تاند- ولسمشر اشرف غني د عاشورا د ورځې په مناسبت نن د افغانستان د وینې مرکزي بانک ته وینه اهدا کړه.

ولسمشر تېره اوونۍ له یو شمېر شیعه او سني دیني عالمانو سره په کتنه کې ویلي و چې عاشورا دې د وینې ورکولو په عمومي کمپاین بدله شي.

ښاغلی غني نن سهار د وینې له اهدا کولو وروسته په یو لړ څرګندونو کې ټولو افغانانو ته د عاشورا د ورځې په مناسبت د تسلیت ویلو تر څنګ وویل:«د وینې د اهدا کولو له غوښتنې وروسته، په ډېر ویاړ د ملي اردو، ملي پولیس، او ملي امنیت ځواکونو او نورو ټولو خویندو او وروڼو ته، چې وینې ته اړتیا لري، خپله وینه اهدا کوم.»

ولسمشر له ټولو افغانانو وغوښتل چې دا نوښت، چې لومړی پلا استاد خلیلي پیل کړ، تعقیب کړي.

تېره اوونۍ نامتو هنرمن فرهاد دریا هم د وینې له اهدا کولو وروسته له ولسمشر غني او اجراییه رييس عبدالله څخه وغوښتل چې خپله وینه امنیتي ځواکونو ته اهدا کړي.

د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم خپله وینه اهدا کړه.

1ولسمشر غني وروسته د کابل د نبي اکرم (ص) د حسینې جامع جومات ته لاړ او د عاشورا په مراسمو کې یې ګډون وکړ.

ولسمشر، چې دوهم مرستیال او د پخواني ولسمشر دوهم مرستیال کریم خلیلي هم ورسره ملګري ول، د امام حسین او د هغه د یارانو روح او په افغانستان کې سولې او ثبات ته دعا وکړه.

3 thoughts on “ولسمشر غني، د عاشورا ورځ د وینې ورکولو پر کمپاین بدله کړئ”
  1. Dear Sir and Madam,
    If I had know Mr. Ashraf Ghani had a Bowel or Stomach cancer and it is very dangerous when his blood to use for Transfusion. In all developed countries is a Blood donate with chronic diseases, infection, and particularly when a cancer patient is forbidden to use as a blood transfusion. Mr. Ashraf Ghani’s is a sociologist but he does not know what a consequence a Transfusion of a Cancer Patient may heben for others. His Treating Doctor to inform him about this, otherwise he should have responsibility.

    With regards,

    Dr. Lmar

    1. د اطلاعاتو او فرهنګ وزير ته په لعنت ويلو سره او د داکتر اشرف غني څخه دده د سمدستي ليري کولو په هيلي سره دا وايم چي د تلويزيونونو ددي غير اسلامي او غير افغاتي پروګرامونو سره بايد څه وسي؟ هغه بايد اول کنټرول سي. دا ديرش کاله ناخوالي له همدي رويه وي. دا خارجي سريالونه چي فقط او فقط خلکوته د دا ښيي چي څنګه يو نر يا ښځه د بل سره نامشروع اړيکي ټينګوي، څنګه بربنډه کالي واغوندي، څنګه فاميل مات کړي، څنګه کينه عداوت او بدبختي مخته بوځي او داسي نور. دا بربنډي خارج ميشته افغاني ميرمن چي زمونږ ملي هويت ته ضربه او لکه ده بايد بندي سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *