هغه ټولو خلکو د هنرمند په نوم پېژندلو، هېڅوک نه پوهېدل چې هغه څوک دى او له کومه شو؟ هنرمند د لوى ځنګل په يوې تياره سمڅه کې اوسېدۀ، ډېرو يې د ليدو هيله درلوده، خو نه پوهېدل چې هغه ولې له خلکو سره له مخ کېدو ځان ساتي؟
د هغه اوازه تر لرې ځايونو تللې وه، تر اوسه يواځې په شمار څو کسانو د هنرمند په ګوتو کښل شوي اوه رنګيز جادويي انځورونه تر لاسه کړي ؤ.
×××
د تانيې له اوښکو ډکو سترګو او موسکو شونډو د هغې څېره څو چنده نوره هم ښکلې کړې وه، هغې ته له هنرمند سره د ليدو خبره نه باورېدونکې وه، خو اوس يې له هغه سره نيمه شپه اوښتې وه، د هنرمند جادوګرو ګوتو کټ مټ هغه څه انځور کړي ؤ، چې د تانيا د خوبونو شهزاده لرل.
هغه هره شپه دده د خوبونو ملګرى ؤ، تانيې غوښتل چې شهزاده يې د تل لپاره ځان سره په غېږ کې ونيسي او د خپل شهزاده مينې تر هنرمنده رارسولې وه.
هنرمند په لومړي ځل د يو هيله مند هيله پوره کړې وه، ځکه مخکې به يې خلکو ته يواځې د خپلې محبوبې کښل شوى انځور ورکاوه.
انځور يې د تانيې مخ ته وړاندې کړ، تانيه د انځور سره په خبرو کې ورکه شوه، اوس يې د هنرمند په رنګ ککړو ګوتو کې د لږې شېبې لپاره هم خپل نظرونه د کار د وخت په شان نه خښول.
_ زه ځم!
د هنرمند اواز درنه چوپتيا ماته کړه. تانيه د څمڅې نړۍ ته راستنه شوه، اوښکې يې په سپين جبين روانې شوې، په غريو نيولي غږ يې وويل:
_ زه لا تر اوسه هغه ته رسېدلې نه يم..
د هغې لمدې سترګې سرې شوې وې او د زاريو بڅرکي ترې ورېدل.
د هنرمند په وجود ماتم جوړ شو.
_ هغه ته د رسېدو لار سخته ده.
پدې خبره لکه د تانيه مړې شوې جذبې چې راپارېدلې وي:
_ زه به قرباني ورکړم.
هنرمند تانيه له ځان سره په شاګردۍ ونيوله او هغې له جادوګر هنرمند سره په تياره څمڅه کې کلونه د هنر په يادولو تېر کړل.
×××
هنرمند عجب انسان ؤ، هغه به د تيارې په خورېدو سره له خپل کارځاى نه راووت او د اوږد مېز تياره سر ته چوکۍ باندې به تانيې ته مخامخ کېناست، په څمڅه کې د بلې شوې ډېوې تتې رڼا به يواځې د تانيې مخ ته پروت کاغذ او رنګونه روښانول، هغې هېڅکله نشول کولاى د هنرمند مخ وويني.
جادوګر هنرمند د کار په وخت کې په خپلو خبرو د هغې خيالونه په رنګونو کې داسې ورکول، چې زياتره وخت به يې تانيه په کار لګيا پرېښې وه.
وخت، تانيه د خپل محبوب په مخ د اوو رنګونو خورولو کې د هنرمند له سترګو ناخبره او نا اشنا وساتله، چې تل به پدې کې خښې وې.
د هغې د ګوتو کښل شوى اووم انځور بېګا هنرمند له ځان سره د رازونو ډکې کندې ته کېوستى ؤ، تانيه په څمڅه کې د وهل شوې سرپټې کندې په اړه چې هنرمند به ترې يواځې تپه تياره کې راپيدا کېده او بېرته ورکېده هېڅ نه پوهېده، هغه نه پوهېده چې جادوګر هنرمند هلته په ساعتونو ساعتونو څه کوي؟
نن د لمر پرېواتو پر مهال تانيه له خوبه د پاڅېدو وروسته سمڅې نه بهر ووته، د هغې د شونډو موسکاګانې او د زړه ټوپونه په ډېريدو شول، هرڅه د دې د نن ليدل شوي خوب پشان روان ول، لکه څنګه يې چې مخکې هنرمند په خوب ليدلى ؤ او خوب يې رښتيا شوى ؤ.
هغه باوري شوه چې شپې د هغې د ارمان د پوره کېدو زېرى راپه مخ کړى، ناڅاپه ورېځو سره غاړې ورکړې، بادونو د ځنګل ونې په ټالونو راوستې، په څو شېبو کې تېز باران تانيه لمده خيشته کړه.
د سمڅې خولې سره له غټې تېږې نه پورته شوه او له اوږدې ساه کښلو وروسته په سمڅه ننوته.
په خپلې هميشنۍ چوکۍ کېناسته، د شمعې بلولو پسې يې لاس و غځولو چې ناڅاپه د نورو ورځو برعکس له لاندې څخه ډېره زياته رڼا راپورته شوه، هغه حيرانه شوه، د هنرمند اواز يې واورېد:
_ ستا شهزاده ستا انتظار کوي.
تانيه په خوښۍ چټکه لاندې کېوته، هنرمند د زينې بېخ کې ولاړ و، تانيې هغه ونه ليد، دا له برې نه غټه سمڅه وه، په زرګونو شمعې لګېدلې وې، د تانيا سترګې په مخامخ دېوال بندې شوې هلته د دې په لاس کښل شوي انځورونه په هنر ځړېدلي ؤ .
هغه مخکې لاړه، له خوښۍ يې وړه کړيکه له خولې ووته، هلته نورو سلګونو ځړېدلو انځورونو د هغې بشره خپله کړې وه، تانيې ډکې ځلېدونکې سترګې شاته واړولې، هغې نه شوه باورولى، د هغه شهزاده په اوو رنګونو ککړ دده مخ ته ولاړ و، د تانيې سر وچورلېد او د شهزاده غېږ ته په ړنګېدو شوه.
دا شېبه د هنرمند سترګې د تانيې پر دنګه غاړه د باران په څاڅکو کې ورکې وې، چې د هغه کارول شوي اوه واړه رنګونه يې په ځان کې ځايول او دواړه د تل لپاره په اوو رنګونو کې سره غاړه په غاړه شول.