په خاطر صادرېږي. وروسته هر کال يې د هېواد صادراتو۶۰۰ميليونه ډالرو کې ۵۰۰ ميليونه ډالر د شخصې تجارانو له لورې په بهرنيو يا د دوبۍ په بانکونو کې ذخيره کېږي. بل لوري ته موږ د خپلې بوديجې لخوا ۵۲ سلنه برخه په بهرنيو وارداتو مصرفوو(۱).

    موږ بايد له ياده ونه باسو چې د افغانستان د ۲۰۱۰ ميلادي کال معادن وزير د امريکا له خوا له وزارته لرې شو. د دې خبرې دا مطلب نه دی، چې هغه ډېر سپېڅلی وه، بلکی هغې د لوګر د مسو په کان کې چين ته د دې پروژې د ورکولو پر سر ۳۰ميليونه ډالر بډې اخيستې وې، چې وروسته د امريکايي استخباراتو د راپور له مخې د دغې پروژي د چين په لاس کې د ورکولو په پاداش کې لرې کړ. زموږ خوار خزانه دار هر څه لري، خو بيا يې هم په غېږه کې بچېان نهار، بربنډ او وږي ويده کېږي.(۳)
    د ۲۰۱۰ امريکايي بليک او ويټيچ کمپنيو،چې د سړک جوړونې، پلونو او لويو پروژو په اخيستلو کې لومړی مقام لري، د سروې له مخې خوار خزانه دار (افغانستان)۳۶ټريليونه فټ کېوبيک (۱۰۰۰۰۰۰۰۰۰ کيلوميټره)ګاز لري. ۳.۶ ميليارده بيرل(دری زره شپږ سوه ميليونه بيرله) تېل لرو، که چېرې ۳۰۰ميليونه بيرل تېل هر کال افغانستان په نړيوال بازار کې د يو بيرل ۱۰۰ډالرو په بيه خرڅ کړای شي، نو افغانستان ته د کال ۳۰۰۰ ميليونه مانا ۳ ميليارده ډالر يوازې د تېلو ګټه رسېږي، چې په پايله کې يې هيڅ ډول نړيوالې مرستې(خيرات)ته اړتيا نه تر سترګو کېږي.
    همداسې موږ ۱۳۲۵ ميليونه بيرل مايع ګاز په وطن کې شته دی، چې په وطن کې يې د تصفيې د فابريکو جوړولو په ترڅ کې د تېلو په پرتله زياته ګټه کولای شي. (۴) افغانستان له سعودي وروسته دويم هېواد دی، چې د ليتيم په نوم يو ډول خام مواد لري، چې د ليپ ټاپ کمپيوټر بېټری په جوړولو کې په کار راځي، دا په خپله د ميليونونو ډالرو پانګونه له جاپان، کوريا او چين څخه د هېواد ملي خزانې ته را واردولی شي.
    د يو اټکل له مخې افغانستان د معادن له ودې څخه د کال زر ميليارده ډالر ګټلی شي، دا په داسې صورت کې چې افغانستان د کال ۱۲ميليارده ملي، نظامي، حکومتي او اقتصادي مصارف لري او که چېرې دا مصرف ترې وباسل شي، نو پاتي ۹۸۸ ميليارده ډالر افغانستان ته خالصه ګټه پاتې کېدلای شي، نو په داسې صورت کې به لوږه، بېکاري، بېسوادي، ناروغتيا، ګړدونه او غلامي له افغانانو څخه څه غواړي؟

  2. الله دی دا هره روپی ددوی په نس کی تر ابده سور اور کی اوهره روپی چی دی بیناموسو جب ته کری الله دی په زهرو واره وی. دا تولی د ایتیم ،کوندو، د خوارانو ، او نورو افغانانو حق دی چی د همدی ظالمانو له خوا اوس هم په دردمنده او په سلو نورو دردونو اخته دی…

  3. زه يوه پوښتنه لرم او هغه دا چې ازاد مطبوعات ولې د فساد او د فاسدو کسانو، پېژندل شوو څيرو، کاسه ليسانو اود هغو عناصرو په کړو کې ګونګ ياچوپ دي چې زموږ د ټولنې د بربادي سبب شول او لاتر اوسه هم کوښښ کوي چې په بيشرمه توګه خپلې څيرې د “نخبګان” په پروګرام کې راښيي اوله دې نه اوچته داحسان الله بيات د تلويژن ويندوى ېې د شخصيتهاى سياسي،ملي،فرهنګي،و……ددې کوم کار نخبګانو ته ورته دي؟
    دغه کسان د افغانستان تاريخ پېژني په دې پروګرام کې جاسوسه سيما “ثمر” سيد مخدوم رهين،سورپرچمۍ سليمان لايق، د بن د معاهدي اصلي غړي يونس “قانوني ليدل کيږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *