تاند- د ایران د بشري حقونو تر ټولو لوړ چارواکي په خپل هیواد کې د اعدامونو په اړه د ملګروملتونو د انتقاد په ځواب کې وویل چې په ایران کې په سلو کې ۹۳ اعدامونه د مخدرو موادو د قاچاق وړونکو دي.
د ایران د بشري حقونو د شورا مشر محمد جواد لاریجاني دا خبره د ملګروملتو د یوه راپور په ځواب کې وکړه چې پر ایران یې د زیاتو اعدامونو په خاطر انتقاد کړی و.
د لاریجاني څرګندونې د دغه هیواد د عدلیې په ویبپاڼه کې د شنبې په ورځ خپرې شوي دي.
راپورونه وايي چې د مخدرو موادو د قاچاق په تور په ایران کې اکثره اعدام شوي کسان افغانان دي.
که څه هم ایران نه دي ویلي چې څومره افغانان یې اعدام کړي او نه لاریجاني د افغانانو اعدامونو ته اشاره کړې خو یو نیم وخت ایراني چارواکي په خپلو زندانونو کې د افغانانو د اعدامېدو خبرونه خپروي.
د تېر اکتوبر په دوه ویشتمه ایران وویل چې ۳ افغانان یې د مخدرو موادو د قاچاق په جرم اعدام کړي دي.
د سږ کال په لومړیو کې یې هم د شپږو افغانانو د اعدامولو خبر ورکړی و.
د ملګروملتو په هغه راپور کې چې د اکتوبر په درویشتمه یې خپور کړی، ویل شوي چې د ۲۰۱۳ میلادي کال د جولای او د ۲۰۱۴ کال د جون ترمنځ په ایران کې لږترلږه ۸۵۲ تنه اعدام شوي دي.
ملګروملتو دا شمېره د ورتېرو کلونو په پرتله په ایران کې د اعدامونو د زیاتېدو په باب خبرداري ورکوونکې بللې وه.
روانه اوونۍ په جینیوا کې د ملګروملتو د بشري حقونو په غونډه کې د څو اروپايي هیوادونو چارواکو ګډون وکړ او له ایرانه یې په کلکه وغوښتل چې د اعدام د سزا د اعلانولو لپاره قانوني مهلت وټاکي.