افغانستان-خوست
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه:١١-٨-١٣٩٣
د کندهار ولايت پر مرستيال عبدالقديم پتيال شوى بريد يو څرګند وحشت دى په خواشينۍ سره مو يو دردونکى خبر ترلاسه کړ چې نن ماښام د اوه بجو په شاوخوا کې د کندهار ولايت پر مرستيال عبدالقديم پتيال باندې د يو وحشي وسلوال کس لخوا بريد وشو او ددغه بريد په پايله کې د هېواد  ځوان خدمتګار عبدالقديم پتيال زخمي او وروسته شهيد شو. خوست ولايت مقام دغه بريد په کلکه او سختو ټکو سره غندي او دا بريد يوڅرګند وحشت ګڼي.
انالله وانااليه راجعون

عبدالقديم پتيال يو ځوان کدر ، دملي فکر څښتن ،د پياوړې ارادې درلودونکى خدمت ګار شخصيت و چې په کم عمر کې يې خپلې خاورې او ولس ته دخدمت ملا تړلې وې ، په ټينګ هوډ او قوي عزم سره خپلې خاورې او ولس ته په خدمت بوخت و ، د هېواد له ترقۍ ،ابادۍ او امنيت سره يې خورا زياته مينه درلوده .

د دې خاورې او ولس دښمنان هيڅ وخت په دې هېواد کې دخدمتګارو شخصيتونو او کدرونو دشتون زغم نه لري ، له يوې او بلې لارې په دې بوخت دي چې خدمتګار شخصيتونه ، ځوان کدرونه ، دپاکې ارادې درلودونکې مبارزين ،سياسي او جهادي شخصيتونه ترور کړي او په دې سره په ټولنه کې د وحشت او دهشت فضاء خوره کړي.

د کندهار پر مرستيال عبدالقديم پتيال شوي بريد يو ځل بيا دا په ډاګه کړه چې دښمن په خپل وحشي او تروريستي کمين کې ناست دى او لا هم  د افغان مسلمان ملت او دې پاکې خاورې د تخريب او وژنې تروريستي بريدونه ترسره
کوي.

ټول هېوادوال اسلامي او ملي مسووليت لري چې ددغه وحشي دښمن د تروريستي پلانونو د شنډولو لپاره خپله غږ او اراده يوه او ټينګه کړي دخپل دولت سره يوځاى ددغه ناروا کړنو پرضد مبارزې ته دوام ورکړي.

زه دخوست ولايتي ادارې ،ولايتي شورا،علماوو شورا،سولې کمېټې او ولسونو په استازيتوب د کندهار پر ځوان مرستيال عبدالقديم پتيال باندې شوى بريد په ټينګه او سختو ټکو سره غندم ، دلوى خداى پاک ج له سپيڅلي دربارڅخه د دغه
بريد عاملينو ته په دنيا او اخرت کې د شرمندګۍ غوښتنه کوم او د لوى څښتن تعالى له دربارڅخه شهيد ته دفردوس جنت ،کورنۍ ،دوستانو او کندهار ولسونو ته دجميل صبر غوښتنه کوم خپل دژورې خواشينۍ او ډاډګيرنې مراتب د شهيد
کورنۍ ،دوستانو او د کندهار شريف ولس ته وړاندې کوم.

د هېواد له امنيتي او کشفي ارګانونو غواړم چې د کندهار پر مرستيال عبدالقديم پتيال باندې دشوي بريد هراړخيزه څيړنه ترسره ،عاملين يې پيدا او په سخته جزاء يې محکوم کړي.
عبدالجبارنعيمي
دخوست ولايت سرپرست والي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *