پلار به مې سید عبدالقیوم عسکر ته د (عسکر آغا) خطاب کاوه. ما پسې شا (عسکر آغا) باله او مخامخ به مې (آغا صاحب) ورته ویل. عسکرآغا مې په وروستي ځل له وفاته یو کاله له مخه د دوی په کلي خواجه مشهد کې چې نور نو کلی نه بلکې د ښار منځ و، د ۱۳۸۰ لمریز هجري کال په جوزا کې ولید. کور ته ورغلی وم. راته ویل یې:« خپل ټول آثار مې په دوه ویشت ټوکونو کې مرتب کړي دي.» روحیه یې مړاوې، تن یې کمزوری او ذهن یې ستومان وو. په سترګو کې یې هالنۍ ځلا نه وه، کاته یې هغسې نافذ نه وو لکه څوویشت کاله پخوا، د داوود خان د جهوریت په کلونو کې.
عسکر آغا د داوود خان تر کودتا (د ۱۳۵۲ په سرطان کې) له مخه په سپین زر شرکت کې مامور و، له کودتا وروسته تقاعد شو. دغه وخت به شاید څو پنځوس کلن و. دنګ، توربخن سړی. ږیره برېت به یې خرېیل. پلار مې له ده سره د موټر د سامانونو یو دوکان جوړ کړ خو دوکان هسې نوم و، ورځ په ادبي بحثونو تېرېده. د پلار څنګ ته به مې یوه کتابچه ایښې وه، د مایوسۍ شعرونه یې پکې لیکل. ګومان یې کاوه چې داوود خان د نااهلو مل دی، وطن مخ په تباهي روان دی خو عسکر آغا په ماضي کې غرق و، د پخوانو شاعرانو تذکرې یې اړولې، د کندز د تېرو پېړیو په تاریخ به غږېده او په سپین زر شرکت کې به یې د خپل ماموریت او تر هغه له مخه په معارف کې د خپل خدمت کیسې کولې.
عسکر آغا غالبا په ۱۳۱۷ کې د کندز په ابتداییه مکتب کې زده کړې تمامې کړې او په ۱۳۱۸ لمریز هجري کال کې کابل ته لاړ چې مستعجل دارلمعلیمن ولولي.
پلار مې وایي، په هغو وختونو کې په کندوز کې صرف یو ښوونځی و. دغه یوازینی ښوونځی د ساقي بای مدرسې، د حاجي شهید زیارت او د بالاحصار ترمنځ واقع و. زما وړاندیز دا دی چې د کندوز د معارف اداره دغه ځای ومومي او د ښار د معارف څلی پکې ودروي، ځکه دلته د ښار لومړنی مکتب ودان و او د ښار د عصري معارف ابتدا له دې ځایه شوې ده.
عسکر آغا په مکتب کې تر شاملېدو له مخه دیني علوم لوستي وو او د شعر له هنر او د کتابونو د صحافت له فن سره د کندوز یو بل شاعر، سید لالاجي بلد کړی و. عسکر آغا د کتابونو له صحافت سره مینه هیڅ وخت هېره نه کړه. که به یې د بل په لاس کې هم څیرې شوی کتاب ولید، ورته سودا به یې وه چې پوښ یې کړي.
عسکر آغا به په خپل بایسکل د کندوز ښار په شاوخوا کلیو کې سفرونه کول. د شاعرانو په تذکرو، دیوانونو، تاریخونو او قلمي نسخو پسې به ګرځېده. ده ته پخوانۍ پاڼې د اسرارو او رموزو خزانې ښکاېدې.
عسکر آغا د دې وطن له هغو ډېرو لږو کسانو څخه و چې ان په دیارلس سوه څوویشتمو کلونو کې یې کتابتون درلود. کاشکې یې اولاد د پلار کتابتون خوندي وساتي. کیدای شي یوه موسسه یا څوک د خیر سړی راپیدا شي، دغه کتابونه وپېري او د عسکر آغا په نوم یوه عمومي کتابخانه جوړه کړي. عسکر آغا د مجلو او اخبارونو د کلکسیون کولو شوقي و. دی په لباس، ناسته ولاړه او د وسایلو په ساتلو کې هم منظم انسان و. په بایسکل به په احتیاط روان و او چې پلی به و، دومره په متانت یې ګامونه اخیستل چې په زړه کې به در تېره شوه چې هره ورځ تازه رنګېدلي تور سلیپر بوټونه به یې هیڅ وخت زاړه نه شي. د عسکر آغا روحي صفا او روحي سکون د هغه په لباس او حرکاتو کې مجسم شوي وو.
ډېر کلونه وروسته مې د ۱۳۶۶ په ژمي کې عسکر آغا په پېښور کې ولید چې پښه یې ماته وه او په چګسونو روان و. تعجب مې وکړ. تقدیر کله کله حیرانوونکي کارونه کوي. ته د عسکر آغا غوندې په خپلو حرکاتو قابو بنیادم ته ګوره او په ترافیکي پېښه کې د هغه د پښې ماتېدو ته ګوره!
عسکر آغا راته وویل:« په پښه کې مې سیخان دي، نور بایسکل نه شم چلولی.»
دی پېښور ته راغلی و چې ګوندې د دې ځای ډاکتران به یې په ژوبله پښه څه چل وکړي، په ګرځېدو کې به یې اسانی راولي خو د ډاکترانو په نظر د بهترۍ چانس کم و.
ارواښاد خیبر اپرېدی وایي:
په بې رحمۍ دې رانه بیاتي کړې
چې بیا به کېږي وزرې ګرانې دي
نور نو د عسکر آغا په ژوند کې د بایسکل ځای چګس او امسا ونیو او د کندوز ښار چارچاپېره کلیو ته د کروندو په منځ کې غځېدلو خامو، نریو لارو د هغه بایسکل ونه لید.
ډېره موده وړاندې چې زه په کندوز کې د ښوونځي زده کوونکی وم او د ګرمي په موسم کې به مازدیګر مهال د ښار کروندو ته وتلم، د زرغونو کروندو په منځ کې پر نریو، کږو وږو، پوټلنو لارو مزل به په شاعرانه خوند کې غرقولم خو په هماغه وختونو کې مې له عسکر آغا واورېدل چې:« زما د شعر موسم ژمی دی چې واوره ورېدلې وي، چې په کوټه کې ایسار یم.»
په هغو کلونو کې به عسکر آغا د یخنۍ په موسم کې معمولا توربخن اوږد بالاپوش د سپین بخونو جامو له پاسه اغوستی و. شین، ښویه، نخي پټکی به یې په سر و او چې په دفتر کې به یې کار کاوه او پتلون به یې اغوست، توره قره قلي یې په سر کوله.
د اوړي په موسم کې مې عسکر آغا له جېلکې سره یادېږي. جېلکه ( د لام په زور) چپنې ته ورته ده خو چپنه په منځ کې پنبه لري، د ژمي لپاره وي او جېلکه د اوړي پوښ دی.
عسکر آغا چې د ځوانۍ په ابتدا کې مستعجل دارالمعلمین ولوست، په کندوز کې معلم مقرر شو. ډېر کلونه یې په کندوز او کله نا کله بغلان کې معلمي وکړه. یو، یونیم کال د چاردرې په علاقه داري کې(چاردره د ظاهر شاه بابا د دموکراسي په پیل کې ولسوالي شوه.) کاتبِ تحریر و. پلار مې چې هغه وخت په چاردره کې اوسېده، وایي چې عسکر آغا پر خلکو ګران و. خلکو یې د سیادت په خاطر هم عزت کاوه، دعاوې یې ځنې غوښتې او تعویذونه یې ورباندې کښل.
د عسکر آغا دوی د کورنۍ مشران کندوز ته د ننګرهار له مزینې راغلي وو. د ګڼو خلکو په اند، مزینه د اصلي سیدانو سیمه ده. یو سید که دیني علم ولري، د پخوانو کتابونو شوقي وي، بې ازاره او متین بینادم وي او صافه عقیده ولري، خلک ورته ممکن د پیر او مرشد په سترګه وګوري او د پټو کراماتو څښتن بې وبولي.
عسکر آغا همدا ټول صفتونه لرل خو په ادب او تاریخ او شاعري یې دومره زړه بایللی و چې د روحانیت په میدان کې له منډې او شهرت ګټلو سره یې دلچسپي نه وه.
ویل یې چې د ماښام په ترغونې کې یې د خواجه مشهد د کلي په پټو او د ونو، غنو په منځ کې ډېر ځله د پیشو، سپي یا بل ځناور په بڼه پېری لیدلی چې د اوراورکي غوندې ښکاره شوی او بیا د سترګو په رپ کې پنا شوی دی. ده دا خبرې د دې لپاره نه کولې چې د ځان د روحانیت لپاره تبلیغ وکړي بلکې یقین یې و. یوه ورځ مې پلار ورته وویل:« دا شاید د نظر خطا وي، ګومان نه کوم پیری دې لیدلی وي.» عسکر آغا څه ونه ویل خو د څه نه ویلو معنا دا نه وه چې په خپل باور دې شک ورپیدا شوی وي.
په هغو کلونو کې یعنې د داوود خان د جمهوریت په زمانه کې به ځینو کسانو ویل چې د خلکو ټول پام مادیاتو ته شو، دین هېر شوی دی خو عسکر آغا دغسې اندېښنه نه لرله. د هغه د ایمان ډیوه د سکون په فانوس کې ایساره وه او د شک بادونو ورباندې اثر نه کاوه.
عسکر آغا (د عبرت سوباړي) په نوم د نظمونو یوه ټولګه لرله چې په هغه کې تاریخي- اخلاقي حکایات او د هغو بداخلاقو کسانو ځينې واقعات درج وو چې په کندوز کې اوسېدلي وو او عسکر آغا ورباندې خبر و.
یوه ورځ چې زه هم په دوکان کې وم، دوکان ته یو سړی راوخوت، په چوکۍ کښېناست. دوکان ته نژدې به هغه والګاوې ولاړې وې چې کابل ته یې مسافر وړل(اوس د ښار دې برخې ته د بادامو سرای وایي.) دغه سړي چې په والګا کې سیټ نیولی و، د موټر تر ډکېدو پورې غوره بللې وه چې له آغا صاحب سره کښېني. شېبه نیمه پس د دغه سړي سترګې د عبرت سوباړې په ټولګې ولګېدې. په هغه وخت کې د عبرت سوباړې حکایتونه په دوه یا درې سل ورقه کتابچو کې خوندي وو.
هغه سړي ورته وویل: «آغا صاحب، ګوره، دا یو نظم ډېر چټي دی، ویې باسه، څیرې یې کړه!»
آغا صاحب ورته سر وخوځاوه. دغه وخت د والګا موټروان نارې کړې چې سواري پوره دي، موټر روانېږي. سړی پاڅېد.
د هغه له تلو وروسته عسکر آغا له کړې وعدې سره سم د هغه حکایت پاڼې له کتابچې راوایستلې، څیرې یې کړې او بیا یې د رابرټیب په مرسته بېرته سره پیوند او په کتابچې پورې ونښلولې. عسکر آغا وویل، ما وعده کړې وه چې د حکایت پاڼې به راباسم، څیرې کوم به یې. وعده مې پوره کړه، اوس بې بېرته شاملوم.
په هغو پاڼو کې د ذکر شوي کس د ورور د بداخلاقیو یوه واقعه نظم شوې وه. د عبرت سوباړی د روانې پېړۍ په لومړۍ نیمه کې د کندوز د ټولنې د ځینو هغو واقعو یو جالب سند دی چې موږ یې له اورېدو خوند اخلو خو تظاهر کوو چې په ویلو یا اورېدلو نه ارزي.
ما د عسکر آغا په قلم د کندوز د مشاهیرو په اړه ځینې لیکنې لوستې وې او د هغه د کندوز د شاعرانو تذکره مې هم کتلې وه.
د عسکر آغا د دوه ویشت ټوکو آثارو لویه برخه ممکن د ده د ژوند د وروستیو کلونو محصول وي ځکه د پښې له ماتېدو وروسته یې د ژوند ژمی پیل شو، « واورې» وورېدې او د لیکلو لپاره په کوټه کې ایسار شو.
د کندوز له شاعرانو سره د عسکر آغا راشه درشه ډېره وه او چې له کابل، ننګرهار یا بل ځایه به شاعر راغی او دی به ورباندې خبر شو، مېلمستیا به یې ورته کوله، د کندوز څو کسه شاعران یې هم وربلل. دی د شاعرانو د مجلس لېوال و. زه به د مکتب په دویم یا درېیم صنف کې وم چې د ژمي یو ماښام مې عسکر آغا او زین العابدین پردېس( د کندز یو شاعر و چې په ۱۳۵۸ کې شهید شو. زامنو یې همت کړی او د هغه خواره واره اشعار یې راټول او چاپ کړي دي.) په چاردره کې زموږ کور ته راغلل. له راتګ سره سم خوږ او تود مجلس شروع شو. زه د دوی د خبرو په معنا نه پوهېدم خو د خبرو جذبې او ولولې یې خوند راکاوه. لکه له چا سره چې وخت کم او خبرې ډېرې وي، پرله پسې، ژر ژر او په شوق غږېدل. دا نو د ظاهر شاه د دموکراسي لسیزه وه. شاید د عسکر آغا د ژوند ډېره ښه دوره به همدا وخت و چې په کندوز کې یې د سپین زر اخبار د مرستیال په توګه کار کاوه. دغه وخت مجبور نه و چې د روزي ګټلو لپاره معلمي وکړي او یا په اداري کارونو بوخت شي.
ژوند مخ په وړاندې روان دی. علم خپرېږي او ذوقونه بدلېږي. زه چې اوس د عسکر آغا کچ کړي مزل ته ګورم په دې مزل کې هغه ته د احترام لپاره ډېر څه وینم.
ده کتابونه ولوستل، لیکنې یې وکړې، کتابتون یې جوړ کړ، شاعران یې وهڅول او په شعر کې یې شاګردان وروزل. د داوود خان د جمهوریت په کلونو کې مې ورڅخه اورېدلي وو چې په کندوز ښار او شاوخوا کلیو کې د شعر شپاړلس کسه شاګردان لري. دا هغه کسان وو چې ده به د شعر اصول ورزده کول. ده دا ټول کارونه ځکه وکړل چې« د ارزو څښتن» و او د خپل وس په اندازه یې هغې ته د رسېدو هڅه وکړه. ما دغه ترکیب ځکه په لیندیو کې ونیو چې د خپل پلار له یوه بیته مې را اخیستی دی. هغه ویلي وو:
حیف چې د ارزو څښتن مې ونه موند
هیڅوک د یوسف په خریدارو کې