نېټه: ١٣٩٣-٨-١٢
لحده نيسه ئې کرار په غېږ کي
يو زهره چاودى او خوږمن درسپارو
چي ئې زخمونه دي د ستورو په څېر
د کهکشان غوندي بدن درسپارو
چي مرګ وي ښادي نسته، خو بې وخته مرګ او د نيازمنو خوږ او ليري والى له انسانه لار و ګودر ورکوي. د کايناتو ټولي ښۍ و ښادۍ د پاى ټکى لري، خو زموږ د نن غم بې وخته او ډېر وختي دئ. موږ نن د داسي چا د مرګ پر ټغر راټول يو، چي ليري والي او بېلتون ئې حس و حواس راڅخه وړي دي.د دغسي يو ځوان پر هديره يوځاى سوي يو، چي د هر چا وو، د هر چا په غم غمجن وو او په ښادي ئې ښاد. پيرمحمد کاکړ چي سوونه کاله وړاندي ويلي وه:
بېلتانه په غم غمجن کړم د غمجنو
د هر چا پر غاړه ژاړم لکه نى
دغه خصلت د ښاغلي پتيال په خټه کي اخښلى وو. د هر چا پر غاړه د ني په ډول ژړل د هر انسان د وس و طاقت خبره نه ده، دغه وړتيا خداى ځينو ځينو انسانانو ته ورکړې وي، چي يو له هغو څخه زموږ له ټوله جلا او د خپلي کورنۍ او دوستانو څخه بېل عبدالقديم پتيال دئ. پتيال د نورو په ښادي خوشحاله او د هغوى غمونه ئې خپل بلل. د هغه په خټه کي د نورو سره غمشريکي ګډه وه، خو خپل غمونه ئې هيڅکله د نورو پر اوږو نه بارول. نن د يو داسي چا پر مرګ اوښکي تويوو، چي د ځوانۍ او يارۍ سمبول وو. په ځواني ځوان وو، د ځوان خاصيتونه ئې لرل، ځکه ئې نو هيڅ وخت چا ناځوالي نه وه ليدلې. د دغسي انسان مړينه او جلا والى يوازي کورنۍ او د کورنۍ غړي نه ژړوي، بلکي داسي انسانان هم ژړوي چي هيڅ وخت به ئې له نژدې ليدلى او کتلى نه وو.
ښاغلى عبدالقديم پتيال د حاجي سردار محمد زوى وو. د ١٣٦٢ش کال د حوت په لومړۍ ورځ د کندهار د لومړۍ ناحيې د ملا ولي محمد اخوند په کوڅه کي وزوکېدى. په اووه کلني کي ئې د ښوونځي لاره ونيوله او خپلو زده کړو ته ئې دوام ورکړ. په ١٣٨٨ش کال ئې د بکلوريا سند تر لاسه کړ. د عصري زده کړو تر څنګ ئې ديني زده کړي په خپله کورنۍ او امام ابو حنيفه مدرسه کي وکړې.
د ١٣٨١ کال څخه ئې د خطاطۍ په شخصي مصروفيت ځان اخته کړ. په ١٣٨٦ش کال ئې په هبيتات مؤسسه کي کار پيل کړ، وروسته د دغي مؤسسې د ځوانانو د چارو مستقل مسئوليت وروسپارل سو، دغه مسئوليت ئې د څلورو کالو له پاره په ښه ډول تر سره کړ. د ١٣٩٠ش کال په اوايلو کي د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس وټاکل سو. د رياست په دوره کي ئې د رياست ټکنۍ چاري چټکي او د خپل مبتکر او مستعد دماغ په سبب ئې د رياست ټولو کارونو ته انکشاف ورکړ. د دوى په دوره کي د اطلاعاتو او کلتور رياست د بېلابېلو ليکوالو او شاعرانو پنځه اويا عنوانه علمي، ادبي او تاريخي کتابونه چاپ کړل او د دې تر څنک په لسګونو علمي او فرهنګي سيمينارونه او غونډي تر سره سوې. مياشتنۍ مشاعرې او ادبي ناستي تر بل هر وخت په زور کي سوې. د انارګل کلنيو مشاعرو خاص رونق وموند.
د اطلاعاتو او کلتور رياست په کارونو کي تر وړتيا وروسته د کندهار ولايت مقام په وړانديز د ولايت مرستيالۍ ته ونومول سو. د ١٣٩١ش کال په اواخرو کي ئې رسماً د کندهار ولايت د مرستيالۍ دنده اشغال کړه، تر پرون ورځي پوري پر دغه دنده پاته سو. د دغي دندې پر مهال ئې ټول فعاليت او کار د خپلو خلکو او خپل اولس له پاره وو. پر کاري اصولو باندي ټينګار او په عملي ډول په دې برخه کي کار کول د پتيال له خصلتونو څخه ول. د ولايت د مرستيالۍ په وخت کي ئې خپلو علمي او فرهنګي کارونو ته شا نه کړه، بلکي له دغه ځايه ئې فرهنګ پالنه کول، د کندهارۍ موسيقۍ د غوړېدو او پراختيا په لاره کي د دوى هڅي د پوره يادوني وړ دي.
تر پورتنيو دندو اضافه ښاغلى عبدالقديم پتيال په کندهار کي د ښکلا مجلې مسئول مدير هم پاته سوى دئ. تر څنګ ئې د کندهار مجلې مسئول مديريت هم د دغه رياست د اجراء پر مهال کړى دئ.
پتيال له کوچنيوالي څخه د علم او پوهي علاقمند وو. د دغي لويي لاري لاروى وو، څو بالاخره ئې په دغه لاره کي خپل سر ورکړ. د علم او پوهي سره ئې علاقه په خټه کي اخښلې وه، د خپل خداى ورکړي استعداد په زور ئې په ډېر کوچنيوالي کي د شعر و شاعرۍ او ليکوالۍ لمنه ټينګه کړه. په دې لار کي تر همزولو مخته او په ټپه ځواني ئې د لويانو سره سيالي کوله.
ښاغلي پتيال د نثر او نظم، شعر او شاعرۍ د ډګر قهرمان وو. په دغه عرصه کي ئې تر نورو ډېر څه کړي، خو څه چي ئې کړي دي په تول ئې تللي ميدان ته را ايستلي دي. د تحقيق او څېړني د عرصې نامي وو، پر شاعري ئې ډېرو لويو پوهانو ژبي ټکولي دي او د ترجمې په برخه کي ئې د خپلي ژبي لمنه نه ده بې برخي کړې.
له ښاغلي پتيال څخه د ترجمې په برخه کي د زرپاڼه په نوم يو چاپي ناول پاته دئ. لومړۍ شعري مجموعه ئې د انکار په نوم خپره کړه. د ارواښاد استاد بېنوا پر ژوند او آثارو ئې لومړى مستقل اثر د “پردېس بېنوا” په نوم وليکه. د پښتني فوکلور د لوى خدمتګار ارواښاد استاد محمدګل نوري پر ژوند او آثارو ئې مغزن اثر “نتلى ليکوال” چاپ کړ. د دغو مستقلو آثارو تر څنګ ئې د دوو سوو په شاوخوا کي علمي او تحقيقي مقالې او ترجمې د هيواد په بېلوبېلو مجلو او اخبارونو کي خپرې سوي دي.
پتيال څو بعدي شخصيت درلود. ليکوال وو، شاعر وو، محقق وو، مترجم او بالاخره يو رهنما او لارښود وو. ښه ملګرى وو، ملګري ئې تر پايه پاللـه او روزله. د دې تر څنګ ښه خطاط وو، د رسامۍ هنر ئې د کمال تر حده رسولى وو او بالاخره د علم او پوهي د لاري داسي لاروى وو، چي د دغي عرصې ډېري خواوي ئې په لږ وخت کي طى کړي او پوره کړي وې. ښاغلى عبدالقديم پتيال په عمر کم وو خو په عقل پوخ وو. د جسامت په لحاظ لوى نه وو خو حوصله او مبارزه تر ډېرو لويانو مضبوطه وه. هغه يو ځوان وو. ښه ځوان وو، د ځوانۍ ټول خصلتونه او خاصيتونه ئې لرل. مېلمه نواز وو، د يارانو يار او د رازونو ئې همراز وو. د غمجنو په غم شريک وو. د زور په مقابل کي ئې د مبارزې حس درلود او د دغي مبارزې لاره ئې تر پايه پاللـه.
زموږ موصوف د دغو ټولو ښېګڼو سره پرون ١١/ ٨/ ١٣٩٣ش د ماښام پر پاوکم اوو بجو
د وخت جبر راڅخه بېل کړ. هغه ئې نيمه خوا کړ، نه ئې په خپله ځواني ارمان وخوت او نه موږ د هغه له استعداده کار واخيست، هغه زموږ له پاره د ويلو ډېر څه درلودل، خو د مرګ بدمرغه نامه د هغه ټول ارمانونه او ويل د هغه سره يو ځاى دفن کړل. ارواښاد پتيال متاهل وو، درې زامن ځني پاته دي. خداى دې شهادت قبول کړي.
We love Patyal and miss him forever.
ښاغلی پتیال مي په کندهار کي د ښکلا مجلې له لاري پېژندلی و، د پښتو نثر لیکني یې بېل خوند او رنګ درلودی. زه یقین لرم چي هر چا چي پتیال پېژانده ددې غریبي ژبي او (پوهني-ته-سخت-محتاج) ولس لپاره به یې ډيري هیلي او امیدونه ورته لرل.
هغه خدای زموږ څخه واخیستی او د هغه امانت او مال وو موږ په دې کي هیڅ نسو ویلای خو زړه مي پر دې درد کوي چي د مرګ سبب یې بې-ثمره دولتي ماموریت سو
د ویسا مرستیالي هر شپانه کولای سوای. کاشکي یی دا هستي نه وای قربانی سوې