د پښتو ادب د بډاينې په موخه د روان کاروان دغه سرلاری له کوچنيوالي څخه د شعر د کاروان لاروی دی ، هغه چې پر دې لاره څومره پلونه ایښي نو تر شاه یې داسې ښکلي او راڼه خاپونه پريښي ، چې ګڼو ځوانانو یې دا پل پسې اخیستی او تمه ده چې منزل ته په رسیدو کې به یې مرسته هم وکړي .
په پښتو ادب کې ډير داسې ليکوالان او شاعران شته چې د نوم په اخستو سره يې د هر چا په ذهن کې د يوې پراخه ، هر اړخیزې او نه هيريدونکې هستۍ انځور جوړ شي او دا ځکه ، چې په ادبي ډګر کې د دوي ريښتينو هڅو او فعالیتونو د خپل قام ژبه د سیالانو سره د سيالۍ جوګه کړې .
هو! د پيرمحمد کاروان د شعر د ګونګرو مستانه شرنګ ويده روحونه رابيداروي ، د هغه په شعر کې پرته مينه د هر انسان د احساس چيغه ده، او د خیال د لوړتیا او د فکر د ژورتیا له امله یې د هر چا په زړه کې ځانله ځانګړی او جوت ځای پيدا کړی.
د کاروان شعرونه د شعریت ، هنروالې ، عاطفې، احساس او موسیقیت د رنګينیو په خم کې داسې لمبېدلي ،چې ښکلا او ځلا يې د زړه تياره ګوټونه روښانه کوي .
پيرمحمد کاروان د پښتو ادب د کاروان هغه سر لاری دی ، چې نوم به يې تل د خپلو مينه والو په خولو يادیږي.
هغه له کوچني والي نه له شعر و ادب سره د لېونۍ مینې په تار زړه وتاړه ، او له همغه مهاله تر اوسه د شعر پر دښته د خپلې مینې د سپيڅلي ارمان په لټون ورک لیونی ګرځي.
تل يې د شعر په ژبه له دنګ چنار سره خبرې کړي .په دې خبرو کې به يا د دغې هسک چنار يادونه پراته وي او يا به ورڅخه ګيلې او شکايتونه شوي وي،خو هر څه چې وي چنار د کاروان په شاعرۍ کې کله د وطن د ښایسته پيغلو د دنګو قامتونو سمبول شوی او کله د قومي کردار د افاقیت .
لکه :
چپ شمه که ووایم ، چې دنګه یاره تا ښایم ؟
خلک راته وايي ، چې کاروانه ! چنار څه مانا؟
یا دا چې :
غوڅ يې کړ تابوت یې کړ ستا نوم به مې ليکه پرې
ستا په نامه خاورو ته چنار راسره ځي
د دغې شاعرانه هستۍ په شعرونو کې فلسفه ،ښکلي بې بېلګې انځورونه،نوي ترکیبونه ، لوړ خيالونه ، ژورفکرونه او د شعر نورې ګڼې ښکلایيزې ځانګړنې په څرګنده غبرګې شوي .
د غم لېوانو مې د زړه پر ورشو برید کړی
د اوښکو وري د بڼو شپول ته په ترپکو راځي
کاروان د پښتو شعري نړۍ په لر او بر کې هغه ښاد او ياد نوم دی چی په خپلو شعرونو کې یې تل د خپلې ټولنې ريښتینی انځور په ډیر زبردست هنري انداز کې په شاعرانه ژبه وړاندې کړی .
منصور چې څڼې څنډ وهي دستار وغورځوي
په یوه چيغه به سل زره کفار وغورځوي
سيلۍ د مينې راغلې ، بړبوکۍ د مینې هم
له شیخ نه به د خامو خښتو ښار وغورځوي
شاعر ته د ټولنې طبيب او انځورګر وايې ، خو په پښتني ټولنه کې داسې طبيبان او انځورګران هم لرو چې په خپل دغه مسوليت کې د استادۍ تر کچې رسيدلي دي.
د دوي له ډلې يو هم پيرمحمد کاروان دی ،چې زړه او روح يې د وطن له مينې ډک دی او تل يې له همدې مينې څخه شعري ګيډۍ جوړه کړې او خپلو هيوادوالو ته يې ډالۍ کړې ده.
هغه له هيواد سره د مينې احساس ،په بيلابيلو لارو څرګند کړی او د ټولنې وګړي يې په دی قانع کړي چې د سولې او امن کوتره به يو ځل بيا د هيواد په غرو رغو خپلې سپينې او مهینې وزرې ورپوي او په دې ډول یې د خپلو خلکو په زړونو کې د هيلو تتې ډېوې په توپاني شېبو کې هم بلې ساتلې دي .
د ده هر شعر له رنګینیو او ښکلاوو داسې مالامال دی ،چې له نورو یې ځانګړی کړی دی .
ګل چې شم نو پاڼې ، پاڼې توی په هديرو کې شم
سيوري ته شهيد راوړي ، چې ونه د چنار شم
+++++
نن به ستا وي د منګي اوبه مالګينې
ما مینځلې په ګودر وې سهار سترګې
کاروان هغه اوسمهالی شاعر دی چې په شعر کې د کلماتو د پر ځای کارولو مهارت لري ، د کاروان فطرت شاعرانه دی، د هغه شعر فطري او له تصنع او تکلف څخه پاک دی .
موټي کې دې کاڼی وو ، که ګل وو خبر نه ومه
لاس دې وو تاو کړی زما ویشتو ته د وار غوندې
د شعر په بې پایانه بیابان کې د دغې کاروان،د لفظونو اوښان په رنګینیو بار دي. او مونږ به تل د پښتو د ادب کاروان د دغې سرلاري سړي هنري پنځونو ته په اوچته سترګه ګورو. ځکه هغه څه چې نوموړي پښتني ټولنې ته ورکړي په نړۍ کې ډيرو کمو خلکو خپل ولس ته ورکړي.
د ښکلا د کاروان ستړيه لارویه !
درومه ، درومه تاته چا وې ، چې دمې شته