عبدالقدیم پتیال لیکوال، ځوان فرهنګپال، شاعر او څېړونکي چې په ډېر لږ وخت کې یې ډېر پرمتګ وکړ او پر کندهار سربیره یې د هیواد د سویل لپاره ډېرې لاسته راوړنې لرلې، پر دې سربیره چې په مدني، فرهنګي او ادبي هڅو کي بوخت و، هغه د یو ځوان استعداد په توګه د کندهار د مرستیال والي په توګه هم دنده اجرا کوله.

تیره ورځ ماښام مهال په پوهنتون کې د زده کړې پر مهال چې یواځنی ارمان یې و د نامعلومو کسانو لخوا شهید کړای شو، انا الله او انا اله راجعون. هلمند مدنې ټولنه د پتیال وژنه په کلکو ټکو غندي. هلمند مدنې ټولنه پر افغان دولت ږغ کوي چې د پتیال قاتلین ونیسي او د قانون منګلو ته یې وسپاري.

هلمند مدنې ټولنه د پتیال درنې کورنۍ، دوستانو او ملګرو ته د لوی صبر غوښتنه او دعا کوي. د پتیال ورح دې ښاد وي.

هلمند مدني ټولنه د قومي مشرانو، دینی علماوو، دولتی چارواکو او د هیواد د ټولو وګړو دامنیت، ثبات او عدالت د ټینګښت په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي. دا چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د خپل ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال ویل چې د دولتي چارواکو او افغان کادرونو قاتلینو ته به سختې سزاګانې ورکړي، له همدې فرصت څه په ګټې اخیستنې، هلمند مدنې ټولنه پر نوي افغان حکومت ږغ کوي چې ددې ډول وژنو د مخنیوي په برخه کې کوټلي ګامونه واخلي تر څو خلک ځانونه خوندي احساس کړي.

هلمند مدني ټولنه به د قانون په پلې کېدا او ټینګښت کې تل له دولت سره تر خپله وسه همکاره وي. د خپل ولس مرموزي وژنې ورته د زغم وړ نه دي، او تل یې د ننګي ږغ پورته کړی او پورته کوي یې. د یو باثباته، سولیز او جوړ افغانستان په هیله.

په درنښت

د هلمند مدنې ټولنې رسیزه څانګه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *