تاند- د افغانستان د ولسمشر مېرمن بي بي ګل غني وايي چې فرانس پریس خبري اژانس د حجاب په اړه د دې څرګندونې نحریف کړي دي.
دې وویل چې د دې خبرې فرانس پریس خبري اژانس نیمګړي خپرې کړي دي.
دا وايي چې له حجاب او ستر سره یې مخالفت نه دی کړی او دې له فرانس پریس خبري اژانس سره په خپله مرکه کې ویلي، څلوېښت کاله پخوا چې په فرانسه کې وه او هلته یې درس وایه نو ښځو تر اوس وخت زیات پړونی پرسراوه او هیچا ورسره کار نه درلود.
فرانس پریس خبري اژانس د بي بي ګل غني (رولا غني) له قوله ویلي و چې دا په فرانسه کې د نقاب یا مخ پټولو له پرېکړې سره موافقه ده ځکه چې دا کار په ټولنیزو چارو کې ښځو ته ستونزې پېښوي.
د فرانس پریس خبري اژانس په ویدیو کې بي بي ګل وايي چې د حجاب مخالفه نه ده خو د مخ بشپړ پټول ضروري نه بولي.
د افغانستان لومړۍ مېرمنې ویلي چې د افغانستان له اساسي قانون سره سم د افغان ښځو د حقونو ملاتړ کوي او د دې کار لپاره به هلو ځلو ته دوام ورکړي.