په هغو ملګرو کې، چي له پتيال سره يو ځاى مي پېژندلي وو، ځينو د روزګار او ځينو د سر د خطر په خاطر کندهار پرېښوو او کابل يا نورو هېوادونو ته ولاړل، خو پتيال سره له دې چي په هغو شپو کې يې اقتصادي حالت کمزورى هم وو، نه يې د اقتصادي اړتياوو او نه د سر پروا وکړه او د کندهار له غېږې ونه ووت.

پتيال مي شاوخوا دوولس کاله پخوا پېژندلى وو، چي کله- کله به له ګران محمديار يار سره د «ښکلا» مجلې چاپېدو ته کوټې ته راته، غالباً د ٢٠٠٣م کال لومړۍ مياشتې وې، چي په لومړي ځل کندهار ته لاړم او هلته مي د «بېنوا فرهنګي ټولنې» په يوه سېمينار کې ګډون وکړ، بيا د همدې کال په وروستيو کې په کوټه کې د «پښتو ادبي غورځنګ» نړيوال کنفرانس وو، چي ښاغلى پتيال هم له خپلو نورو ملګرو سره ورته راغلى وو، تر هغه وروسته په ٢٠٠٤م کال کې زه په روزګار پسې د څه مودې لپاره په کندهار کې پاته شوم، په دې ټول وخت کې مي ښاغلى عبدالقديم پتيال له نيژدې وليد، د «بېنوا فرهنګي ټولنې» په دفتر کې مو ډېرې شپې ورځې سره تېرې کړې، خنداوې او مجلسونه مو وکړل، ډېر مينه ناک او د پاسته روش څښتن وو، خو له علم و ادب سره په تانده ځوانۍ کې زيات جديت او تعهد يې ما په نورو همځوليو ملګرو کې کم وليد.

په هغو ورځو کې چي پتيال غوندې ځوانانو به د ژوند ارزښتمن وختونه په بې ګټې فعاليتونو کې بربادول، پتيال د خوارۍ مزدورۍ په ستړي ژوند کې له مطالعې او ليک سره لېونۍ مينه پيدا کړې وه او په هغه وخت کې چي پتيال غوندې تاندو ځوانانو به رديف قافيه نه پېژندل او ډېر مشران ليکوال هم د تحقيق له زړه ستړي کار سره تړلي نه وو، پتيال هم ښه شعر ليکه، هم يې پر شعرونو او د ادب پر نورو اړخونو پخې څېړنيزې ليکنې کولې. زه په «ښکلا» مجله کې د ده د هغو لومړنيو کلونو علمي مقالو په دې باوري کړى وم، چي د لوى استاد علامه پوهاند حبيبي، پوهاند رشاد او استاد بېنوا پر مېنه دغه را ټوکېدلې ګل به د پښتو ادب د معاصرې څېړنې بڼ پخپلو افکارو معطر وساتي او خوارۍ به يې ضرور پښتو ژبې ته ګټورې تمامې شي.

د ارواښاد عبدالمجيد بابي تر مړينې وروسته چي ګران عبدالقديم پتيال «د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ» رئيس وټاکل شو، که څه هم زښته ډېر په خوشاله شوم، ځکه چي هم د دې څوکۍ وړ وو او هم هيله من وم، چي د دې ادارې له خوا به پښتو ته خدمت وکړي او هغسې وشول، د کندهار د بېلابېلو ليکوالو او شاعرانو په لسګونو کتابونه يې په ډېره لنډه موده کې چاپ کړل، خو له هماغه پيله مي د ده پر مقررېدو زړه ناارام وو، دا خوب او تصور هم راته تر زهرو تريخ وو، چي د چا بدمخي دوښمن ګولۍ دي د پتيال تانده ځوانه و رژوي، خو «دا زموږ قسمت دى، چي په وينو کې مزل کوو»، تېر څلوېښت کلن تاريخ مو د دغسې بې شمېره پېښو شاهد دى، د ولس له منځه مو تل هغه هستۍ له منځه وړل شوې دي، چي له دې را لګېدلې وبا څخه د خلاسون او همېشنۍ درملنې نسخه يې وړاندې کړې ده :

دا چي ځړېږي مخامخ درته په دار سرونه

په دې وطن کې بس همدغه وو د کار سرونه

د پتيال سر د کار سر وو، له علم او کتابه سره د تړون له بشپړ جدي فکره ډک سر وو، د خپلې ژبې، ولس او خاورې په احساس غني سر وو او داسې د استعداد له ځواکه برخمن سر وو، چي هم يې په لږ موده کې پخپله ډېر څه وليکل او هم يې نور ځوانان پخپلو معقولو او دوستانه لارښوونو دې ته و هڅول، چي د خپل وطن دا بدې ورځې او تورې تيارې له کتاب او قلم سره د مينې په وسيله پاى ته و رسوي.

ښاغلي پتيال چي د «اطلاعاتو او فرهنګ رياست» څومره فعال کړى وو، په نورو هڅو يې زه نه يم خبر، خو لږ تر لږه د کتابونو او «کندهار» مجلې د چاپېدو هڅې يې په کوټه کې هم ستايل کېدلې، زه نه پوهېږم چي دى د خپلو دغو ادبي هڅو او استعداد په برکت د کندهار د والي د مرستيالۍ پر دنده وګومارل شو، که د افغانستان د مرکزي دولت غوښتنه وه، چي دا بار د ده پر اوږو کښېږدي، که څه هم له وطن سره د مينې تر دې لوى ثبوت څه کېداى شواى، چي د اور او وينو په مرګوني چاپېريال کې دي څوک د داسې دندې قبلولو ته غاړه کښېږدي، خو يو دا چي ما پخپله له ښاغلي پتيال سره په خبرو کې هيڅ وخت د هغه سياسي تمايل نه دى احساس کړى، بل دا چي هغه دې دندې له خپل علمي او ادبي کاره اچاوه، ځکه نو پر دې څوکۍ د ده ګومال کېدلو زما هغه اندېښنه نوره هم زياته کړه، چي د «اطلاعاتو او فرهنګ رياست» د مشر په توګه د ده د ټاکل کېدو په وخت راسره پيدا شوې وه، وخت په وخت مي يې له رسنيو سره خبرې او مرکې هم اورېدې، خو چي له زړه ووايم، تل به د دې خبرې د اورېدو په تمه وم، چي رسنۍ ووايي، عبدالقديم پتيال بيرته د اطلاعاتو فرهنګ رئيس وټاکل شو يا يې بيرته د خپلو علمي او ادبي هڅو په خاطر له دندې استعفا وکړه، مګر له بده مرغه هغسې ونه شول او نن ماخوستن (د نومبر دوهمه) مي دا زښته غمجنوونکى خبر واورېد، چي د عبدالقديم پتيال ځواني د ناپوهه او بدمخه دوښمن د ګولۍ شومه شوه.

د يوه ادبي ملګري، د يوه افغان او د ډېرو خوږو ترخو شېبو د يوه انډيوال په توګه د ګران پتيال ناببره وژنې داسې يو درد راکړ، چي که څه هم «څوک د چا له غمه نه مري درواغ وايي»، مګر د پښتنو- افغانانو پر خاوره د دې بدمرغې جګړې دا لګېدلى اور لا راته مړ کېدونکى نه ښکاري او ګوره چي لا څومره د ژبې، ولس او وطن پر پت ولاړ پتيالان پکې خپلې ځوانۍ تقديم کړي.

By Quetta

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *