تاند- په چین کې هغو محصلانو او استادانو، چې پښتو ژبه زده کوي، په دې خوښي ښکاره کړه چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي د چین په وروستي سفر کې هغوی ته د ژبې د لا ښه رده کړې لپاره د افغانستان د سفر بلنه ورکړه.
د چین د پیپل ډیلي انګلیسي ژبې ورځپاڼې د راپور له مخې د پښتو ژبې لېوالو چینايي زده کوونکو او استادانو وویل چې دا به دوی ته فرصت برابر کړي چې د پښتو ژبې د زده کړې مهارت لا زیات کړي.
د افغانستان ولسمشر د چین د سفر په مهال سینهوا خبري اژانس ته په مرکه کې وویل، هیله لري چې هغه چینايي ځوانان او ځوانانې چې پښتو یا دري زده کوي د زده کړې لپاره څه موده په افغانستان کې تېره کړي او د چینايي ژبې افغان زده کوونکي څه موده د چینايي ژبې د زده کړې لپاره په چین کې تېره کړي او هغوی له چین سره د افغانستان د اړیکو په پله بدل شي.
ده وویل:«موږ خوشاله یوو چې چینايي ځوانان پښتو او دري ژبې زده کوي. ما د خپل کاري ژوند یوه موده په چین کې تېره کړې ده.»
اشرف غني هغه وخت ته اشاره کوله چې په نړیوال بانک کې یې کار کاوه او د دغه بانک د یوه چارواکي په توګه یې چین ته سفرونه کول.
د پیپلز ډیلي ورځپاڼې د راپور له مخې د چین د نړیوالې راډیو د پښتو څانګې رييس کشي مینګ سینهوا خبري اژانس ته وویل چې په دې ډېر خوښ دی چې ولسمشر غني دوی ته د افغانستان بلنه ورکړې ده.
ښاغلي کشي همداراز وویل:«دا به ما ته موقع راکړي چې پښتو ژبه پیاوړې کړم او دغه راز به د افغانستان او افغانانو په لا پېژندلو کې راسره مرسته وکړي. پښتو زما په ورځني ژوند کې له هاغه وخته چې زه شاوخوا ۱۰ کاله پخوا له پوهنتونه فارغ شوم مهم رول لري.»
پیپل ډیلي ورځپاڼه وايي، سره له دې چې افغانستان د چین یو ګاونډی هیواد دی خو اکثره چینایان افغانستان یوازې دومره پېژني چې طالبانو پکې د جګړې اور بل کړی، د ترهګرۍ او بدمرغۍ په لومه کې ګیر دی، هغوی د افغانستان له شتمن کلتور او ژبې خبر نه دي.»
د چین د نړیوالې راډیو د پښتو څانګې رييس ښاغلي کشي وویل:«له تاوتریخوالو او شخړو سره سره، اوس تر بل هر وخت په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره هیله زیاته ده. زه په دې خوښ یم چې چینايي او افغان لورو د یو بل د ژبو د زده کړې تعلیمي پروګرامونه جوړ کړل.»
ده وویل چې په بېجنګ کې ډېر ځلي په مترو کې افغان محصلان ویني چې په پښتو ږغېږي خو افسوس دی چې چینايي زده کوونکي په امنیتي وجه د زده کړو لپاره افغانستان ته سفر نه شي کولی.
«زه له زړه هیله کوم چې په افغانستان کې به سوله او ملي پخلاینه بریالۍ شي او چینايي محصلان او پانګوونکي به وکولای شي چې افغانستان ته لاړ شي. یقیناً دا به د دواړو هیوادونو په ګټه وي.»
د چین د ارتباطاتو پوهنتون، چې ښاغلي کشي مینګ هم پکې پښتو ژبه ویلې ده، په پښتو څانکه کې په هرو څلورو کلونو کې یوازې شاوخوا ۱۲ تنه محصلان مني.
د دغه پوهنتون د پښتو څانګې یوه محصل ۲۰ کلن جینګ زیمین سینهوا خبري اژانس ته وویل چې له ده سره په ټولګي کې ۱۳ تنه پښتو لولي او دی په دې زښت خوشال دی چې ولسمشر غني په دې اړتیا پوهېږي چې چینايي ځوانان باید د پښتو ژبې زده کړې ته وهڅول شي. زه هیله لرم چې دا به په افغانستان کې هغو چینایانو ته د کار موقع برابره کې چې پښتو یې زده ده.»
د ده ټولګیوال لیو جینګبو وویل چې دی او د پښتو ژبې نور ټولګیوال به یې د دوو هیوادونو ترمنځ د ژبې او کلتوري تبادلې د پلونو کار وکړي او د چینایانو او افغانانو ترمنځ د لا ښه اړیکو په ټینګولو کې به ونډه ولوبوي.
د چین د ارتباطاتو د پوهنتون د پښتو څانګې محصل وانګ هینګ، چې پخوا دیپلومات و، او لین جینګ، چې پخوا په کابل کې د سینهوا خبري اژانس خبریال و، هر یوه په کابل کې یو کال تېر کړی دی.
دواړو هیله څرګنده کړه چې د ولسمشر اشرف غني احمدزی او اجرايي رييس عبدالله عبدالله په مشرۍ به افغانستان پر امنیتي او اقتصادي ستونزو لاسبری شي او په نهایت کې به سوله او سوکالي راولي.