د احمد شاه ابدالي څلور ورځینیو سیالیو څلورمه سیالي د مس عینک او آمو لوبډلو ترمنځ برابره پای ته ورسیده

د افغانستان کورني کرکټ په کچه د احمد شاه ابدالي څلور ورځینیو سیالیو څلورمه سیالي نن د مس عینک او آمو لوبډلو ترمنځ برابره پای ته ورسیده.

ددغې لوبې پچه د آمو لوبډلې لوبډلمشر وګټله او د مس عینک لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه. مس عینک لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۶۳ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې فضل نیازي ۱۲۷ او عامر منګل ۹۳ منډې جوړې کړې. د آمو توپ اچونکو لخوا عبدالله ۳، حشمت الله شهیدي ۲ او محبوب شاه هم د سیالې لوبډلې ۲ لوبغاړي وسوځول.

1آمو د خپلې توپوهنې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۴۵۴ منډې جوړې کړې چې له ډلې یې حشمت الله شهیدي ۲۶۱ او خیبر ۸۴ منډې وکړې. د مس عینک توپ اچونکو لخوا رحمت شاه د آمو ۴ لوبغاړي وسوځول.

مس عینک توپوهونکو په خپله دوهمه پاڼۍ کې بیا هم ښه لوبه وکړه او د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره یې ۳۸۲ منډې یې جوړې کړې چې له ډلې یې رحمت سهاک ۱۰۹ او یونس احمدزی ۱۰۶ منډې جوړې کړې. د آمو توپ اچونکو له لوري ظاهر خان، نورالله او حشمت الله شهیدي د سیالې لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

آمو لوبډلې د توپوهنې په دوهمه پاڼۍ کې د ۳ لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۸ منډې جوړې او لوبه یې برابره پای ته ورسوله. د مس عینک توپ اچونکو له لوري ظاهر او روښان د سیالې لوبډلې یو یو لوبغاړی وسوځاوه.

1حشمت الله شهیدي د سیالۍ غوره لوبغاړی وپیژندل شو او د مرستیال اجراییوي رئیس دوست محمد نظري له لوري یې خپله جایزه ترلاسه کړه.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د څلور ورځینیو سیالیو بهیر بریالی وباله او د څلور ورځینیو سیالیو په لاره اچول او په دغو سیالیو کې یې د لوبغاړو پراخه ونډه اغیزمنه وبلله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *