تاند- د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه تازه خپور کړي حکم کې ویلي دي چې نور څوک حق نه لري چې په اعلانونو کې له ښځو څخه ناوړه استفاده وکړي.
په حکم کې راغلي چې په اعلانونو کې د سینګار شویو او فیشني ښځو ښکارول یوازې د افغان ښځو لوړ حیثیت ټیټوي.
د کلتور وزارت وايي چې کمپنۍ د پیسو د ګټلو او شهرت ترلاسه کولو لپاره په اعلانونو کې نجونې او ښځې یوازې د دیکور په انګېزه استعمالوي.
د کلتور وزارت همداراز ویلي چې دا ډول اعلانونه، چې د هیواد پر ځوان کهول منفي اغېز لري او بد اخلاقي ترویجوي، منع دي.
د افغانستان اکثره تلویزیونونه په اعلانونو کې، چې په بېلابېلو کمپنیو لکه بانکونو او مخابراتي شرکتونو پوري اړوند دي، د توجه د جلبولو لپاره سنګار شوې او فیشني ښځې ښيي.
د تلویزیونونو خاوندان وايي چې د ګاونډیو هیوادونو په شمول د نړۍ د ټولو هیوادونو په اعلانونو کې له ښکلو او فیشني ښځو کار اخیستل کېږي.
د ښارونو په بیلبورډونو یا د اعلانونو په لویو لوحو کې هم تر یوه حده ښځې لیدل کېږي خو په دغو لوحو کې افغان ښځې د ګاونډیو هیوادونو په شان بې ستره نه لیړل کېږي.
د کلتور وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ټولې رسنۍ او شبکې مکلفې دي چې نور دا ډول اعلانونه خپاره نه کړي.
په حکم کې دا نه ده څرګنده شوې چې په اعلانونو کې د ښځو شتون په کامل ډول منع دی او که یوازې په اعلان کې د فېشني ښځو پر موجودیت بندیز لګول شوی دی.