لوی زړه
د اندلس د ستر شاعر ابو عمر احمد بن محمد بن عبدربه (۲۴۶- ۳۲۸ ق) تالیف د تاریخ، روایاتو او اخبارو یوه پراخه مجموعه ده چې له قرآن کریم، تورات، انجیل، د عربو، فارسیانو او هندیانو له ادبیاتو او نورو سرچینو څخه یې خوندور مطالب راخیستي دي. دا کتاب چې په زرګونه مخه کېږي، د عربي ادب له پاره د ریفرنس کتاب حیثیت لري.
الحاج مولوي زین الله منلي د عقدالفرید ځینې کیسې پښتو کړې دي. هڅه به وکړو چې په تدریج یې ترتاسې درورسوو.
کریم
نبي علیه الصلواة وسلام ویلي دي: اذا آتاکم کریم قومواقاکرموه (که کوم کریم تاسوته راغی نو ورته پاڅئ اودرناوی یې وکړئ).
د الله عیال
په یوماثور حدیث کې راغلي: الخلق عیال الله فاحب الخق الی الله انفعهم لعیاله (خلق د الله عیال دی، الله ته ډېرګران او ورتېرهغه دي چې د الله د عیال په باره کې ډېرګټور وي).
پراخ لاس
عبدالله د جعفر زوی اود علی رضی الله عنه وراره په ورکړه کې اسراف کاوه، نو حسن اوحسین رضی الله عنهما ورته وویل چې د مال په ورکړه کې اسراف کوي. هغه ورته وویل: پلار اومورمې ترتاسو جار، الله زه عادت کړی یم، چې ډېره راکړي اوزه غواړم، چې د ده بندګانو ته ډېره ورکړم. ډارېږم که زه دا عادت کم کړم الله به هم راکړه کمه کړي.
بدګوماني
مامون د عباد زوی محمدته وویل: ته ډېرمال تلفوې! هغه ورته وویل: منع الجود سوء الظن بالمعبود (د جود او ورکړې منع پرمعبود باندې بدګومانې ده).
رحمت
جعفرصادق سلام الله علیه ویلي دي: الله خلق له رحمت څخه په رحمت باندې د رحمت له پاره پیداکړي دي. دوی هغه کسان دي، چې د وګړو حاجتونه پوره کوي. که څوک غواړي چې له داسي کسانو څخه وشمېرل شي نو همداسي دې شي.
عذر
رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلي: من لم یقبل من متنصل عذراً صادقاً کان او کاذباً لم یرد علی الحوض (څوک چې د کوم اړعذر ونه مني، دا عذر یې ریښتیا وي او که دروغ، دا عذر نه منونکی د کوثر له حوض څخه ګټه نه اخلي).
عیب
شعبي ته – رحمت الله علیه – چې د امام اعظم استاد دی، چا ښکنځل وکړل. شعبي ورته وویل: که ته ریښتیا وایې اوزه هغسې یم چې ته یې وایې نو الله دې راته بخښنه وکړي او که ته دروغ وایې او زه هغسې نه یم لکه چې ته وایې نوالله دې تاته بخښنه وکړي.
حلم (۱)
احنف ته چاوویل: ته ډېرحلیم او زغمن یې که معاویه؟
احنف پوښتونکې ته وویل: ته خوډېر ناپوه یې! د معاویه لاس رسېږې اوله زغم څخه کاراخلي، زه زغم کوم خو وس مې نه شته؛ نوماڅرنګه له هغه سره مقایسه کوې.
حلم (۲)
احنف داهم ویلي: زه حلیم اوزغمن نه یم خوپه حلم اوزغم تظاهرکوم اوله ډېرو ملاتړوڅخه ماته زغم ګټوردی.