(د لیک او لوست اسانه زده کړه ) اثر په یونېم کال کې ۲۰۰۰۰ جلده خرڅ شوی دی. ما (سیداصغر )د خپلې انساني سعې مطابق ځینې اثار لیکلي دي، خو دا اثر مې یو له هغو اثارو ځینې دی، چې ډېر د استفادې وړ دی.

دا کتاب په عام ډول هغو ماشومانو لپاره لیکل شوی دی، چې د زده کړې لومړی پړاو یې د کورنۍ له خوا په کور کې پیل کېږي، چې ماشوم  د مکتب لپاره اماده شي.

په افغانستان کې د ماشومانو اود کورنیو یې سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، ارثي او داسې نورې ځانګړنې او خصوصیات په نظر کې نیول شوي او بیا د داسې کورنیو ماشومانو ذهن ته برابر  دغه اثر لیکل شوی دی.

ځینې مشران لیکوالان او عالمان وایي: یو ښه اثر باید یوه ښه څېړنه وي او محقق باید له ډېرو ماخذونو او اول لاس ماخذونو نه استفاده وکړي.

خو زما په پوهه لکه څرنګه چې په تجارت کې عرضه او تقاضا ډېره مهمه مسله ده. دغه شان د یو لیکوال  لپاره دا مهمه ده، چې په دې ځان پوه کړي، چې د اثر لوستونکي څوک، څومره او زموږ د ټولنې ضرورت کوم ډول اثارو ته دي.

که چېرې یو څېړنېز اثر په شلو کلونو کې ۱۰۰۰ جلده خرڅېږي او د لیک او لوست اسانه زده کړه په یو نېم کال کې ۲۰۰۰۰ جلده خرڅېږي، نو له دې څخه په ډاګه معلومېږي، چې د ټولنې تقاضا موکوم  ډول کتابونوته زیاته ده.

څېړنېز اثار یو ډول اهمیت لري او هغه اثار چې څېړنې نه دي،  لکه پورته یاد شوی کتاب بل ډول اهمیت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *